د ۱۷هیوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو د حقونو پر وړاندې د سرغړونو په دوام انتقاد کړی او ددغې ډلې تر واک لاندې دا هیواد يې په نړۍ کې د ښځو د حقونو د ځپلو په برخه یو ترټولو " ځپوونکو" هیوادونو په ډله کې شمیرلی دی.
نړیوال بانک ویلي چې افغانستان د خوړو د خوندیتوب د سخت بحران سره مخ دی او په دغه هیواد کې د خوړو د نه خوندیتوب سره د مخ ۱۲.۹ میلیونو افغانانو له ډلې ۲.۹ میلیونه یې د سختې لوږې د حالت په درشل کې ولاړ دي.
د افغان خبریالانو د ملاتړ یو شمیر بنسټونو د خپلو سرچینو د معلوماتو پراساس ویلي چې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په افغانستان کې د داخلي رسنیو چارواکو ته په شفاهي توګه د سیاسي خپرونو د بندیدو سپارښتنه کړی ده.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ماښام فبروري ۱۳ (سلواغه۲۵) په سپینې ماڼۍ کې د هند صدراعظم نریندرا مودي ته ښه راغلاست ووایه او هغه یې خپل «عالي ملګری» وباله.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ سهار کابل ښار په نهمه حوزه کې د کور او ښار جوړولو وزارت دروازې ته څیرمه په یو ځانمرګي برید کې لږ ترلږه د یوتن د وژل کیدو او درې نورو ټپي کیدو خبر ورکړی دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د چهارشنبې په ورځ فبروري ۱۲ (سلواغه۲۴) په یوې اعلامیې کې د افغانستان د کندز په ښار کې د داعش ځانمرګی برید په کلکه وغنده او تروریزم یې د «افغانستان او نړۍ سولې او امنیت ته جدي ګواښ» وباله.
د شفافیت نړیوال سازمان د ۲۰۲۴ کال د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې نړیوال شاخص په اړه یو راپور خپور کړی چې له مخې یې افغانستان د نړۍ د هېوادونو په کتار کې ۱۶۵ځای نیولی او د تیر کال په پرتله درې درجې ښکته شوی دی.
د اسلامي دولت د خراسان څانګې ( داعش) د افغانستان په شمال ختیځ ولایت کندز کې د کابل بانک د یوې څانګې مخ ته د سه شنبې د ورځې د ځانمرګي برید مسوولیت چې له امله یې لږ ترلږه پنځه تنه مړه شوي او اوه نور ټپیان شوي په غاړه اخیستی او ویلي دي چې دا برید یې د طالبانو د حکومت پرکارکوونکو باندې کړی دی.
د کندز په ولایت کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي چې د سه شنبې د ورځې په سهار ددغه ولایت په مرکز کې د کابل بانک مخ ته د خلکو د ګڼې ګوڼې پر مهال یو ځانمرګي بریدګر ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودونه ورکړې، چې له امله یې لږ ترلږه پنځه تنه مړه شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ سره د مبارزې چاراکو فبروري لسمه ( سلواغې ۲۲) د امنیت شورا یوې غونډې کې خبردرای ورکړ چې په افغانستان د اسلامي دولت یا داعش – خراسان څانګه نه یوازې د سیمې بلکې نړۍ ته لا هم یو "مهم" ګواښ دی.
په امریکا یوې غیر انتفاعي ټولنې (افغانایویک) چې په متحدو ایالتونو کې د افغان کډوالو په ځای په ځای کولو او مېشت کولو کې مرسته کوي، د امریکا د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او دفاع وزیرانو ته په یو استول شوي لیک کې ویلي دي، چې افغانان باید د بهرنیو مرستو د بندولو په فرمان کې دخېل نه وي او مستثنی وي.
ملګرو ملتونو اټکل کړی، چې د روان ۲۰۲۵ کال د مې د میاشتې پورې به په افغانستان کې پر سختې خوارځواکۍ د اخته څه باندې ۸۳۰ زرو ماشومانو په ګډون د پنځه کلنو څخه د کم عمر نږدې ۳.۵ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ پر ناروغۍ اخته شي.
نور پورته کول