د طالبانو د حکومت سترې محکمې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د تعزیري سزاګانو د حکمونو د پلي کیدو خبر ورکړی او ویلي دي چې د فبرورۍ د روانې میاشتې له پیل راهیسې یې تراوسه د ښځو په ګډون لږ تر لږه ۱۹ تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري او د مهاجرت نړیوال سارمان له پاکستان څخه د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د اېستلو د نوي پلان په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د ننګرهار په ګوشتې کې د نفرایټو د کان کیندنه روانه ده. دغه شنې قیمتي ډبرې د افغانستان د هغو کانونو برخه ده چې د طالبانو حکومت غواړي د مالي سرچینو په توګه ورڅخه ګټه ترلاسه کړي.
د طالبانو حکومت چین ته د بګرام د هوايي ډګر د سپارلو په اړه خپرو شویو راپورونو ته په غبرګون کې ویلي چې چین سره د دغه هوايي ډګر د سپارلو په برخه کې هیڅ کوم تعامل نلري او دا هوايي ډګر ددغې ډلې له خوا اداره کیږي.
د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر ( یوناما) ویلي چې په کابل کې د ملګرو ملتونو په یو دفتر کې د طالبانو د امنیتي ځواکونو د یو غړي په ډزو کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په افغانستان کې پر خلکو د روانې وچکالۍ او د اقلیم د بدلون د اغیزو په اړه یو ځل بیا اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې د وچکالۍ له امله ډیرو کورنیو خپلې مینې پريښي او بهرنیو هیوادونو په کډون یې نورو سیمو ته په ډله ییز ډول کډې کړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره ( اوچا) وايي چې په افغاسنتان کې لا هم ماینونه او ناچاودې توکي د افغانانو ژوند ګواښوي او هره میاشت په دغه هیواد کې تر ۵۵ پورې کسان د ماینونو او ناچاودو توکو په چاودونو کې مړه او یا ټپیان کیږي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت شنبه فبروري لومړۍ ( سلواغې ۱۳) د متحده ایالاتو هغه ادعا وغندله چې ویلي یې دي د افغانستان مرکزي بانک کنګل شوي شتمني یوه برخه ښایي بیرته د امریکا حکومت ته ورکړل شي او خبرداری یې ورکړی چې دا ډول عمل دې ډلې ته "نه منل کیدونکی" دی.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ شنبه فبروري لومړۍ ( سلواغې ۱۳) د ژمنې سره سم یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړ او د کاناډا، مکسیکو او چین په وارداتو یې د ګمرکي تعرفو لګول پیل کړل.
کابل سرینا، په افغانستان یوازینی عصري هوټل چې د تیرو څه باندې ۲۰ کالونو راهیسې یې په نړیواله کچه د میلمنه پالنې خدمات وړاندې کول،د روان میلادي کال د فبروري میاشتې په لومړۍ نیټه خپل فعالیت بندوي.
د متحده ایالاتو پایتخت واشنګټن ډي سي ته څېرمه د هغې مسافر وړونکې الوتکې او پوځي هلیکوپتر د پاتې شونو لټون دوام درلود چې د چهارشنبې په شپه یې په هوا کې ټکر وکړ او ۶۷ کسان پکې ووژل شول.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي له هغه راهیسې چې متحده ایالاتو خپلې بهرنۍ مرستې بندې کړي، په افغانستان کې شاوخوا ۳۰ نادولتي موسسو خپل فعالیتونه ځنډولي دي. طالبانو غوښتنه کړې ده چې بشري مرستې باید سیاسي نشي.
نور پورته کول