کابل سرینا، په افغانستان یوازینی عصري هوټل چې د تیرو څه باندې ۲۰ کالونو راهیسې یې په نړیواله کچه د میلمنه پالنې خدمات وړاندې کول،د روان میلادي کال د فبروري میاشتې په لومړۍ نیټه خپل فعالیت بندوي.
د متحده ایالاتو پایتخت واشنګټن ډي سي ته څېرمه د هغې مسافر وړونکې الوتکې او پوځي هلیکوپتر د پاتې شونو لټون دوام درلود چې د چهارشنبې په شپه یې په هوا کې ټکر وکړ او ۶۷ کسان پکې ووژل شول.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي له هغه راهیسې چې متحده ایالاتو خپلې بهرنۍ مرستې بندې کړي، په افغانستان کې شاوخوا ۳۰ نادولتي موسسو خپل فعالیتونه ځنډولي دي. طالبانو غوښتنه کړې ده چې بشري مرستې باید سیاسي نشي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک افغانستان کې اړمنو افغانانو باندې د امریکا د بهرنیو مرستو د ځنډیدو د اغیزو په اړه اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې ددغه هیواد سربیره په نورو ځایونو کې هم چې خلک د خوړو په برخه کې د خوړو نړیوال پروګرام په مرستو متکي دي ملګري ملتونه یې په اړه اندیښنمن دي.
له تاجیکستان څخه په تیره میاشت کې د لسګونو افغانان خپل هېواد ته له لیږل کېدو وروسته، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له دغه هېواد څخه غوښتي چې د افغان کډوالو شړل پای ته ورسوي.
د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د پاکستان په پوهنتونونو کې افغان نجونو او ښځو ته د پاکستان د حکومت له خوا د سکالرشیپونو د ورکړې سره ددغه حکومت په مشروط ډول د موافقې په تړاو خپاره شوي راپورونه رد کړي او ویلي دي چې په دې اړه هیڅ موافقه نه ده شوې.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو شنبه جنوري ۲۵ ( سلواغې شپږمه) خبرداری ورکړ که ثابته شي چې په افغانستان کې د طالبانو سره تر هغه څه چې له وړاندې ویل شوي، نور امریکایي اتباع بندیان وي ددې ډلې د مشرانو په سر به "ډیر غټ انعام"وټاکي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا یو شمیر کارپوهانود جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) د لوړپوړي څارنوال له خوا په افغانستان کې د طالبانو د لوړپوړو مشرانو هبت الله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني د نیولو د امر صادریدلو د بهیر د پیل اقدام یو خورا مهم قدم بللی او دا اقدام یې ستایلی دی.
د جنورۍ ۲۴ د پوهنې د نړیوالې ورځې سره هممهاله افغانستان کې د یوناما مشرې طالبانو له خوا د لومړنۍ دورې څخه پورته دورو کې نجونو او ښځو پر زده کړو لګیدلي بندیز دوام ته په کتنې ویلي چې واکمن چارواکي باید د زده کړې پر وړاندې دا بندیز سمدلاسه پای ته ورسوي او ټولو نجونو ته ښوونځیو ته د ستنیدو اجازه ورکړي.
د جرمونو د نړیوالې محکمې لوړپوړي څارنوال کریم خان وايي په افغانستان کې د ښځو او نجونو سره د پراخ تبعیض له امله د بشریت ضد جرمونو په تور یې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده او قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو د امر صادرېدو غوښتنه کړې ده.
د بریتانیا د بهرنیو چارو یو چارواکي د طالبانو له خوا پر افغان میرمنو او نجونو باندې د دغې ډلې د محدودیتونو په دوام باندې اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې د افغان میرمنو او نجونو له حقونو څخه دفاع یې د هیواد په اصلي لومړیتوبونو کې ځای لري.
د ناروې د کډوالو شورا افغانستان سره مخ په زیاتیدونکي ډول د نړیوالو بشري مرستو کمیدو ته په اشارې ویلي چې په دغه هیواد کې د طالبانو د واکمنۍ څخه د درې نیمو کلنو په تیریدو افغانان په نړۍ کې یو ترټولو خراب بشري بحران کې ګیر پاتې دي.
نور پورته کول