د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر ( یوناما) ویلي چې په کابل کې د ملګرو ملتونو په یو دفتر کې د طالبانو د امنیتي ځواکونو د یو غړي په ډزو کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په افغانستان کې پر خلکو د روانې وچکالۍ او د اقلیم د بدلون د اغیزو په اړه یو ځل بیا اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې د وچکالۍ له امله ډیرو کورنیو خپلې مینې پريښي او بهرنیو هیوادونو په کډون یې نورو سیمو ته په ډله ییز ډول کډې کړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره ( اوچا) وايي چې په افغاسنتان کې لا هم ماینونه او ناچاودې توکي د افغانانو ژوند ګواښوي او هره میاشت په دغه هیواد کې تر ۵۵ پورې کسان د ماینونو او ناچاودو توکو په چاودونو کې مړه او یا ټپیان کیږي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت شنبه فبروري لومړۍ ( سلواغې ۱۳) د متحده ایالاتو هغه ادعا وغندله چې ویلي یې دي د افغانستان مرکزي بانک کنګل شوي شتمني یوه برخه ښایي بیرته د امریکا حکومت ته ورکړل شي او خبرداری یې ورکړی چې دا ډول عمل دې ډلې ته "نه منل کیدونکی" دی.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ شنبه فبروري لومړۍ ( سلواغې ۱۳) د ژمنې سره سم یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړ او د کاناډا، مکسیکو او چین په وارداتو یې د ګمرکي تعرفو لګول پیل کړل.
کابل سرینا، په افغانستان یوازینی عصري هوټل چې د تیرو څه باندې ۲۰ کالونو راهیسې یې په نړیواله کچه د میلمنه پالنې خدمات وړاندې کول،د روان میلادي کال د فبروري میاشتې په لومړۍ نیټه خپل فعالیت بندوي.
د متحده ایالاتو پایتخت واشنګټن ډي سي ته څېرمه د هغې مسافر وړونکې الوتکې او پوځي هلیکوپتر د پاتې شونو لټون دوام درلود چې د چهارشنبې په شپه یې په هوا کې ټکر وکړ او ۶۷ کسان پکې ووژل شول.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي له هغه راهیسې چې متحده ایالاتو خپلې بهرنۍ مرستې بندې کړي، په افغانستان کې شاوخوا ۳۰ نادولتي موسسو خپل فعالیتونه ځنډولي دي. طالبانو غوښتنه کړې ده چې بشري مرستې باید سیاسي نشي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک افغانستان کې اړمنو افغانانو باندې د امریکا د بهرنیو مرستو د ځنډیدو د اغیزو په اړه اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې ددغه هیواد سربیره په نورو ځایونو کې هم چې خلک د خوړو په برخه کې د خوړو نړیوال پروګرام په مرستو متکي دي ملګري ملتونه یې په اړه اندیښنمن دي.
له تاجیکستان څخه په تیره میاشت کې د لسګونو افغانان خپل هېواد ته له لیږل کېدو وروسته، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له دغه هېواد څخه غوښتي چې د افغان کډوالو شړل پای ته ورسوي.
د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د پاکستان په پوهنتونونو کې افغان نجونو او ښځو ته د پاکستان د حکومت له خوا د سکالرشیپونو د ورکړې سره ددغه حکومت په مشروط ډول د موافقې په تړاو خپاره شوي راپورونه رد کړي او ویلي دي چې په دې اړه هیڅ موافقه نه ده شوې.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو شنبه جنوري ۲۵ ( سلواغې شپږمه) خبرداری ورکړ که ثابته شي چې په افغانستان کې د طالبانو سره تر هغه څه چې له وړاندې ویل شوي، نور امریکایي اتباع بندیان وي ددې ډلې د مشرانو په سر به "ډیر غټ انعام"وټاکي.
نور پورته کول