د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سه شنبې په ورځ فبروري ۱۸ (سلواغه۳۰) په ریاض کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره ولیدل او د دواړو هېوادونو د اړیکو په ښه والي او اوکراین د جګړې د ختمولو په اړه یې توافق وکړ.
نړیوال بانک دوشنبه فبروري ۱۷ (سلواغې ۲۹) پخپل تازه راپور کې ویلي چې د دوامدارو ستونزو، ناڅرګندې پالیسۍ، مالي انزوا، د بهرنیو مرستو کمیدو او د پاکستان سره نازکو سوداګریزو اړیکو له کبله ، د افغانستان اقتصادي وضعیت په بې ثباته حالت کې دی.
د طالبانو د حکومت د کډوالو اوستنیدونکو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د پاکستان د بلوچستان ایالت د کویټې ښار ته څیرمه د کچلاک په سیمه کې د افغان کډوالو په کورونو باندې د پولیسو برید او له خپلو کورنو د ښځو او ماشومانو په ګډون د یږ شمیر کډوالو په زور ایستل غندلي دي.
د ۱۷هیوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو د حقونو پر وړاندې د سرغړونو په دوام انتقاد کړی او ددغې ډلې تر واک لاندې دا هیواد يې په نړۍ کې د ښځو د حقونو د ځپلو په برخه یو ترټولو " ځپوونکو" هیوادونو په ډله کې شمیرلی دی.
نړیوال بانک ویلي چې افغانستان د خوړو د خوندیتوب د سخت بحران سره مخ دی او په دغه هیواد کې د خوړو د نه خوندیتوب سره د مخ ۱۲.۹ میلیونو افغانانو له ډلې ۲.۹ میلیونه یې د سختې لوږې د حالت په درشل کې ولاړ دي.
د افغان خبریالانو د ملاتړ یو شمیر بنسټونو د خپلو سرچینو د معلوماتو پراساس ویلي چې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په افغانستان کې د داخلي رسنیو چارواکو ته په شفاهي توګه د سیاسي خپرونو د بندیدو سپارښتنه کړی ده.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ماښام فبروري ۱۳ (سلواغه۲۵) په سپینې ماڼۍ کې د هند صدراعظم نریندرا مودي ته ښه راغلاست ووایه او هغه یې خپل «عالي ملګری» وباله.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ سهار کابل ښار په نهمه حوزه کې د کور او ښار جوړولو وزارت دروازې ته څیرمه په یو ځانمرګي برید کې لږ ترلږه د یوتن د وژل کیدو او درې نورو ټپي کیدو خبر ورکړی دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د چهارشنبې په ورځ فبروري ۱۲ (سلواغه۲۴) په یوې اعلامیې کې د افغانستان د کندز په ښار کې د داعش ځانمرګی برید په کلکه وغنده او تروریزم یې د «افغانستان او نړۍ سولې او امنیت ته جدي ګواښ» وباله.
د شفافیت نړیوال سازمان د ۲۰۲۴ کال د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې نړیوال شاخص په اړه یو راپور خپور کړی چې له مخې یې افغانستان د نړۍ د هېوادونو په کتار کې ۱۶۵ځای نیولی او د تیر کال په پرتله درې درجې ښکته شوی دی.
د اسلامي دولت د خراسان څانګې ( داعش) د افغانستان په شمال ختیځ ولایت کندز کې د کابل بانک د یوې څانګې مخ ته د سه شنبې د ورځې د ځانمرګي برید مسوولیت چې له امله یې لږ ترلږه پنځه تنه مړه شوي او اوه نور ټپیان شوي په غاړه اخیستی او ویلي دي چې دا برید یې د طالبانو د حکومت پرکارکوونکو باندې کړی دی.
د کندز په ولایت کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي چې د سه شنبې د ورځې په سهار ددغه ولایت په مرکز کې د کابل بانک مخ ته د خلکو د ګڼې ګوڼې پر مهال یو ځانمرګي بریدګر ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودونه ورکړې، چې له امله یې لږ ترلږه پنځه تنه مړه شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
نور پورته کول