د ناروې د کډوالو شورا افغانستان سره مخ په زیاتیدونکي ډول د نړیوالو بشري مرستو کمیدو ته په اشارې ویلي چې په دغه هیواد کې د طالبانو د واکمنۍ څخه د درې نیمو کلنو په تیریدو افغانان په نړۍ کې یو ترټولو خراب بشري بحران کې ګیر پاتې دي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د امریکا د متحده ایالاتو له یو زندان څخه د خان محمد په نوم د یو افغان بندي د خوشې کییدو او افغانستان ته د انتقال خبر ورکړی او ویلي دي د قطر په همکارۍ ددغه خوشې شوي افغان په بدل کې یې امریکايي بندیان خوشې کړي دي.
په څه باندې یوه پیړۍ کې په لومړي ځل د امریکا یو ولسمشر له څلور کلنې وقفې وروسته بیا واک ته رسیږي. د ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسم په پایتخت واشنګټن ډي سي کې ترسره کیږي.
رینا امیري وايي، افغانستان کې د بشري حقونو څخه د سرغړونو پر وړاندې حساب ورکولو ته د طالبانو حاضرولواو ددغې ډلې قانع کولولپاره چې د ښځو او نجونو پر خلاف خپل ټول هغه فرمانونو لغوه کړي چې له مخې یې هغوی د تعلیم او کار په ګډون له خپلو اساسۍ حقونو محرومې شوې لا هم نورو اقداماتو ته اړتیا ده.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شیر محمد عباس ستانکزي په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز ته یو ځل بیا تُندغبرګون ښودلې او ویلي دي چې د زده کړو د بندیز پریکړه د "اسلامي شریعت" پر اساس نه ده بلکې د طالبانو د "طبیعت" پر اساس پریکړه ده.
د اروپايي ټولنې دفتر وایي چې دغې ټولنې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ سره د افغان کډوالو د خیر ښیګڼې چارو ته د مرستو د برابرولو لپاره د ۳۶ میلیونو یورو د مرستې یو هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.
د بشري حقونو د څار سازمان په یو تازه راپور کې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه ویلي چې پر ښځو، نجونو، خبریالانو او نورو قومي او مذهبي ډلو باندې د طالبانو د فشارونو د زیاتیدو له امله په تیر ۲۰۲۴ کال کې په دغه هیواد کې بشري وضعیت لا خراب شوی دی.
ملګرو ملتونوپه کابل کې د طالبانو د حکومت د یو شمیر وزارتونو او ددغې ټولنې د یو شمیر ادارو ترمنځ د همغږۍ د لوړې کچې څلورمې ناستې کې په شویو بحثونو باندې خوښيي ښودلې او په ناسته کې کډونوالو ترمنځ په څرګنده د لاس ته راوړنو، ګواښونو او فرصتونو په اړه د نظریاتو د وړاندې کولو ستاینه کړې ده.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د چارشنبې په ورځ جنورۍ ۱۵مه (مرغومي ۲۶) د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند او د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون د هوکړې خبر ورکړ.
د اسرائیل او حماس ترمنځ د قطر په منځګړیتوب د مذاکراتو په اړه باخبره سرچینو د جنورۍ ۱۵مه (مرغومي ۲۶مه) وویل چې دواړو خواو په غزه کې په اوربند او د اسرائیلي یرغمل شویو او فلسطیني بندیانو د تبادلې پر سره موافقه وکړه.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن په افغانستان کې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږدې جګړې پای ته رسول د خپل حکومت یوه مهمه لاسته راوړنه یاده کړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو څخه وروسته د امریکا حکومت خپل پام د چین او روسیې په ګډون اړینو ستونزو ته واړاوه.
د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کزري د پاکستان پایتخت اسلام اباد کې د دغه هیواد په کوربتوب په "اسلامي ټولنو کې د نجونو تعلیم" په اړه د دوه ورځنی کنفرانس د پای د اعلامیې هرکلی کړی او د طالبانو پر حکومت یې غږ کړی چې د نجونو د ښوونځیو د تړلو له امله دې خلک وطن پریښودو ته نه مجبوروي.
نور پورته کول