د اروپايي ټولنې دفتر وایي چې دغې ټولنې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ سره د افغان کډوالو د خیر ښیګڼې چارو ته د مرستو د برابرولو لپاره د ۳۶ میلیونو یورو د مرستې یو هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.
د بشري حقونو د څار سازمان په یو تازه راپور کې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه ویلي چې پر ښځو، نجونو، خبریالانو او نورو قومي او مذهبي ډلو باندې د طالبانو د فشارونو د زیاتیدو له امله په تیر ۲۰۲۴ کال کې په دغه هیواد کې بشري وضعیت لا خراب شوی دی.
ملګرو ملتونوپه کابل کې د طالبانو د حکومت د یو شمیر وزارتونو او ددغې ټولنې د یو شمیر ادارو ترمنځ د همغږۍ د لوړې کچې څلورمې ناستې کې په شویو بحثونو باندې خوښيي ښودلې او په ناسته کې کډونوالو ترمنځ په څرګنده د لاس ته راوړنو، ګواښونو او فرصتونو په اړه د نظریاتو د وړاندې کولو ستاینه کړې ده.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د چارشنبې په ورځ جنورۍ ۱۵مه (مرغومي ۲۶) د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند او د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون د هوکړې خبر ورکړ.
د اسرائیل او حماس ترمنځ د قطر په منځګړیتوب د مذاکراتو په اړه باخبره سرچینو د جنورۍ ۱۵مه (مرغومي ۲۶مه) وویل چې دواړو خواو په غزه کې په اوربند او د اسرائیلي یرغمل شویو او فلسطیني بندیانو د تبادلې پر سره موافقه وکړه.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن په افغانستان کې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږدې جګړې پای ته رسول د خپل حکومت یوه مهمه لاسته راوړنه یاده کړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو څخه وروسته د امریکا حکومت خپل پام د چین او روسیې په ګډون اړینو ستونزو ته واړاوه.
د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کزري د پاکستان پایتخت اسلام اباد کې د دغه هیواد په کوربتوب په "اسلامي ټولنو کې د نجونو تعلیم" په اړه د دوه ورځنی کنفرانس د پای د اعلامیې هرکلی کړی او د طالبانو پر حکومت یې غږ کړی چې د نجونو د ښوونځیو د تړلو له امله دې خلک وطن پریښودو ته نه مجبوروي.
په «اسلامي ټولنو کې د نجونو تعلیم» په اړه په پاکستان کې دوه ورځنی اسلامي کنفرانس، چې د ۴۴ هېوادونو استازو او ۱۵۰ دیني عالمانو، مفتیانو، امامانو او نورو ګډونوالو برخه اخیستې وه، د نجونو د زده کړو د فرضیت او ارزښت په ټېنګار پای ته ورسېده.
د سولې د نوبل جایزې ګټونکې او د نجونو د حقونو فعالې ملالې یوسفزۍ له مسلمانو مشرانو څخه وغوښتل چې د طالبانو حکومت ته مشروعیت ورنه کړي او طالبانو له لوري د افغان ښځو د حقونو د سرغړونې له کبله باید خپل «رښتینی رهبریت څرګند» کړي.
پاکستاني چارواکي وايي چې د افغانستان طالبانو ته په اسلامي ټولنو کې د نجونو د زده کړو په اړه په نړیواله غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې خو دوی په کې ګډون نه دی کړی.
د طالبانو د حکومت چارواکو د امریکا د متحده ایالاتو او د طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه خپاره شوي راپورونه تائید کړي دي، خو ویلي دي چې دا خبرې تراوسه کومې پایلې ته نه دي رسیدلي.
د کالیفورنیا ایالت په لاس انجلس کې په پراخه اورلګېدنه کې د مړو شمېر ۱۰ ته رسېدلی او په سیمه کې د نظم ساتلو لپاره ددغه ایالت د ملي ګارډ ځواکونه ګومارل شوي دي.
نور پورته کول