د طالبانو د حکومت چارواکو د امریکا د متحده ایالاتو او د طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه خپاره شوي راپورونه تائید کړي دي، خو ویلي دي چې دا خبرې تراوسه کومې پایلې ته نه دي رسیدلي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د شنبې په ورځ جنورۍ ۱۱ (مرغومې ۲۲) تلو نیوز ته ویلي چې په دې اړه تراوسه څو ځلې خبرې شوي دي.
هغه ویلي: "د امریکایانو سره د بندیانو د تبادلې په اړه وخت پر وخت خبرې اترې شوي، خو تراوسه کومې پایلې ته نه دي رسیدلي، زمونږ غوښتنه بې ګناه وګړي امریکایانو په ناقانونه توګه د محاکمې پرته په زندانونو کې ساتلي دي چې د هغوی د ازادولو لپاره اسلامي امارت [طالبانو حکومت] خپلې هڅې کوي".
امریکايي رسنۍ د والسټریټ ژورنال د جنورۍ د میاشتې په لومړۍ اونۍ کې د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا له قوله په یو راپور کې ویلي چې د ګوانتنامو په زندان کې د یو افغان بندي محمد رحیم الافغاني د خوشې کیدو په بدل کې د دریو امریکايي وګړو د خوشې کولو په سر د امریکا د متحده ایالاتو او د طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي.
والسټریټ ژورنال ویلي چې دغه شورا د شپې او ورځې کار کوي چې په افغانستان کې له طالبانو سره بندي امریکایي اتباع خوشې او خپلو کورنیو ته یې راستانه کړي.
امریکایي چاروکي وایي چې دا مهال درې امریکايي وګړي جورج ګلیمن، راین کوربټ او محمود شاه حبیبي په ناقانونه توګه د طالبانو په توقیف کې دی.
والسټریټ ژورنال ویلي چې طالبانو سره د ۲۰۲۴ کال د جولاۍ د میاشتې راهیسې له یو امریکایي وګړي سره په ګوانتنامو کې بندي د القاعدې ډلې د پخواني مشر اسامه بن لادن د همکار تبادله شامله ده چې پرې خبرې روانې دي.
په راپور کې ویل شوي چې د نومبر په ۱۴ نېټه د بايدن حکومت طالبانو ته ویلي دي، که هغوی دا درې نیول شوي امریکایي اتباع پرېږدي، امریکا به هم رحیم الافغاني خوشې کړي.
د امریکا حکومت وايي چې رحیم الافغاني د القاعده ډلې یو همکار و، چې اوس په ګوانتنامو کې بندي دی. د امریکا متحدو ایالتونو د سنا د استخباراتو کمېټې راپور ورکړی و، چې رحیم "د القاعده یو تسهیل کوونکی" و، چې په ۲۰۰۷ کال کې په پاکستان کې ونیول شو او یوه میاشت وروسته د امریکا استخباراتيادارې ته وسپارل شو.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند د بندیانو د تبادلې په اړه راپور تائید نه کړ، خو امریکا غږ ته یې وویل: "په بهر کې د امریکایانو خوندیتوب او امنیت د بایډن او هرېس د حکومت یو لومړیتوب دی او موږ شپه او ورځ کار کوو چې جورج، راین او محمود خوندي راستانه کړو."
نوموړي وویل د امریکا حکومت په تېرو څلورو کلونو کې ۷۵ امریکایي اتباع چې "په ناقانونه توګه په افغانستان، برما، غزې، هایتي، ایران، روسیې، راواند، ونزویلا" او نورو هېوادونو کې نیول شوي وو، خپل هېواد ته راستانه کړي دي.
دغه ویاند وویل چې واشګټن په بهر کې د توقیف شویو امریکانو د خلاصون لپاره "له خپلو شریکانو او مهمو ایتلافیانو سره ګډ کار" کوي.
د دې قضیې په اړه یوې خبرې امریکايي سرچېنې ویلي چې طالبان دا نه مني چې محمود حبیبي له دوی سره بندي دی. محمود حبیبي په کابل کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته نیول شوی.
د هغه ورور احمد شاه حبیبي امریکا غږ ته ویلي وو چې طالبانو یې ورور نیولی او په ناحقه یې بندي کړی دی. امریکايي چارواکي نه وايي چې طالبانو ولې دا درې امریکايی اتباع نیولي دي.
دوی په ۲۰۲۲ کال کې په جلا جلا ډول نیول شوي دي. د رحیم الافغاني وکیل، جیمز کونیل ویلي چې نه امریکایي چاروکو او نه هم طالبانو ورته د دغو خبرو په اړه څه ویلي دي.
فورم \ دبحث خونه