د لاس رسي وړ اتصالات

میلر: په افغانستان کې د بندي امریکایانو د روغتیا په اړه ډېر اندېښمن یو


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اګست اتمه (زمری۱۸) وویل چې په افغانستان کې لا هم له طالبانو سره درې امریکايان بندیان دي. په دوی کې یې یو افغان-امریکايی دی.

د وزارت ویاند متیو میلر په یو خبري کنفرانس کې وویل: «دوه کاله کېږي چې هغوی له خپلو کورنیو څخه جلا کړل شوي‌. موږ د هغو امریکانو د روغتیا په اړه ډېره اندېښنه لرو چې په ناحقه په افغانستان کې نیول شوي دي.»

میلر زیاته کړه چې امریکايي مقامات له طالبانو سره په هر مجلس کې د جورج ګلیمن، محمود حبیبي او ریان کوربت د خلاصون په اړه غږېدلي دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې ‌ډېر معلومات ور نه کړل چې طالبانو ولې دا درې امریکایان نیولي دي، خو امریکایي چارواکو تر دې مخکې هم ویلي وو چې ریان کوربت او یو بل امریکايي وګړی د طالبانو سره بندي دی، مګر د محمود حبیبي په اړه یې ډېر معلومات ورکړي نه وو.

محمود حبیبي په مخکني حکومت کې د افغانستان د ملکي هوايي چلند د ادارې رئیس و او په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو پرمهال یې په یو خصوصي شرکت کې کار کوه.

د رپوټونو له مخې محمود شاه حبیبي د امریکا د پوځ له خوا د ۲۰۲۲ کال د اګست په دویمه کابل کې په یو برید کې د ایمن الظواري له وژل کېدو یوه اوونۍ وروسته د کابل ښار د شېرپور په سیمه کې ونیول شو.

د محمودشاه حبیبي پلار د ۲۰۲۳ کال د اګست په میاشت کې په یو لیک کې د طالبانو له مشرغوښتي وو چې زوی یې خوشې کړي.

په دغه لیک کې چې په ټولنیزو رسنیو کې هم خپورشوی د حبیبي د پلار له قوله راغلي چې زوی یې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په یوه خصوصي شرکت کې چې د فضايي رادار د کنترول مسوولیت یې درلوده کار کاوه.

په لیک کې ویل شوي چې طالبان د محمودشاه له نیولو وروسته د هغه کور ته ورننوتي او د هغه الکټرونیکي وسایل یې هم ضبط کړي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند مشر ذبیح الله مجاهد د جولاۍ په درېیمه کابل کې یو خبري کنفرانس ته وویل چې اوس مهال په افغانستان کې دوه امریکايي وګړي د طالبانو سره بندیان دي. مجاهد وویل چې په دوحه کې یې د یو امریکايي پلاوي سره ددغو بندیانو د خوشې کیدو په شرایطو خبري کړي چې دا خبرې به د دپلوماتیکو چینلونو له لارې تعقیب شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر وویل خپلو کورنیو ته د دغو امریکایانو بېرته ستنول «د متحدو ایالتونو لومړیتوب» دی.

هغه وویل چې د امریکا حکومت په دې وروستیو دریو کلونو کې ۵۰ امریکایان چې په ناحقه په نورو هېوادوو کې بندیان وو، خوشې کړي او خپلو کورنیو ته ستانه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېرکال د ډسمبر په میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې طالبانو دوه امریکایي اتباع د ښه نیت په اساس خوشې کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG