د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د محمودشاه حبیبي د نیولو په اړه ناخبري څرګنده کړه 


محمودشاه حبیبي
محمودشاه حبیبي

طالبانو د افغانستان د ملکي هوایي چلند د خپلواکې ادارې د پخواني مشر محمود شاه حبیبي په اړه بې خبري ښودلې، چې د ورور په وینا یې څو اونۍ وړاندې د طالبانو له خوا نیول شوی دی.

د افغانستان د پخواني حکومت د دغه چارواکي ورور احمدشاه حبیبي چې د لومړي ځل لپاره یې د امریکا غږ سره د خپل ورور د نیول کیدو په اړه خبرې کړي دي، وویل چې محمود شاه حبیبي د اګست په لسمه د طالبانو لخوا پرته له دې چې کوم جرم یې ترسره کړی وي، ونیول شو او تر اوسه د هغه په اړه هیڅ معلومات نشته.

د افغانستان د پخواني حکومت د دغه پخواني چارواکي په اړه د امریکا غږ د راپور له خپرېدو څو ساعته وروسته، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه لنډ غږیز پیغام کې د محمود شاه حبیبی د لادرکه کېدو په تړاو د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې ناخبري څرګنده کړه او ویې ويل چې امنيتي ارګانونو ته يې د څېړنو امر کړى دى.

خو بیا هم احمدشاه حبیبي امریکا غږ ته وویل، چې هغه کسان چې د کابل ښار په شش درک کې د ده د ورور د کور دروازې ته راغلي وو ځانونه یې د "اسلامي امارت مجاهدین" معرفي کړي دي.

شش درک چې د کابل په مرکز او د افغانستان د دفاع وزارت، ولسمشرۍ ماڼۍ او یو شمېر نورو مهمو دولتي ادارو ته څېرمه موقعیت لري، یو له هغو سیمو څخه دی چې تل په کې سخت امنیتي تدابیر نیول کیږي.

احمدشاه دا هم وويل، چې په تېرو څو اوونيو کې څو ځلې د طالبانو دفترونو ته تللی دی، خو تر اوسه يې د هغه درک نه دى موندلى. هغه زیاته کړه چې طالب چارواکو د ښاغلي حبیبي د ساتلو د ځای او د هغه د نیول کېدو د علت په اړه د هر ډول معلوماتو له ورکولو ډډه کړې ده.

محمود شاه حبیبي له دریو کلونو راهیسې په یو خصوصي شرکت کې کار کاوه. د دغه پخواني افغان چارواکي ورور ویلي، چې طالبان په پوځي یونیفورم کې د دغه پخواني افغان چارواکي دفتر ته ورغلي او د هغه یو شمېر همکاران یې له ځانه سره وړي دي.

محمود شاه حبیبي چې د امریکا تابعیت هم لري، د ۲۰۱۷ کال له جون څخه تر ۲۰۱۹ میلادي کال پورې د افغانستان د هوايي چلند د خپلواکې ادارې د مشر او د ۲۰۱۳ کال له اکتوبر څخه د ۲۰۱۷ د جون تر میاشتې پورې د دې ادارې د عملیاتي مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده.

د افغانستان د پخواني حکومت د دغه چارواکي ورور ویلي، چې د طالبانو له خوا د حبیبي د نیول کېدو په اړه یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته خبر ورکړی دی. هغه وویل چې امریکايي چارواکو ورسره ژمنه کړې چې په دې برخه کې به کار وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند د دې موضوع په اړه د امریکا غږ د پوښتنې په ځواب کې یو ایمیل استولی او ویلي یې دي چې: "موږ وضعیت څارو".

د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې: موږ یو ځل بیا ټینګار کوو چې د امریکا اتباع باید د کورنۍ ناامنۍ، وسله والو جګړو، جرمونو، تروریزم او انسان تښتونې د پيښو د امکان له امله افغانستان ته سفر ونه کړي.»

د طالبانو حکومت دمخه هم د افغانستان د پخواني حکومت یو شمېر فعالان او چارواکي نیولي وو او په دې اړه یې بې خبري ښودلې وه، خو د نړیوالو له پراخو نیوکو او شورماشور څه موده وروسته دغه فعالان د طالبانو له بنده خوشې شول.

پروانه ابراهیم خېل او تمنا زریاب پریانۍ، دوه ښځینه فعالانې او د هغوی یو شمېر خپلوان د روان کال د جنورۍ په ۱۹ مه ورک شول. په لومړي سر کې طالبانو د دوی نیول کېدل رد کړل، خو څو اونۍ وروسته دغه فعالې ښځې د طالبانو له بنده خوشې شوې.

طالبانو تل ټینګار کړی چې د تېر کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته د دغې ډلې مشر عمومي عفوه اعلان کړې او دوی یې هم تعقیبوي. خو ددې سره سره د بشري حقونو سازمانونو د طالبانو له خوا د افغانستان د پخواني حکومت د پخوانیو چارواکو د توقیف، شکنجې، تهدید، ډارونې او حتی د وژلو راپورونه خپاره کړي دي.

د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو سازمانونو ویلي چې طالبانو د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته د پخواني افغان حکومت تر سلو ډېر امنیتي ځواکونه او هغه کسان وژلي چې له نړیوالو ځواکونو سره یې کار کاوه.

XS
SM
MD
LG