پیلوټان، د هوايي چلند اجرائیوي رئیسان او وکیلان وایي، پداسې حال کې چې زیات شمیر الوتکو د نړیوالو پروازونو په ترڅ کې د افغانستان له فضا څخه تیریدو ته مخه کړې، هوايي شرکتونه افغان مقاماتو ته د تادیاتو لپاره د دریمې شبکې څخه کار اخلي چې پدې توګه قانوني لانجې او د پیسو مینځلو خطر رامنځته کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، چې د تیر ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د ډسمبر تر میاشتې په افغانستان کې د ۳.۴ میلیونو کسانو په ګډون چې درې ډوړله بشري مرستې یې ترلاسه کړي په مجموعي ډول ۲۰.۴ میلیونو کسانو په دغه موده کې لږ تر لږه یو ډول بشري مرستې ترلاسه کړي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د طالبانو له خوا د تعلیم د برخې د یو فعال وزیر خان د نیولو خبر ورکړی او ددغې ډلې څخه یې ژر ترژره د هغه د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.
د کابل د ۲۰۲۱ کال کې د هوايي ډګر مخې ته د داعش د ځانمرګي برید یو عامل د چهارشنبې په ورځ مارچ پنځمه (کب۱۵) د متحدو ایالتونو د ویرجینیا د الګساندریه په ښار کې محکمې ته وړاندې کړل شو.
د بریتانیا صدراعظم کییر سټارمر د چهارشنبې په ورځ مارچ پنځمه (کب۱۵) د خپلو هغو سرتېرو سرښندنې او مېړانه وستایله، چې د ایتلافي ځواکونو سره یو ځای په افغانستان او عراق کې جنګېدلي او یا وژل شوي دي.
د طالبانو یو مقام وایي، د چهارشنبې په ورځ مارچ پنځمه (کب ۱۵) د پاکستان له خوا په ډزو درې افغان خبریالان په داسې حال کې ټپیان شول چې د تورخم دروازې د تړل کېدو په اړه یې راپور ورکاوه.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې په افغانستان کې ښځو او نجونو باندې د طالبانو د محدودیتونو پر دوام نیوکه کړې او ویلي دي چې ددغې ډلې دا اقدامات به بې پایلو پاتې نشي.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د کانګرس غړیو ته په وینا کې د هغه شخص نیول کیدل اعلان کړل چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې یې د کابل په هوایي ډګر کې په امریکایي ځواکونو ځانمرګی برید طرح کړی و.
ملګري ملتونو ویلي چې ټاکل شوې په افغانستان کې د دغې ټولنې د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اوتنبیوا به د بلې اونۍ په سر کې د افغانستان په تړاو د امنیت شورا ته خپل راپور وړاندې کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا عالي کمیشنر ولکر ترک دغې شورا ۵۸ غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو سره د طالبانو توپیري چلند په نړۍ کې بې ساری ګڼلی او ویلي دي چې دا هیواد یوازینی هیواد دی چې په کې د ښځو او نجونو پر وړاندې توپیري چلند د حاکمې ادارې [طالبانو] په ملاتړ ترسره کیږي.
د پاکستان په راولپنډۍ او اسلام آباد کې د افغان کډوالو د نيولو د بهيرپه ترڅ کې ډېری ماشومان له تعليم څخه بې برخې پاته شوي دي.
د ننګرهارپه ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د یکشنبې په شپه د تورخم په سرحدي سیمه کې د پاکستاني سرحدي ځواکونو سره د طالبانو د وسله والو د نښتې خبر ورکړی او ویلي دي، چې په دغه سیمه کې نن سهار هم په وقفوي ډول د ډزو غږونه اوریدل کیدل.
نور پورته کول