د لاس رسي وړ اتصالات

 
طالبان: افغانستان کې ۱۸ میلیونه فعال سیم کارتونه بیا ثبت شوي دي

طالبان: افغانستان کې ۱۸ میلیونه فعال سیم کارتونه بیا ثبت شوي دي


طالبانو د حکومت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویلي چې دغه ۱۸ میلیونه فعال سیم کارتونه ددغه وزارت له خوا د یوې ځانګړې کړنلارې له مخې ثبت شوي دي.
طالبانو د حکومت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویلي چې دغه ۱۸ میلیونه فعال سیم کارتونه ددغه وزارت له خوا د یوې ځانګړې کړنلارې له مخې ثبت شوي دي.

د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي چې اوس مهال په افغانستان کې د ګرځنده تیلیفونونو نږدې ۲۶ میلیونه سیم کارتونه فعال دي چې ددغو فعالو سیم کارتونو له ډلې دغه وزارت تر اوسه ۱۸ میلیونه سیمکارتونه بیا ثبت کړي دي.

ددغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزي د شنبې په ورځ مارچ ۱۵ (کب ۲۵) د ایکس پر خپله پاڼه لیکلي چې افغانستان باندې د طالبانو د بیا والکمنیدو راهیسې د ګرځنده تیلیفونونو د سیم کارتونو د ثبت بهیر ددغه وزارت له خوا د یوې هراړخیزې کړنلارې پراساس پیل شوی چې لا هم په ټول هیواد کې دوام لري.

هغه ویلي: "یو څه چې د یادولو وړ دي هغه د سیمکارټونو د ثبت او راجسټر کولو پروسې لپاره سیستم جوړول وو چې دا سیستم هم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت انجنیر صاحبانو او متخصصو کادرونو په توسط جوړ شوی چې عملاً ترې ګټه اخیستل کېږي چې دا په ټکنالوژۍ کې د وزارت د مسلکي کادرونو لوړ ظرفیت ښيي".

عنایت الله الکوزي ویلي چې اوس مهال په ټول افغانستان کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت تر څارنې لاندې د سیم کارتونو د بیا ثبت او راجسټرولو بهیر دوام لري.

د طالبانو د حکومت کابینې د ۱۴۰۰ کال د سلواغې په میاشت کې په افغانستان کې د سیم کارتونو د بیا ثبتولو د بهیر د پیلولو پریکړه کړې وه، خو ددغه حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په افغانستان کې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په پیل کې د سیم کارتونو د بیا ثبت بهیر د کابل په ګډون ټولو ولایتونو کې پیل کړی چې لا هم دوام لري.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال په افغانستان کې د ټولو فعالو سیم کارتونو له ډلې ۱۰میلیونه سیم کارتونه د مکالمو د خدمتونو او ۱۳میلیونه نور د انټرنېټي خدمتونو لپاره کارول کیږي.

اوس مهال افغانستان کې پنځه شرکتونه خلکو ته د ګرځنده تیلیفونونو له لارې مخابراتي خدمتونه وړاندې کولو په برخه کې فعالیت کوي.

د طالبانو حکومت له خوا د ګرځنده تیلیفونونو د سیم کارتونو د بیا ثبت او راجسټر یو هدف د طالبانو د مخالفو وسله والو او د جنايي ډلو له خوا په تروریستي او جنايي فعالیتونو کې د ګرځنډه تیلیفونو کارونې مخنیوی ښودل شوی دی.

په افغانستان کې د نا ثبت شویو او غیر رجسټر سیم کارتونو ستونزه د پخواني جمهوري رژیم پر مهال هم موجوده وه او غیر رجسټر شوي سیم کارتونه په بازار کې په ازاد ډول پلورل کیدل، چې اوس ددغسې سیم کارتونو د پلورلو لړۍ تر ډیره محدوده شوې ده.

د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سیم کارتونو د بیا ثبت په بهیر کې د پرمختګ خبر په داسې حال کې ورکړی، چې د ګرځنده تیلیفونونو یو شمیر کاروونکي وايي چې په افغانستان کې د سیمې او ګاونډیو هیوادونو پرتله د مخابراتي خدمتونو بیې لوړې او کیفیت یې هم ټیټ دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG