د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: افغانستان کې ۱۳.۹ میلیونه فعال سیم کارتونه بیا ثبت شوي دي


د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي چې افغانستان کې ټول ۲۵ میلیونه سیم کارټونه فعال دي چې له ډلې یې ۱۳.۹ میلیونه سیمکارټونه بیرته ثبت او راجسټر شوي دي.
د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي چې افغانستان کې ټول ۲۵ میلیونه سیم کارټونه فعال دي چې له ډلې یې ۱۳.۹ میلیونه سیمکارټونه بیرته ثبت او راجسټر شوي دي.

د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې د ګرځنده تیلیفونونو تر ۲۵ میلیونو سیم کارتونه فعال دي چې ددغو فعالو سیم کارتونو له ډلې دغه وزارت ۱۳.۹ میلیونه سیمکارتونه بیا ثبت کړي دي.

ددغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزي د دوشنبې د ورځې ناوخته اکتوبر ۱۴( تلې ۲۳مه) د ایکس په پاڼه کې لیکلي چې په تیرو دریو میاشتو کې دغه وزارت د اترا د ادارې د کړنلارې له مخې ۱.۶ میلیونه سیم کارتونه بیا ثبت کړي دي.

هغه ویلي: " افغانستان کې ټولټال ۲۵ میلیونه فعال سیم کارټونه شتون لري چې له ډلې یې له نیمايي ډېر او کابو ۱۳ اعشاریه ۹ میلیونه سیم کارټونه د طرزالعمل مطابق ثبت او راجسټر شوي او دا لړۍ لا هم په بریالي ډول مخ پروړاندې روانه ده".

د طالبانو د حکومت کابینې د ۱۴۰۰ کال د سلواغې په میاشت کې په افغانستان کې د سیم کارتونو د بیا ثبتولود بهیرد پیلولو پریکړه کړې وه، خو ددغه حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په افغانستان کې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په پیل کې د سیم کارتونو د بیا ثبت بهیر په کابل او ټولو ولایتونو کې په جدي ډول پیل کړی چې لا هم دوام لري.

عنایت الله الکوزي د روان ۲۰۲۴ کال د جولای اووم ( چنګاښ ۱۷) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي وو چې په کابل کې د سیم کارتونو د ثبت بهیر ۶۰ فیصده بشپړه شوې او پاتې ۴۰فیصده به هم په لنډو څو میاشتو کې بشپړه شي.

همداشان هغه ویلي وو چې ټولو مخابراتي شرکتونو ته د میاشتې د ۲۵۰زرو سیم کارټونو د ثبت او راجسټر هدایت شوی چې د همدې میکانیزم په بشپړولو سره کولای شي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د اترا ادارې څخه نوي سیم کارټونه تر لاسه کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال په افغانستان کې د ټولو فعالو سیم کارتونو له ډلې ۱۰میلیونه سیم کارتونه د مکالمو د خدمتونو او ۱۳میلیونه نور د انټرنېټي خدمتونو لپاره کارول کیږي.

اوس مهال افغانستان کې پنځه شرکتونه خلکو ته د ګرځنده تیلیفونونو له لارې مخابراتي خدمتونه وړاندې کولو په برخه کې فعالیت کوي.

عنایت الله الکوزي ویلي چې غیر قانوني سیم کارټونه افغانستان کې یو وخت یوه پېچلې مسله وه او د خلکو لپاره یو ستر سرخوږی وو، چې واک ته د طالبانو د بیارسیدلو وروسته د خلکوهم له طالبانو غوښتل چې په افغانستان کې دې د غیر قانوني سیم کارټونو مخه ونیسي.

هغه وویل چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وتوانېده چې افغانستان کې غیر قانوني سیم کارټونه په عاجل او د یوه پرمختللي سیسټم په مټ چې یاد سیسټم هم د مخابراتو وزارت د مسلکي انجنیرانو له خوا جوړ شوی، مدیریت کړي او د خلکو خصوصي حریم هم خوندي کړي.

د طالبانو حکومت له خوا د ګرځنده تیلیفونونو د سیم کارتونو د بیا ثبت او راجسټر یو هدف د طالبانو د مخالفو وسله والو او د جنايي ډلو له خوا په تروریستي او جنايي فعالیتونو کې د ګرځنډه تیلیفونو ک کارونې مخنیوی ښودل شوی دی.

په افغانستان کې د نا ثبت شویو او غیر رجسټر سیم کارتونو ستونزه د پخواني جمهوري رژیم پر مهال هم موجوده وه او غیر رجسټر شوي سیم کارتونه په بازارونو کې په ازاد ډول پلورل کیدل، چې اوس ددغسې سیم کارتونو د پلورلو لړۍ تر ډیره محدوده شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG