د نړۍ د اوو سترو اقتصاد لرونکو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له روسیې غوښتي چې په اوکراین کې د جګړې پای ته رسیدو لپاره د متحده ایالاتو لخوا د اوربند وړاندیز شوې طرحه ومني او کنه د اضافي بندیزونو امکان سره به مخ شي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ مارچ ۱۳ (کب۲۳) وویل چې ولسمشر ولادیمیرپوتین د اوکراین د احتمالي اوربند په اړه «ډېرې هیله بخښونکې څرګندونې کړې» خو په خبره یې «بشپړې نه» دي.
د اوو مخکښو صنعتي هېوادونو (جي۷) د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې چې په کاناډا کې جوړه شوې، د روسیې او اوکراین جګړه د خبرو د اجنډا په سر کې ده.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ مارچ ۱۲ (کب۲۲) هیله څرګنده کړه امریکایي مذاکره کوونکي، چې مسکو ته ځي، د اوکراین د جګړې ختمېدو لپاره د روسیې هوکړه ترلاسه کړي.
د اوو مخکښو صنعتي هیوادونو (جي۷) د بهرنیو چارو وزیران د کاناډا په کیوبیک کې د څو ورځو خبرو اترو لپاره راټولیږي او د روسیې د درې کلن یرغل په وړاندې د اوکراین د ملاتړ په اړه غونډې هم پکې شاملې دي.
د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ حکومت ویلي چې په سمدستي توګه د اوکراین سره د استخباراتي معلوماتو شریکول او د دې هیواد سره امنیتي مرستې بیرته پيلوي.
د متحده ایالاتو او اوکراین چارواکو نن د سعودي عربستان په جده کې مذاکرات پیل کړل او ټاکل شوې چې په دې خبرو کې د اوکراین لوری د روسیې سره د اوربند یو پلان وړاندې کړي.
ټاکل شوې چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له اوکرایني چارواکو سره د خبرو لپاره د دوشنبې په ورځ مارچ لسمه (کب۲۰) د سعودي عربستان د جدي ښار ته ورسېږي، ولسمشر ټرمپ د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې په ختمولو ټېنګار کوي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو نن دوشنبه مارچ لسمه (کب۲۰) وویل چې د امریکا د نړیوالو پراختیایي چارو د ادارې (یوسایډ) ۸۳ سلنه پروګرامونه یې لغوه کړي دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وايي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اوتنبایوا، به نن دوشنبه مارچ لسم ( کب ۲۰) د افغانستان د وضعیت په اړه دغې شورا ته خپل معلومات وړاندې کړي.
د بشري اوښځو حقونو او مدني ټولنې یو شمیر فعالانو ښځو سره د پیوستون نړیوالې ورځې مارچ اتم په مناسبت د افغانستان، جرمني اوپاکستان په ګډون په یو شمیر هیوادونو کې د افغان میرمنو د حقونو د ملاتړ لپاره لاریونونه کړي او ویلي دي چې طالبان باید افغانستان کې د بشري ضد جنایتونو د ترسره کولو له امله محاکمه شي.
نور پورته کول