د لاس رسي وړ اتصالات

 
امریکا له سوریې وغوښتل د اقلیتونو د 'ټولوژنې له عاملینو' سره حساب وکړي

امریکا له سوریې وغوښتل د اقلیتونو د 'ټولوژنې له عاملینو' سره حساب وکړي


د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د یکشنبې په ورځ، مارچ نهم (کب ۱۹) په سوریه کې د "سخت دریځو اسلامي ترهګرو" لخوا د اقلیتونو ټولوژنه غندلې ده او د دې هېواد له نوي حکومت څخه یې غوښتي چې د دې پېښو له عاملینو سره حساب وکړي.

روبیو په یو بیان کې وویل:‌ "متحده ایالتونه د بهرنیو جهادیانو په ګډون سخت دریځه اسلامي ترهګر غندي چې په وروستیو ورځو کې یې د سوریې په لویدیځ کې خلک وژلي دي."

هغه زیاته کړه: "متحده ایالتونه د عیسوي، دروزي، علوي او کرد ټولنو په ګډون د سوریې د مذهبي او قومي اقلیتونو سره ولاړه ده او د قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره خپله خواخوږي شریک کوي."

روبیو د سوریې د نوي حکومت له چارواکو څخه غوښتي چې د اقلیتي ټولنو د عام وژنې عاملین ځواب ویلو ته اړ کړي.

په سوریه کې د اقلیتونو په وړاندې تاوتریخوالی وروسته له هغه پیل شو چې د علوي اقلیت اړوند د پخواني ولسمشر بشارالاسد وفادارو وسله والو د دې هېواد پر نویو امنیتي ځواکونو برید وکړ.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د راپور په اساس د دې تاوتریخوالي په ترڅ کې د سوریې امنیتي ځواکونو او متحدو ډلو یې په لتاکیا او طرطوس ولایتونو کې لږترلږه ۷۴۵ غیرنظامي علويان وژلي دي.

د سوریې نوي ولسمشر احمد الشرع له دې پېښې وروسته له ټولو اړخونو څخه په ملي کچه د ګډ ژوند کولو غوښتنه کړې ده.

د متحده ایالتونو د پخواني ولسمشر جو بایډن ادارې واک ته د الشرع تر رسېدو وروسته ټینګار وکړ چې له سوریې سره د هر ډول تعامل په دې هېواد کې د اقلیتونو د خوندیتوب په ګډون د ټولو شرایطو پوره کولو پورې تړاو ولري.

ډونالډ ټرمپ په هغه وخت کې د منتخب ولسمشر په توګه ویلي وو چې په سوریه کې ډېره لیوالتیا نه لري او امریکا باید د دې هېواد له مسایلو څخه بهر پاتې شي. ټرمپ همداشان د داعش د ځپلو لپاره په سوریه کې د میشتو امریکايي ځواکونو په وتلو ټینګار کړی و.

د ټرمپ ادارې د واک له ترلاسه کولو راهیسې تر اوسه د سوریې چارو ته زیات پام نه دی اړولی خو په دې جګړه ځپلي هیواد کې یې له ملکي وګړو سره په خپلو بشري مرستو کې پام وړ کموالی راوستی دی.

متحده ایالتونو همداشان د تېرې پنجشنبې په ورځ پر سوریې باندې د اسد د واکمنۍ پر مهال په لګېدلو بندیزونو کې د نرموالي په اړه د بریتانیې له دریځ څخه ملاتړ ونکړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG