د متحده ایالاتو پوځ شنبه مارچ اوله ( کب ۱۱) ویلي چې په سوریه کې د القاعده شبکې پورې تړلې د حراس الدین یو لوړ پوړی نظامي مشر یې په هوایي برید کې وژلی دی.
د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) په اعلامیې کې ویل شوي چې دا برید د تیرې فبروري میاشتې په ۲۳ د سوریې په شمال ختیځ کې شوی او یوسف ضیا تالای وژل شوی چې د حراس الدین "ترهګریز سازمان" لوړ پوړی نظامي قوماندان و.
په اعلامیې کې د مرکزي قوماندانۍ، قوماندان جنرال مایکل اریک کوریلا له قوله ویل شوي ، "لکه څنګه مو چې پخوا ویلي د خپل هیواد او په سیمې کې د متحده ایالاتو متحدینو، شریکانو او نظامي پرسونل د خوندیتوب لپاره به دا ترهګر په نه ستومانه کیدونکي توګه تعقیب کړو."
سره له دې چې د همدې تیرې جنوري په میاشت کې د حراس الدین ډلې د منحل کیدو خبر ورکړل شوی و خو د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ وایي چې په دې تېرو څو میاشتو کې یې ددې ډلې لوړ پوړي نظامي او نور مشران په هوایي بریدونو کې ویشتلي او وژلي دي.
د پوځ په اعلامیې کې دا نه دي ویل شوي چې ایا په دې هوایي برید کې بل چا ته هم مرګ ژوبله اوښتې که نه. همدغه راز د مالي زیان په باره کې هم څه نه دي ویل شوي.
د امریکا پوځ د همدې تیرې فبروري میاشتې په ۲۲مې هم د سوریې په شمال لویدیځ کې یو دقیق هوايي برید کړی و چې په کې د ترهګریز سازمان حراس الدین د رهبرۍ کچې یو لوړ پوړی تسهیل کوونکی وسیم تحسین بیرقدار وژل شوی و.
امریکا کې میشته د SITE استخباراتي ډلې د معلوماتو په اساس حراس الدین د ۲۰۱۸ کال په فبروري کې تاسیس شوې خو دغې ډلې د جنوري په میاشت کې د خپل انحلال تر اعلان پورې له القاعده شبکې سره خپل تړاو تایید نه کړ.
حراس الدین چې په ۲۰۱۹ کې د متحده ایالاتو لخوا د یوې تروریستي ډلې په توګه وپېژندل شوه او وروسته له هغې د خپل انحلال اعلان وکړ چې د سوریې نوي مشر احمد الشرع په دې هېواد کې د ټولو وسلهوالو ډلو د منحل کېدو فرمان صادر کړ.
فورم \ دبحث خونه