د لاس رسي وړ اتصالات

 
د سوریې د بشري حقونو څار: د نوي حکومت ځواکونو د علوي اقلیت سلګونه تنه وژلي

د سوریې د بشري حقونو څار: د نوي حکومت ځواکونو د علوي اقلیت سلګونه تنه وژلي


د سوریې په وروستیو تاوتریخوالي کې لږ تر لږه ۹۰ تنه حکومتي ځواکونه هم وژل شوي
د سوریې په وروستیو تاوتریخوالي کې لږ تر لږه ۹۰ تنه حکومتي ځواکونه هم وژل شوي

د سوریې د بشري حقونو څار د شنبې په ورځ، مارچ اتم (کب ۱۸) وویل چې د سوریې د نوي حکومت ځواکونو او ورسره تړلو ډلو په تېرو څو ورځو کې د علوي مذهبي اقلیت ۷۴۵ نفره وژلي دي.

په بریتانیې کې میشتې دغې ادارې وویل چې دا شمېر کسان د پنجشنبې په ورځ په لاذقیه ولایت کې د سوریې د پخواني ولسمشر په پلوۍ ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي. دا په سوریه کې د تېرکال له ډسمبر راهیسې د بشارالاسد له سقوط وروسته په دې هېواد کې د تاوتریخوالي‌ تر ټولو خونړۍ پېښه ده.

د سوریې د بشري حقونو څار وویل: "۷۴۵ غیرنظامي علویان د امنیتي ځواکونو او متحدو ډلو لخوا یې د سوریې په ساحلي سیمو او د لاذقیه په غرونو کې وژل شوي دي."

د دې بنسټ په وینا دا کسان د سوريې د نوي حکومت د امنیتي ځواکونو او ملاتړو جنګیالیو لخو اعدام شوي دي او په عین حال کې د سوریې امنیتي ځواکونو د هغوی کورونه او ملکیتونه لوټ کړي دي.

په دې راپور کې راغلي چې په دغو نښتو کې چې د پنجشنبې په ورځ پیل شوي دي تر اوسه ۱۰۱۸کسان وژل شوي چې ۱۲۵د نوي حکومت سرتیري،‌ ۱۴۸یې بشارالاسد ته وفاداره جنګیالي او پاتې یې غیرنظامیان و.

د سوریې د بشري حقونو څار وویل دا تاوتریخوالی وروسته له هغې رامنځ ته شوی دی چې د نوي حکومت امنیتي ځواکونو تر تعقیب لاندې کسانو د نیولو لپاره پوځي عملیات پیل کړل.

د دې راپور په اساس د شنبې په ورځ په سیمه کې وضعیت "یو څه کرار شوی دی" خو سیمې ته د تازه دمو ځواکونو استول او هلته چاڼیز عملیات لا دوام لري.

د سوریې رسمي خبري اژانس سانا د شنبې په ورځ راپور ورکړ چې د دې هېواد امنیتي‌ ځواکونو په لاذقیه ولایت کې پر ملي روغتون باندې د "راپرځول شوي رژیم" د ځواکونو برید په شا تمبولی دی.

د سوریې د نوي حکومت ولسمشر احمدالشرع د جمعې په ورځ د حکومت ضد وسله‌والو څخه وغوښتل "مخکې له دې چې ځنډ شي خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او تسلیم شي."

په عین حال کې د سوریې دفاع وزارت ویلي چې د لاذقیه او طرطوس بندري ښارونو ته یې کمکي ځواکونه استولي دي.

لویدیځو او د سوریې ګاونډیو هېوادونو په دې هېواد کې چې له ۱۳ کلونو کورنۍ جګړې وروسته د بیارغونې لپاره د نړیوالې ټولنې د مرستو غوښتنه کوي د یووالي پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د سوریې بشري حقونو څار په راپور کې راغلي چې په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
دغه بنسټ ووویل: "د قربانیانو لویه برخه د دفاع او کورنیو چارو وزارت اړوند عناصرو لخوا له محاکمې پرته اعدام شوي دي. "

د سوریې په چارو کې د ملګرو ملتونو استازي ګېر پدرسن د غیرنظامیانو د وژنې په تړاو خپاره شوي راپورونه غندلي دي.

پدرسن له ټولو ښکېلو خواو څخه غوښتي چې د سوریې او د نوي حکومت د بې‌ثباته کولو اقداماتو له ترسره کولو څخه ډډه وکړي.

اسلامپالو یاغیانو د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر میاشت کې د بشارالاسد کورنۍ رژیم ړنګ کړ، چې له پنځو لسیزو راهیسې یې په سوریه کې واک درلود. بشارالاسد د علوي مذهبي اقلیت سره تړاو درلود چې د سیکولر دیکتاتور حکومت مشري کوله.

له هغه وروسته د هیات التحریر الشام مشر احمد الشرع د جنورۍ په میاشت کې د سوریې د موقتې ادارې د مشر په توګه وټاکل شو.

د سوریې رسمي خبري آژانس سانا خبر ورکړی، چې امنیتي ځواکونو د مرستندویه ځواکونو له رسیدو وروسته په دوو ولایتونو کې پراخ عملیات پیل کړي دي.

په راپور کې د سوریې د نوي حکومت د یو امنیتي چارواکي له قوله راغلي چې دغه عملیات "د اسد د ملېشو پاتې شوني او هغه کسان په نښه کوي چې د هغوی ملاتړ کوي."

هغه د تلفاتو د مخنیوي لپاره له ولسي وګړو څخه وغوښتل چې د عملیاتو پر مهال په خپلو کورونو کې پاتې شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG