سپینه ماڼۍ وايي چې امریکایي مرکچیان د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې د سولې پلان د دوهم پړاو لپاره په خاموشۍ پلان جوړولو بوخت دي چې د اسراییل او حماس د ترهګرې ډلې ترمنځ د دوه کلنې جګړې په جریان کې د اکتوبر په میاشت کې اوربند ټینګ کړ.
د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چهارشنبې په ورځ (د ډسمبر ۱۰) د بهرنیو چارو په وزارت کې د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر ګیډون سعار سره وکتل، او د بحث موضوع د غزې لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې پلان و.
د وینزویلا د سیاسي مخالفې مشرې ماریا کورینا ماچادو لور د ناروې په اوسلو کې د خپلې مور په استازیتوب د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه، مور یې ویلي وو چې د جایزې مراسمو ته په لار ده خو مراسمو ته ونه شوه رسېدای.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اوکراین کې د وژنو د بندولو غوښتنه کړې، په داسې حال کې چې روسي چارواکو ویلي چې د دوی ځواکونو د کیف پر وړاندې د درې کلنې جګړې په لومړۍ لیکو کې پرمختګ کړی دی.
د اسرائيلو پوځ د سه شنبې په سهار، د دسمبر په نهمه نېټه اعلان وکړ چې د ايران د ملاتړې ډلې، حزبالله، پر مرکزونو او د دې ډلې پر رضوان نومې قطعې باندې برید کړی دی.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ) د اسیا په لویه وچه کې د بېلابېلو حکومتونو مشرانو ته لیکونه استولي او ترې غوښتنه یې کړې چې هغه بندي شوي خبریالان دې سمدستي آزاد کړي چې د خپل مسلکي کار له امله په زندانونو کې اچول شوي دي.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمیټې د چهارشنبې په ورځ، د دسمبر ۳مه، "د تهران له خوا د تاوتریخوالي پارولو" لایحه په غوڅ اکثریت سره تصویب کړه. د دې لایحې موخه په هغو ایراني ملایانو باندې بندیز لګول دي چې د امریکا د مشرانو او د متحدینو د وژلو لپاره فتواګانې ورکوي.
اسرائیل وایي چې د هغه یرغمل شوي تایلندي وګړي هویت یې تثبیت کړی چې مړی یې د حماس ترهګرې ډلې له لورې سپارل شوی و.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن د شخړو د ختمولو په موخه د رواندا او دیموکراتیک کانګو د جمهوریت له مشرانو سره د سولې د تړون د لاسليکولو کوربهتوب کوي.
د بنبست په نوم د یوه وېبسایټ د رپوټ پر بنسټ چې د غیررسمي بازار بیې خپروي، پرون د چهارشنبې په ورځ د یوه امریکایي ډالر بیه ۱ میلیون او ۲۰۰ زره ریالو (۱۲۰ زره تومانو) ته لوړه شوه.
په بیان کې ویل شوي چې جسد به د پاتې شونو د معمول پیژندنې لپاره په اسراییل کې یو عدلي مرکز ته ولیږدول شي، او د هویت له تایید وروسته به اسراییلي چارواکي د هغه کورنۍ ته خبر ورکړي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، د فاکس نیوز خبري شبکې سره په یوې مرکې کې وویل چې د وینزویلا د ولسمشرنیکولاس مادورو رژیم «قانوني بنسټ نلري» او هغه یې د نشهيي موادو په قاچاق کې د اوږدې سابقې په لرلو، په ځانګړي توګه په هغو عملیاتو کې چې په متحده ایالتونو یې منفي اغېز کړی، تورن کړ.
نور پورته کول