د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د اسلامي کنفرانس پای؛ د نجونو تعلیم یوازې دیني وجیبه نه ده، مهم ټولنیز ضرورت هم دی


پاکستان په اسلامي ټولنو کې د نجونو د زده کړو په اړه د نړیوال کنفرانس کوربه و. د افغان طالبانو څوک نه وو ورغلي.
پاکستان په اسلامي ټولنو کې د نجونو د زده کړو په اړه د نړیوال کنفرانس کوربه و. د افغان طالبانو څوک نه وو ورغلي.

په «اسلامي ټولنو کې د نجونو تعلیم» په اړه په پاکستان کې دوه ورځنی اسلامي کنفرانس، چې د ۴۴ هېوادونو استازو او ۱۵۰ دیني عالمانو، مفتیانو، امامانو او نورو ګډونوالو په کې برخه اخیستې وه، د نجونو د زده کړو د فرضیت او ارزښت په ټېنګار پای ته ورسېده.

د کنفرانس په پای کې په خپرې شوېو اعلامیې کې ویل شوي، چې ټولو ګډونوالو ټېنګار وکړ چې نجونې او ښځې دې د ژوند په بېلا بېلو برخو کې د زده کړو له لارې توانمندې شي. ګډونوالو د ښځو او نجونو د حقونو نقض او د ښځو د رول له پامه غورځول وغندل.

په اعلامیې کې په څرګندو ټکو کې ویل شوي دي چې «له سختو شرایطو پرته، په عادي او نامحدود» ډول باندې د نجونو د زده کړو د حق تضمین د اسلامي ټولنو وجیبه ده او د «اسلامي‌امت» دیني عالمانو د دغه حق مشروعیت تائید کړی دی،‌ چې نه باید محدود کړل شي.

که څه هم په دې اعلامیې کې د کوم هېواد او حکومت مشخص نوم اخیستل شوی نه دی، خو د افغان ښځو او نجونو وضعیت په کې یو ډول تصویر شوی، چې د طالبانو تر سختو محدودیتونو او بندیزونو لاندې ژوند کوي.

طالبانو په نجونو باندې تر شپږم ټولګي ورپورته زده کړې او همدغه راز د هغوی په کار بندیزونه او په نورو برخو کې یې پرې محدودیتونه لګولي دي.

په اعلامیې کې د کنفرانس د ګډونوالو نظرونو ته په اشارې ویل شوي دي چې هغوی «د ښځو د زده کړې په اړه غلطو افکارو ته د مشروعیت بخښلو لپاره، د شرعي‌ متونو او د هغه د جامع هدف د زیانمنولو له پلوه د ناسم تفسیر د جدي‌ خطر» په اړه تاکید وکړ. په دې کې فرهنګي او دودیز مسائیل هم راځي، چې کډوانولو په څرګند ډول وویل چې «دا ناسم اقدامات د شرعیت په وړاندې د جدي سرغړونو څخه» شمېرل کېږي.

د طالبانو په حکومت باندې اسلامي او نا اسلامي هېوادونه او ټولنې انتقادونه کوي،‌ چې د دین په اړه د «خپل تفسیر په اساس» یې په افغان ښځو او نجونو کلک بندیزونه لګولي، خو طالبان بیا دا د افغانستان «یوه داخلي مسئله» بولي او د افغانستان د خلکو دود او دستور هم په دې برخه کې پلمه کوي.

پاکستان چې د دغه اسلامي کنفرانس کوربه و، ویلي دي چې د طالبانو حکومت ته یې هم بلنه ورکړې وه، خو هغوی په کې ګډون ونه کړ.

په اسلامي ټولنو کې د نجونو د زده کړې په اړه د دغه کنفرانس په اعلامیې کې راغلي: «په دې باندې ټېنګار کېږي، چې د نجونو زده کړې یوازې یوه دیني وجیبه نه ده، بلکې یو مهم ټولنیز ضرورت هم دی دا یو اساسي حق دی چې الهي قانون تثبیت کړی، اسلامي زده کړو مکلف ګرځولی، نړیوالو منشورونو قوي کړی او په ملي اساسي قوانینو کې په ښه شکل سره ثبت او راجستر شوی.»

د کنفرانس ګډونوالو «د افراطیت د ستونزو، تاوتریخوالي، جنایت اوالحاد د مخنیوي او د نړیوالې سولې، ملي پیوستون او د ټولنو د تقویې لپاره، د نجونو د زده کړو او د لوستو ښځو د رول د ساتنې لپاره په ګډو هڅو تاکید» کړی دی. همدغه راز په اسلامي هېوادونو کې نجونو ته د سکالرشېپونو او زد کړو د ودې او فرصت د برابرولو اونورو امکاناتو غوښتنې یې هم کړي دي.

په اعلامیې کې ویل شوي دي «هر چا چې د دغو دیني مستدلو اصولو سره مخالفت وکړ او یا یې رد کړل، د اسلامي امت د مفاهیمو د چوکاټ له دغه اجماع سره،‌ چې د اعلامیې په مقدمې کې ذکر شوې، بهر دي او برخه یې نه شي بلل کېدای. ضرور دي چې د دوی، که فرد دي، یا بنسټ او یا عامه اداره دي، افکار درک کړو.»

د دوی په اعلامیې کې همدغه راز ویل شوي دي‌ چې د نړۍ ګوټ ګوټ کې خطیبیانو او دیني عالمانو ته دا څرګند پیغام انتقالوي،‌ چې «د اسلام د ناسم تفسیر او د ښځو د حقونو د سرغړونې موده پای ته رسېدلې» ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG