ټاکل شوې چې پاکستان "په مسلمانو ټولنو کې د نجونو زدهکړې: ننګونې او فرصتونه" تر سرلیک لاندې د هغه نړيوال کنفرانس کوربه وي چې د جنورۍ پر ۱۱ او ۱۲ (مرغومي ۲۲ او ۲۳) په اسلام اباد کې جوړیږي.
د "رابطه عالم اسلامي" په نوم د سعودي عربستان په مکه ښار کې میشت ددغه هیواد د خیر ښیګڼې غير دولتي سازمان په نوښت جوړېدونکي دې کنفرانس کې به د اسلامي همکاريو سازمان (او ای سي) پر غړو سربېره نړیوال سازمانونه، وتلي مذهبي مشران، پوهان او د حقونو فعالان ګډون کوي.
دغه سازمان پر خپله وېبپاڼه په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې دا کنفرانس به نړۍ ته هغه اسلامي پيغام تاییدوي چې اسلام "د پوهې، تمدن او عالي ارزښتونو" دین دی او په ټينګه د هغو ټولو قوانینو او اعمالو ملاتړ کوي چې نجونې د زده کړو تر لاسه کولو "جوګه" کوي.
بيان زياتوي چې د افرادو یا ډلو لخوا هر هغه قانون یا کړنې، چې د نجونو د زده کړو مخه نیسي، له اسلامي لارښوونو سره په "ټکر" کې دي.
د "رابطه عالم اسلامي" سازمان په وينا، دا کنفرانس به د نجونو د زده کړو پر وړاندې د ننګونو د حل لپاره د ستراتیژیو پر پیل او پراختیا تمرکز وکړي او په مسلمانو ټولنو کې به د تعلیمي لاس ته راوړنو د ظرفيت او بهترۍ لپاره له شته فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.
د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحق ډار د جنورۍ پر لومړې نېټه (مرغومي ۱۲) د دغه نړیوال کنفرانس لپاره د چمتووالي د کمېټې د غونډې مشري کړې وه. د پاکستان د اطلاعاتو وزارت تر دغې غونډې وروسته په يو بيان کې ويلي وو چې دغه کنفرانس به د نجونو د زده کړو په اړه یوه جامع اجندا وړاندې کوي.
د پاکستان چارواکو ځايي رسنيو ته ويلي دي چې تر دې دمه د اسلامي همکاريو سازمان د غړو هیوادونو شاوخوا ۳۰ وزیرانو په دغه دوه ورځني کنفرانس کې خپل ګډون تاید کړی دی.
ځينو سرچينو پاکستانيو رسنيو ته دا هم ويلي دي چې د راتلونکي کنفرانس یو مهم هدف په افغانستان کې د طالبانو پر موقت حکومت فشار راوستل دي چې د نجونو په زده کړو په لګول شوي بندیز له سره غور وکړي.
افغانستان د اسلامي همکاريو سازمان له ۵۷ غړو هیوادونو څخه یوازینی هغه هیواد دی چې تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه پکې منع دي.
دا لا معلومه نه ده چې د طالبانو حکومت دې کنفرانس ته وربلل شوی دی او که نه، خو یو پاکستاني چارواکي وړاندیز وکړ چې طالبان باید پدې کې برخه واخلي ځکه چې د دوی ګډون به لږ تر لږه د دوی د سختو تګلارو په اړه د اسلامي نړۍ ليدلوری وړاندې کړي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په نیمايي کې د واک ترلاسه کولو وروسته، په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تګ او تر هغه څه باندې یو کال وروسته یې تر "امر ثاني" پورې پوهنتونونو ته له تلو منع کړې. طالبانو په پیل کې دغه محدودیتونه موقتي بلل، خو درې کاله وروسته، نه یوازې دا بندیزونه پر خپل حال پاتې دي، بلکې نور هم پراخ شوي دي.
څه باندې يوه مياشت وړاندې، په افغانستان کې د طالبانو حکومت په طبي انسټیټیوټونو کې د نجونو د قابله ګۍ، د غاښونو پروتیز، نرسینګ او لابراتوار په برخو کې پر زده کړو هم بنديز ولګاوه، چې دغه اقدام په هيواد کې دننه او بهر پراخ غبرګونونه راوپارول.
ملګرو ملتونو تر دغه بنديز وروسته خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د نجونو پر طبي زده کړو باندې د طالبانو بندیز به په دغه هيواد کې موجود "بد بشري کړکېچ لا بد کړي".
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه ماموريت (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا د ډسمبر پر ۱۲ (لیندۍ ۲۲) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا انلاین غونډې ته وویل چې پر طالب مقاماتو یې سخت فشار راوړی، چې د نجونو پر طبي زده کړو باندې د بندیز پرېکړې ته بیا کتنه وکړي. هغې زياته کړه چې طالب مقامات په دوامدار ډول د یو داسې اسلامي نظام په اړه خپل فکر تعقیبوي چې "ځانګړتیاوې" یې پر ښځو او نجونو باندې "بې سابقه" بندیزونه دي.
فورم \ دبحث خونه