پاکستان او روسیې د اکتوبر پر ۲۸ (لړم ۷) په اسلام اباد کې د پاکستان د پارلمان په ودانۍ کې د یوې غونډې په ترڅ کې د پارلماني همکارۍ د زیاتولو لپاره تفاهم ليک لاسليک کړ.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت اعلی وزير علي امين ګنډه پور د ادغام شويو قبايلي ولسواليو نجونو زده کوونکو ته د ۱۰۰۰ پاکستاني روپیو مياشتنۍ سکالرشپونه ورکول پيل کړې دي.
په ایران دولتي مطبوعاتو ویلي چې ددې هیواد چارواکو دوشنبه اکټوبر ۲۸ (لړم اوومه) ایراني الاصله جرمنی تبع، جمشید شارمهد چې د ترهګرۍ په تورونو محکوم شوی و، اعدام کړی.
د اسرائیل د دفاع وزارت نن دوشنبه اکتوبر ۲۸ (لړم اوه) اعلان وکړ، چې د خپل هوايي حریم د ساتلو لپاره د لیزر د هوايي دفاع سیستم چې د «اوسپنې وړانګه» نومېږي، په چټکې پراختیا باندې ۵۳۰ میلیون لګوي.
په اوزبیکستان کې د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۲۸ (لړم اووم) د پارلماني ټاکنو ابتدايي پایلې ښکاره کوي چې د ولسمشر شوکت میرضایف ته ژمن ګوند ګټلې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ګواښ کړی چې تهران به پر خپلو پوځي اډو د اسرائیل برید ته "سخت او موثر ځواب" ورکړي.
د عراق حکومت وايي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یو استول شوي اعتراضي لیک کې یې پر ګاونډي ایران د برید لپاره د اسرائیل له لوري د خپل هوايي حریم کارول غندلي دي.
د شمالي وزيرستان په ميرلي کې سلګونو کسانو د روانې ناامنۍ پرضد احتجاجي لاريون او غونډه کړې ده. د اتمانزيو جرګې په نوښت د "امن پاڅون" په نوم دغه احتجاج د اکتوبر پر ۲۷ (لړم ۶) وشو چې د سیمې د اوسیدونکو ترڅنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ او اتمانزيو جرګې مخکښانو هم په کې ګډون کړی وو.
په پاکستان کې د پوليو مخنيوي پروګرام د اکتوبر له ۲۸ (لړم ۷) څخه د نومبر تر درېيمې (لړم ۱۳) پورې په ټول دغه هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد اووه ورځنی کمپاين پيل کړی چې موخه يې تر پنځو کلونو کم عمره ۴۵ میلیونه ماشومانو ته د پوليو د مخنيوي څاڅکي ورکول دي.
په ایران کې مطبوعات وایي د دې هیواد وسله والو ځواکونو یکشنبه اکټوبر ۲۷ ( لړم شپږمه) د هیواد په جنوب لویدیځ کې لږ تر لږه څلور "ترهګر" وژلي دي.
د اسرائيل صدراعظم بنیامین نتنیاهو نن یکشنبه اکتوبر ۲۷ (لړم شپږم) وویل چې په ایران باندې د اسرائيل بریدونه «دقیق او قوي» وو او «خپل ټول اهداف» یې ترلاسه کړي، خو د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي وايي چې باید په دې اړه «مبالغه ونه» شي.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په بېلا بېلو سيمو کې د اکتوبر پر ۲۵ او ۲۶ (لړم څلور او پنځه) په وسله والو بريدونو کې لږ تر لږه ۲۳ پوليس او پوځيان وژل شوي دي.
نور پورته کول