د لاس رسي وړ اتصالات

 
پزشکیان: تر ګواښ لاندې د متحده ایالاتو سره خبرې نکوو

پزشکیان: تر ګواښ لاندې د متحده ایالاتو سره خبرې نکوو


د ایران جمهور رئیس مسعود پزشکیان سه شنبه مارچ ۱۱ ( کب ۲۱) یو ځل بیا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سره د دې هیواد اټومي پروګرام پر سر خبرې رد کړلې.

ښاغلي پزشکیان چې د یو شمیر ایراني تولیدونکو او سوداګرو سره یې خبرې کولې، د امریکا مشر ته په خطاب کې وویل، " هر څه چې کوئ وې وکړئ".

تر پزشکیان وړاندې د ایران روحاني مشر، ایات الله علي خامنه اي هم د ښاغلي ټرمپ د خبرو بلنه رد کړې وه ځکه د هغه په قول په خبرو اترو کې د داسې شیانو غوښتنه شوې وه چې ایران ته د منلو وړ نده.

د ایران مشر پرته لدې چې ووایي د متحده ایالاتو جمهور رئیس لدې هیواد څخه د خبرو په بدل کې څه غوښتنې کړې وویل دا ورته نه منل کیدونکي چې امر ورته وشي دا او هغه وکړئ او یا دا او هغه مکوئ.

پزشکیان زیاته کړه، "زه له تا سره هیڅ مذاکرات نکوم. ورځه، هر څه چې کوې وې کړه".

دا د تیرې جمعې ورځې راهیسې چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس د لومړي ځل لپاره په ډاګه کړله چې د ایران روحاني مشر ته یې په یو لیک کې د دې هیواد اټومي پروګرام پر سر د خبرو بلنه ورکړې، لومړی ځل دی چې د ایران جمهور رئیس ددې موضوع په هکه خبرې کوي.

ښاغلي ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو سره په خبرو کې دا خبرداری هم ورکړ که ایران خبرو ته حاضر نه شي، ښایي د نظامي اقدام څخه به کار واخلي. ټرمپ پرته له دې چې نور جزیات ورکړي وویل چې د ایران سره د اتومي پروګرام په هکله "په وروستۍ شیبې کې یو".

سپینې ماڼۍ د ایران د مشر څرګندونو په غبرګون یو ځل بیا ویلي چې د ښاغلي ټرمپ دریځ لا هم دا دی چې ایران یا باید موافقه وکړي او یا به یې پر ضد نظامي اقدام وشي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند برایان هیوز د امریکا غږ فارسي څانګې ته وویل، " په ټینګار سره وایو چې جمهور رئيس ټرمپ په واضح توګه ویلي چې د ایران لپاره دوه لارې شته دي: نظامي یا موافقه".

ایراني چارواکو د اتومي پروګرام پر سر د ښاغلي ټرمپ بلنې ته بیلا بیل غبرګونونه ښودلي خو تر دې دمه روښانه شوې نده چې د ټرمپ په لیک کې څه غوښتنه شوې.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ تیره ورځ وویل چې د متحده ایالاتو سره مذاکرات امکان لري خو پدې شرط چې دا خبرې یوازې پدې هدف وي چې ایا د ایران اتومي پروګرام د نظامي اهدافو لپاره کارول کیږي که نه.

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر همدرانګه په اعلامیې کې پرته له دې چې د متحده ایالاتو یا بل کوم هیواد نوم واخلي، ویلي چې که د خبرو اترو هدف د ایران اتومي پروګرام څخه د نظامي ګټې اخیستو اندیښنو په هکله وي، دا هیواد به پرې غور وکړي خو تر څنګ یې دا هم ویلي که خبرې د دې لپاره کیږي چې د ایران سوله ایز اتومي پروګرام له منځه یوړل شي، دا ډول خبرې "هیڅ امکان" نه لري.

تر دې وړاندې د ایران روحاني مشر، علي خامنه اي بیا ویلي و چې د خبرو هدف په ایران باندې د نورو بندیزونو لګول او د توغندیو پروګرام محدود کول دي.

خامنه اي د واشنګټن سره د خبرو کیدل رد کړي او دا یې هم ویلي چې په امریکا باندې باور نشي کیدلی.

تر خامنه يي وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي هم تیره ورځ ویلي وو چې هیواد یې تر څو چې امریکا د اعظمي فشار پالیسي څخه کار اخلي، د اتومي پروګرام په هکله به خبرې ونه کړي.

د ایران دې تر ټولو لوړ پوړي دیپلومات د سعودي عربستان د جدې په ښار کې د اسلامي همکارۍ سازمان غونډې په یو جلا مجلس کې خبرداری ورکړی چې د دې هیواد اتومي پروګرام د نظامي عملیاتو د لارې نشي له منځه وړل کړی.

د خامنه يي همدې څرګندونو په غبرګون کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا سلاکار، برایان هیوز د امریکا غږ فارسي څانګې ته وویل چې ښاغلي ټرمپ ایران ته په واضح توګه اعلان کړی چې دوه لارې ورته شته دي چې یوه یې موافقه کول دي او بله یې نظامي اقدام دی.

ښاغلي بریان زیاته کړه، " هیله مند یو چې د ایران رژیم د ترهګرۍ پر ځای خپل ولس او ملي ګټې غوره وګڼي".

سره له دې چې امریکایي چارواکي وایي که ایران وغواړي یوازې په څو اوونیو کې اتومي وسلې جوړولی شي خو ایران تل ټینګار کړی چې اتومي پروګرام یې یوازې د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG