د لاس رسي وړ اتصالات

 
ایران وایي له متحده ایالاتو سره د اټومي پروګرام په هکله 'محدودې' خبرې امکان لري

ایران وایي له متحده ایالاتو سره د اټومي پروګرام په هکله 'محدودې' خبرې امکان لري


په ملګرو ملتونو کې د ایران سیاسي استازولۍ یکشنبه مارچ نهمه ( کب ۱۹) ویلي چې د متحده ایالاتو سره د اټومي پروګرام په هکله خبرې اترې ممکنې دي خو پدې شرط چې د خبرو هدف د ایران د اتومي پروګرام نظامي کار اخیستنې اړوندو اندیښنو ختمول وي.

د ایران استازولۍ دې څرګندونو څخه یوه ورځ وړاندې د دې هیواد روحاني مشر، ایات الله علي خامنه يي چې په بهرنیو پالیسیو کې د وروستۍ پریکړې کولو واک لري، ویلي و چې د "بدماشي کوونکي" حکومت سره خبرو اترو حاضر ندی.

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر همدرانګه په اعلامیې کې پرته له دې چې د متحده ایالاتو یا بل کوم هیواد نوم واخلي، ویلي چې که د خبرو اترو هدف د ایران اتومي پروګرام څخه د نظامي ګټې اخیستو اندیښنو په هکله وي، دا هیواد به پرې غور وکړي خو تر څنګ یې دا هم ویلي که خبرې د دې لپاره کیږي چې د ایران سوله ایز اتومي پروګرام له منځه یوړل شي، دا ډول خبرې "هیڅ امکان" نه لري.

د ایران روحاني مشر تیره ورځ وویل چې په خبرو اترو کې د ایران د دفاعي وړتیاو، د توغندیو واټن او نړیوال نفوذ اړوند موضوعات یاد شوي او زیاته یې کړه چې دا ډول غوښتنې د ایران لپاره نه منل کیدونکي دي.

د خامنه يي دې څرګندونو څخه یوه ورځ وړاندې جمهور رئیس ټرمپ ویلي وو چې د ایران ستر روحاني مشر ایات الله علي خامنه یي څخه یې په یو لیک کې غوښتي چې د اټومي پروګرام په هکله تازه خبرو ته حاضر شي.

ښاغلي ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو سره په خبرو کې دا خبرداری هم ورکړ که ایران خبرو ته حاضر نه شي، ښایي د نظامي اقدام څخه به کار واخلي. ټرمپ پرته له دې چې نور جزیات ورکړي وویل چې د ایران سره د اتومي پروګرام په هکله "په وروستۍ شیبې کې یو".

خامنه يي چې د شنبې په ورځ یې یو شمیر حکومتي چارواکو سره خبرې کولې، د امریکا د جمهور رئیس د لیک یادونه یې ونکړه او پرته له دې چې د متحده ایالاتو نوم واخلي ویي ویل چې د "بدماشي کوونکي حکومت" لخوا په خبرو ډیر ټینګار کیږي.

سره له دې چې جمهور رئیس ټرمپ ویلي د ایران سره د اتومي پروګرام پر سر تړون کول غواړي خو تر څنګ دا خبرداری هم ورکړی چې که ایران موافقې ته حاضر نه شي، پر ضد یې نظامي اقدام اخیستل کیدی شي.

د خامنه يي همدې څرګندونو په غبرګون کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا سلاکار، برایان هیوز د امریکا غږ فارسي څانګې ته وویل چې ښاغلي ټرمپ ایران ته په واضح توګه اعلان کړی چې دوه لارې ورته شته دي چې یوه یې موافقه کول دي او بله یې نظامي اقدام دی.

ښاغلي بریان زیاته کړه، " هیله مند یو چې د ایران رژیم د ترهګرۍ پر ځای خپل ولس او ملي ګټې غوره وګڼي".

تر خامنه يي وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي هم تیره ورځ ویلي وو چې هیواد یې تر څو چې امریکا د اعظمي فشار پالیسي څخه کار اخلي، د اتومي پروګرام په هکله به خبرې ونه کړي.

د ایران دې تر ټولو لوړ پوړي دیپلومات د سعودي عربستان د جدې په ښار کې د اسلامي همکارۍ سازمان غونډې په یو جلا مجلس کې خبرداری ورکړی چې د دې هیواد اتومي پروګرام د نظامي عملیاتو د لارې نشي له منځه وړل کړی.

هغه په دې هکله وویل، "دا یوه ټکنالوژي ده چې مونږ تر لاسه کړې. ټکنالوژي په مغزو کې ده او بمباري پرې نه شي کیدی."

سره له دې چې امریکایي چارواکي وایي که ایران وغواړي یوازې په څو اوونیو کې اتومي وسلې جوړولی شي خو ایران تل ټینګار کړی چې اتومي پروګرام یې یوازې د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG