د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې د جرمني د سفارت دوهم سېکرتر تامس جورګن د جنورۍ پر شپږمه (مرغومي ۱۷) په خپل کور کې مړ موندل شوی دی.
ټاکل شوې چې پاکستان به "په مسلمانو ټولنو کې د نجونو زدهکړې: ننګونې او فرصتونه" تر سرلیک لاندې د هغه نړيوال کنفرانس کوربه وي چې د جنورۍ پر ۱۱ او ۱۲ (مرغومي ۲۲ او ۲۳) په اسلام اباد کې جوړیږي
د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالتي حکومت د هغه ايالت د مرکزي ښار پېښور په ګډون په ټولو سيمو کې په اونۍ کې دوه ورځې د موټرو لپاره د ګازو د ورکولو پمپونو (سي اېن جې) سټېشنونو د تړلو پریکړه حکړې ده.
د خيبر پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ پر انتظامي مشر (ډپټي کميشنر) جاويد الله مسود د جنورۍ پر څلورمه (مرغومي ۱۵) تر وسله وال بريد وروسته پاړا چينار ته د سامان وړونکو موټرو کاروان له ځنډ سره مخامخ شوې او د هنګو ولسوالۍانتظاميې د دغه کاروان موټر له ټل پوځي چاوڼۍ سره نژدې درولي دي.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په شمالي وزيرستان کې د نوي کال ۲۰۲۵ ميلادي په لومړيو څلورو ورځو کې درې کسان په جلا جلا هدفي بريدونو کې وژل شوي دي.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د جنورۍ پر درېيمه په اسلام اباد کې د لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو کمېټې غونډې ته ويلي دي چې په وروستيو کې يې د پولې پورې غاړې څخه شوي بريد ته قوي ځواب ورکړی دی.
د خيبر پښتونخوا په کورمه کې څه باندې يوه مياشت وړاندې د شيعه او سني ډلو ترمينځ د تاوتريخوالي په نتيجه کې شاوخوا ۱۳۰ کسان ووژل شول او له ۲۰۰ زيات ژوبل شول، خو د جنورۍ پر لومړۍ نېټه (مرغومي ۱۲) د دواړو ډلو مشرانو د سولې پر تړون لاسليک وکړ.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې ځينې مېشت افغان کډوال ادعا کوي، چې هغوی د اوسېدو د اجازتنامې اخیستو لپاره د ښار د انتظامي مشر (ډپټي کميشنر) دفتر ورځي، خو پوليس یې د نیولو هڅه کوي.
د پاکستان د خیبر پښتونخوا ايالت په جنوبي وزيرستان او بنو کې په درو جلا جلا بمي چاودنو کې شپږ پوليس، درې پوځيان او اووه ملکيان ژوبل شوي او يو وژل شوی دی.
د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د پوليو د مخنيوي پروګرام مشرانو ويلي دي چې هلته د ماشومانو د ګوزڼ واکسين ضد اووه ورځنی کمپاين د ډسمبر پر ۳۰ (مرغومی ۱۰) پيل شو.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د شمالي وزيرستان په تپي، د جنوبي وزیرستان په مکين او د بنو په ډومېل سيمو کې د ډسمبر پر ۳۰ (مرغومی ۱۰) د امنيت ټينګولو لپاره جلا جلا جرګې شوې دي.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په دغه هيواد کې د ديني مدرسو د راجسټرولو هغه جنجالي لايحه توشيح کړه چې د حکومت او مذهبي ګوندونو او ديني عالمانو ترمنځ د اختلاف منبع ګرځېدلې وه.
د پاکستان د بلوچستان ايالت په پښتون مېشتو سيمو کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر انتظام لاندې د "ولسي جرګو" په لړ کې د ډسمبر پر ۲۸ او ۲۹ (مرغومی ۸ او ۹) په پښين کې دوه ورځنۍ جرګه روانه ده چې د پښين او شاوخوا سيمو سلګونو ولسي او سياسي مشرانو ګډون پکې کړی دی.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت صنعتکاران او کارخانه دار وايي چې په دغه ايالت کې له تېرو څو کلونو راهيسې د بېلا بېلو لاملونو په نتيجه کې سلګونه صنعتي فابریکې او کارخونې تړل شوې دي.
د پاکستان پوځ ويلي دي چې امنيتي ځواکونو د روان ۲۰۲۴ ميلادي کال پر مهال د دغه هېواد په بېلا بېلو برخو کې ۵۹ زره او ۷۷۵ عمليات تر سره کړي دي.
د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د ډسمبر پر ۲۵ او ۲۶ (مرغومی ۵ او ۶) د خيبر پښتونخوا ایالت په بېلا بېلو سيمو کې د "استخباراتي معلوماتو" پر اساس په جلا جلا عملیاتو کې ۱۳ اورپکي وژلي او پر دې مهال يې د اردو يو جګړن هم وژل شوی دی.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په خيبر ولسوالۍ کې د ډسمبر پر ۲۴ (مرغومی ۴) د پښتون قامي جرګې د مخکښ او قومي مشر ملک نصير احمد کوکيخېل او دوو نورو مشرانو د نيولو پرضد ځايي قومي مشرانو احتجاج اعلان کړی دی.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې مېشت افغان کډوال وايي چې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) ګوند تر احتجاجي لاريون شاوخوا يوه مياشت وروسته لا هم د پوليسو له خوا ځورول کېږي او زنداني کېږي.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالتي حکومت ددغه ایالت د کورمې سیمه "ناورين ځپلې" ولسوالي اعلان کړې او هلته يې د مرستو بېړنی حالت تصويب کړی دی.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د بنو ولسوالۍ په جانيخېلو سيمه کې ځايي اوسیدونکو هلته د احتمالي پوځي عملياتو او د خلکو د بې کوره کولو پرضد احتجاجي لاريون کړی دی.
نور پورته کول