د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د طالبانو سره بندي امریکایانو د کورنیو غړیو سره غږیدلی


د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن یکشنبه جنوري ۱۲ د هغو دریو امریکایي اتباعو د کورنیو غړه سره غږیدلی چې د ۲۰۲۲ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې د طالبانو سره بندیان دي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې جمهور رئیس بایډن د بندي امریکایانو د کورنیو غړیو سره په خبرو کې پخپلې ژمنې ټینګار وکړ چې دا درې واړه امریکایان چې په افغانستان کې په "ناسمه توګه" بندیان دي، هیواد ته راستانه کړي.

د متحده ایالاتو حکومت د تیر کال جولای میاشتې راهیسې د طالبانو سره د بندیانو په تبادلې غږیږي. د بایډن حکومت طالبانو ته وړاندیز کړی چې د ریان کوربیت، جورج ګلیزمن او محمود حبیبي خوشې کولو په بدل کې به د ګوانتانامو له زندان څخه ، مشهور بندي، محمد رحیم الافغاني خوشې کړي.

د امریکا حکومت وايي چې رحیم الافغاني د القاعده ډلې یو همکار و، چې اوس په ګوانتنامو کې بندي دی. د امریکا متحدو ایالتونو د سنا د استخباراتو کمېټې راپور ورکړی و، چې رحیم "د القاعده یو تسهیل کوونکی" و، چې په ۲۰۰۷ کال کې په پاکستان کې ونیول شو او یوه میاشت وروسته د امریکا استخباراتي‌ادارې ته وسپارل شو.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت تیره ورځ ویلي چې د متحده ایالاتو سره د بندیانو تبادلې په هکله څو ځله خبرې شوي خو لا کومې نتیجې ته ندي رسیدلي.

هغه ویلي: "د امریکایانو سره د بندیانو د تبادلې په اړه وخت پر وخت خبرې اترې شوي، خو تراوسه کومې پایلې ته نه دي رسیدلي، زمونږ غوښتنه بې ګناه وګړي امریکایانو په ناقانونه توګه د محاکمې پرته په زندانونو کې ساتلي دي چې د هغوی د ازادولو لپاره اسلامي امارت [طالبانو حکومت] خپلې هڅې کوي".

امریکايي رسنۍ د والسټریټ ژورنال د جنورۍ د میاشتې په لومړۍ اونۍ کې د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا له قوله په یو راپور کې ویلي چې د ګوانتنامو په زندان کې د یو افغان بندي محمد رحیم الافغاني د خوشې کیدو په بدل کې د دریو امریکايي وګړو د خوشې کولو په سر د امریکا د متحده ایالاتو او د طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي.

د محبوب حبیبي ورور، احمد شاه حبیبي چې د یکشنبې په ورځ یې د جمهور رئیس بایډن سره په ټیلیفون کې خبرې کړي، پدې خبرو یې خوښي ښودلې.

هغه ویلي، " جمهور رئیس بایډن په ډیر وضاحت سره مونږ ته وویل چې که طالبان زما ورور خوشې نکړي، رحیم ( محمد رحیم الافغاني) به خوشې نشي. زما کورنۍ د هغه ( جمهور رئیس بایډن) څخه منندویه ده چې زما د ورور لپاره دا دریځ څرګند کړی".

سره لدې چې طالبان نه تائیدوي چې حبیبي لدوي سره بندي دی خو د هغه ورور احمد شاه حبیبي امریکا غږ ته ویلي وو چې طالبانو یې ورور نیولی او په ناحقه یې بندي کړی دی. امریکايي چارواکي نه وايي چې طالبانو ولې دا درې امریکايی اتباع نیولي دي.

د طالبانو د ګلیزمن او کوربت خوشې کیدو په بدل کې له واشنګټن نه یوازې د رحیمي بلکې دوو نورو بندیانو خوشې کیدو غوښتنه هم کړې.

لا معلومه نده چې طالبانو د ګوانتانامو په زندان کې د کومو کسانو خوشې کیدو غوښتنه کړې. پدې زندان کې چې یو وخت پکې سلګونه کسان د القاعده شبکې او نورو وسله والو ډلو سره د لاس لرلو په شک بندیان و، اوس پکې یوازې ۱۵ تنه پاتې دي.

د متحده ایالاتو دفاع وزارت تیره اوونۍ په کیوبا کې د ګوانتانامو زندان څخه ۱۱ یمني بندیان خوشې کړل .

امریکایي چارواکو ویلي چې ۱۱ خوشې شوي بندیان عمان ته استول شوي خو دا یې ندي ویلي چې دا کسان به په عمان کې پاتې کیږي او که به یمن ته وسپارل شي.

پنټاګان په اعلامیې کې د عمان له حکومت مننه کړې چې د ګوانتانامانو په زندان کې د بندیانو د شمیر په کمولو او په نهایت کې تړلو کې یې مرسته کړې.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن په ۲۰۲۰ کال کې وړاندې تر دې چې جمهور رئیس شي، د دې زندان د تړلو ژمنه کړې وه خو پداسې حال کې چې په سپینې ماڼۍ کې د ښاغلي بایډن شپې او ورځې په شمار پاتې دي، لا هم دا زندان تړل شوی ندی.

د ګوانتنامو زندان په ۲۰۰۲ کال کې د ولسمشر جورج ډبلیو بوش په واکمنۍ کې پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ تروریستي بریدونو وروسته پرانستل شو. د ګوانتانامو زندان کې د ۷۰۰ او ۸۰۰ تر منځ بندیان ساتل شوي وو چې زیاتره یې د سپتمبر د ۱۱ په بریدون کې په لاس لرلو تورن وو. په امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې په بریدونو کې نږدې ۳۰۰۰ کسان ووژل شول.

د بشري حقونو ډلو له ډېرې مودې راهیسې د ګوانتانامو د پوځي زندان پر شتون اعتراضونه کړي او د بندولو غوښتنه یې کړې ده. د بشري حقونو مدافعینو خبر ورکړی، چې په دغه زندان کې شکمن کسان نه یوازې شکنجه شوي، بلکې ډېر یې له تور او محاکمې پرته په دغه زندان کې پراته دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG