د لاس رسي وړ اتصالات

مجاهد: د دوو امریکايي بندیانو په بدل کې باید خپل اتباع راخلاص کړای شو


ذبیح الله مجاهد د دوحې درېیمه غونډه کې د طالبانو د حکومت د پلاوي مشري کوله کابل کې خبریالانو ته وویل چې ددې غونډې په څنډو کې یې د ۲۴ هیوادونو او سازمانونو د استازو سره لیده کاته کړي دي.
ذبیح الله مجاهد د دوحې درېیمه غونډه کې د طالبانو د حکومت د پلاوي مشري کوله کابل کې خبریالانو ته وویل چې ددې غونډې په څنډو کې یې د ۲۴ هیوادونو او سازمانونو د استازو سره لیده کاته کړي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند او په دوحه کې د دغه حکومت د پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد وايي چې د دوحې د درېیمې غونډې په څنډو کې د امریکايي پلاوي سره په خبرو کې په افغانستان کې د دوه امریکايي بندیانو په اړه خبري کړي او د هغوی د خوشې کیدو په اړه یې خپل شرایط دغه پلاوي ته بیا تکرار کړي دي.

ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ جولای درېیم (چنګاښ ۱۳) د قطر څخه کابل ته د ستنیدلو وروسته یو خبري کنفرانس ته په وینا کې د افغانستان په تړاو د دوحې درېیمه غونډه ډیره بریالۍ وګڼله او ویې ویل چې ملګرو ملتونو په دې غونډه کې د ګډون لپاره د طالبانو د حکومت شرایط منلي وو.

هغه وویل چې دده په مشرۍ د طالبانو پلاوي په غونډې کې د ګډون سربیره د غونډې په څنډو کې د ۲۴ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو سره خبرې کړي دي.

هغه وویل چې د امریکايي پلاوي سره یې د خبرو پر مهال په افغانستان کې د دوو امریکايي بندیانو د وضعیت په اړه هم خبرې کړي دي.

هغه وویل: "اول دا چې د امریکايي استازو سره د خبرو پر مهال بلې ځینې موضوعات چې لا باقي پاتې دي تر بحث لاندې ونیول شو. دوه امریکايي اتباع هم بندیان دي په افغانستان کې د هغوی خلاصون په اړه مونږ هغوی سره مخکې هم دا بحثونه کړي وو، د افغانستان شرایط باید ومنل شي چې په هغه شرط باندې مونږ هم اتباع لرو چې په امریکا کې بندیان دي په ګوانتانامو کې بندیان دي د هغو پر وړاندې باید مونږ خپل اتباع راخلاص کړای شو څرنګه چې امریکايي اتباع هغوی ته مهم دي مونږ ته افغانان مهم دي په دې اړه مو هغوی سره بحثونه کړي دي".

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دوحې په درېیمه غونډه کې د امریکا د متحده ایالاتو په استازیتوب افغانستان لپاره ددغه هیواد ځانګړي استازي توماس ویسټ او د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري ګډون کړي وو.

تراوسه د امریکا بهرنیو چارو وزارت د طالبانو سره په بند کې دوو امریکايي بندیانو د خلاصون په اړه د ذبیح الله مجاهد څرګندونو ته لا غبرګون نه دی ښودلی. دمخه امریکايي چارواکو ددغو دوو امریکايي بندیانو د روغتیايي وضعیت په اړه اندیښنه ښودلې وه او د طالبانو له حکومت څخه یې د هغوی د خوشې کیدو غوښتنه کړې وه.

ذبیح الله مجاهد په دغه خبرې کنفرانس کې دا ومنله چې د دوحې د درېیمې غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د ښځو او نجونو د تعلیم او بشري حقونو په اړه ځینې اندیښنې لرلې. خو هغه بیا وویل چې دا ستونزه د افغانانو داخلي ستونزه او هڅه کوي چې په کوردننه ورته د حل لار ولتول شي.

ذبیح الله مجاهد په سیاسي او د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې روزمري دیکارلو څرګندونو په اړه چې د دوحې د غونډې وروسته یې خبریالانو ته د ښاغلي مجاهد د څرګندونو په غبرګون کې چې ویلي دي په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده کړو مسله ددغه هیواد کورنۍ مسله نه ده، وویل چې د دوحې په غونډه کې دا مسله نه ده یاده شوې.

هغه وویل: "دوحې په غونډه کې داسې څه نه دي یاد شوي دوی چې وروسته کومه غونډه کوي دا هغوی پورې اړه لري. زه بیا هم تاکید کوم چې دا د زده کړو موضوع د ښځو موضوع هغه ستونزې چې په افغانستان کې یې لرو دا زمونږ کورنۍ موضوع ده زمونږ کورنۍ اړتیا ده. مونږ دا حس کوو چې دا د افغانستان ستونزه ده نه د نړۍ".

د طالبانو د حکومت ویاند د دوحې د غونډې وروسته د ملګرو ملتونو په کوربتوب افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو او د افغانستان د مدني ټولنې او د ښځو د حقونو د فعالانو ترمنځ د سه شنبې د ورځې د غونډې په اړه بې خبرې وښودله او ویې ویل چې د دوحې په درېیمه غونډه کې د یو شمیر هیوادونو استازو ورته ویلي چې د سه شنبې د ورځې په غونډه کې هغوی ګډون نه کوي.

هغه وویل: "البته زه چې کوم معلومات لرم دادي چې دوحې دغونډې وروسته ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې [غونډه] لرله او دا معلومات هم غواړم درکړم چې اکثره هیوادونه چې هلته یې ګډون کړی وو په خپلو څرګندونو کې وویل چې مونږ په هغې غونډه کې ګډون نه کوو او د غونډې پاې ته رسیدلو وروسته له قطر څخه لاړل".

د سه شنبې په ورځ د افغان مدني ټولنې او د ښځو د حقونو اتو فعالانو د دوحې د درېیمې غونډې وروسته د میرمن دیکارلو سره په یوه غونډه کې خبرې وکړې. ملګرو ملتونو ددغو ګډون کوونکو افغان فعالانو نومونو لیست لا نه دی خپور کړی.

روزمیري دیکارلو د سه شنبې په ورځ جولاۍ ۲ (چنګاښ۱۲) د افغانستان د مدني ټولنو له استازو سره له ملاقات وروسته وویل چې د ټولو اړخونو ترمنځ اعتماد جوړول ضرور دي.

هغې وویل چې دا اعتماد جوړونه باید «د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو بشري حقونو د تړونونو په اساس وي چې افغانستان یې برخه» ده.

دیکارلو وویل: "موږ لا د دوحې د پروسې په پيل کې یو... صبر ته ضرورت لرو... باید واقعیت منونکي واوسو. باید د رښتینوالۍ په اساس خبرې اترې وکړو."

د ملګرو ملتونو دغې مشرې وویل چې د افغانستان د مدني ټولنو له استازو سره په غونډې کې د یو شمېر هېوادونو ځانګړي استازي هم وو او د ښځو او اقلیتونو د حقوقو، د نجونو د تعلیم، رسنیو، تجارت او یو شمېر نورو موضوعګانو باندې بحثونه وشول.

د ښځو د حقونو یو شمیر افغان میرمنو د دوحې د درېیمې غونډې څخه د ښځو او بشري حقونو اړوند مسلو د ایستلو له امله د سې شنبې په غونډه کې د ملګرو ملتونو له خوا د ګډون بلنه رد کړې وه.

د طالبانو د حکومت ویاند له پاکستان څخه د شاوخوا ۸۰۰ زرو افغان کډوالو د ایستلو د پریکړې په باب د خپرو شویو راپورونو په اړه د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا مسله یې د دوحې د درېیمې غونډې په څنډه کې د پاکستاني پلاوي د مشر او افغانستان لپاره ددغه هیواد دځانګړي استازي اصف دراني په مشرۍ پلاوي سره په خبرو کې یاده کړې او له پاکستان څخه یې غوښتي چې افغان کډوال دې له دغه هیواد څخه نه وباسي.

ذبیح الله مجاهد د دوحې په درېیمه غونډه کې خصوصي سکټور د ودې او د افغانستان په بانکي سیستم باندې د بندیزو د لیرې او په امریکا کې د افغانستان بانک د کنګل شوې شتمنۍ د ازادیدو په اړه د یو شمیر هیوادونو دریځ وستایه او هیله یې وښوده چې دا غونډه به د افغانستان بانکي سیستم باندې د بندیزونو د لیرې کولو سره مرسته وکړي.

همداشان هغه د کوکنارو د کښت د بدلیل معشیت او نشه يي توکو سره د مبارزې په تړاو د دوحې د غونډې بحثونه هم مثبت یاد کړل.

افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو په کوربتوب افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو په ګډون د دوحې درېیمه غونډه د جون په ۳۰ او د جولای په اول باندې جوړه شوې وه.

په سیاسي او د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې روزمري دیکارلو د دوحې د درېیمې غونډې په پاې کې ویلي د دوحې غونډې یو بهیر دی چې لا هم روان دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG