د طالبانو د حکومت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت د طالبانو د ډلې له خوا په طبي انسیتیوتونو کې د افغان میرمنو او نجونو پر زده کړو بندیز ته غبرګون ښودلی او ویلي دي چې په یو نظام کې د طبي زده کړو ترلاسه کول " فرض عین " دي.
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د جمعې په ورځ ناوخته ډسمبر ۲۰( لیندۍ ۳۰) په یوه اعلامیه کې د قاري فصیح الدین له قوله ویلي چې اوس مهال افغانستان کې خلک ښځینه او نارینه ډاکټرانو ته اړتیا لري.
هغه ویلي: " د طبابت علم په یو نظام کې فرض عین دی... د افغانستان خلک نارینه او ښځینه ډاکټرانو ته اړتيا لري او هر څوک باید په لوړ همت سره خلکو ته خدمت وکړي".
طالبانو تازه د افغانستان په طبي انسیتیوتونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو هم بندیز لګولی دی.
د راپورونو په اساس، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت معین بخت الرحمن شرافت کابل کې د طبي انستیتیوتونو د مشرانو سره په یوې غونډه کې هغوی ته ویلي چې د ډسمبر درېیمې (لیندۍ ۱۳) وروسته د نجونو زده کوونکو په شمولیت او درسونو بندیز لګول شوی دی. په دغو انستیتیوتونو کې به نجونو د قابله ګۍ، د غاښونو پروتیز، نرسینګ او لابراتوار په برخو کې زده کړې کولې.
د طالبانو حکومت لا تر اوسه دا پریکړه، چې ویل کېږي د دغه ډلې د مشر، هبتالله اخندزاده په امر شوې، په رسمي ډول نه ده تائید کړې.
که څه د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت لوی درستیز په خپلو دغو څرګندونو کې مخامخ ددې پریکړې یادونه نه ده کړې، خو ټینګار یې کړی چې د خپل وزارت اړوند روغتونونو کې به د ښځینه او نارینه ډاکټرانو اړوند چارو کې د ښه والي رامنځ ته کیدو لپاره اقدامات وکړي.
په تیرو نږدې دریو اونیو کې چې طالبانو حکومت په طبي انسیتیوتونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لګولی قاري فیصح الدین فطرت د دغه حکومت لومړنی لوړ پوری چارواکی دی، چې ددغې پریکړې سره یې مخالفت ښودلی دی.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان د واک د بیا ترلاسه کولو وروسته د لومړنۍ دوره پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د ۲۴ ورځې وروسته یې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې هم د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لګولی دی
. ددې دمخه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي هم څو ځلې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پر تړلو انتقاد کړی وو.
عباس ستانکزي د لوګر په ولایت کې یوې دیني مدرسې د زده کوونکو د فراغت غونډې ته په وینا کې ویلي و چې د طالبانو مشران چې په هره کچه کې اوسي" پیغمبران او صحابه" نه دي هغوی د ۲۱ پیړي علمان دي او له تیروتنو څخه پاک نه دي.
د طالبانو د حکومت دغه چارواکي وویل چې که چیرې یو څوک مشرتابه ته مشوره نه ورکوي او یا هم رهبري چې په هره کچه کې وي او ناسمه پریکړه کوي باید چې ټولنه یې پر وړاندې خپل غږ اوچت کړي او رهبران هم باید د هغوی غږ واوري او خپل ځانونه اصلاح کړي. خو د څه باندې دریو کلنو په تیریدو لا هم طالبانو حکومت د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې نجونو او ښځو ته د زده کړو اجازه نه ده ورکړې.
د طالبانو مشر په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د پرانیستلو لپاره د طالبانو د ځینو لوړپوړو چارواکو په ګډون د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته لا مثبت ځواب نه دی ورکړی او د نږدې ۱۲۰۰ ورځو راهیسې ښوونځي او د نږدې ۸۰۰ ورځو راهیسې پوهنتونونه د نجونو او ښځو پرمخ تړلي دي.
طالبانو حکومت ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو حقونو ته ژمن دی او پر ښځو او نجونو د زده کړو بندیز موقتي بڼه لري.
فورم \ دبحث خونه