د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: میلیونونه افغانان وطن کې د بې ځایه کیدو او یا وتلو د پریکړې سره مخ دي


د کډوالو نړیوال سازمان د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر د میاشتې د شمیرنو له مخې ویلي چې شاوخوا ۳.۷۵ میلیونه افغانان په ایران او ۲.۰۵ میلیونه نور په پاکستان کې ژوند کوي.
د کډوالو نړیوال سازمان د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر د میاشتې د شمیرنو له مخې ویلي چې شاوخوا ۳.۷۵ میلیونه افغانان په ایران او ۲.۰۵ میلیونه نور په پاکستان کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان (IOM)، د کډوالو د نړیوالې ورځې سره هممهاله ویلي چې په افغانستان کې د ناورینونو، اقتصادي بې ثباتۍ او د لسیزو جګړو د اغیزو سره مخ شوي میلیونه افغانان د یوې سختې پریکړې سره مخ دي، چې د ښه اقتصادي فرصتونو، ثبات او خوندیتوب په لټه کې دننه په هیواد کې له خپلو سیمو څخه بې ځایه شي او که بهر ته کډه وکړي.

د ډسمبر ۱۸ په نړۍ کې د کډوالو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي. افغانستان د نړۍ په هغو څو هیوادونو کې شامل دی چې شاوخوا اته میلیونه وګړي یې په بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول ګاونډیو هیوادونو کې او شاوخوا شپږ میلیونه نور په کوردننه له خپلو سیمو څخه بهر په نورو سیمو کې اوسیږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان (IOM)، د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۱۸(لیندۍ ۲۸) په یو راپور کې ویلي چې په افغاسنتان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې د سیاسي بدلون وروسته افغانان په ځانګړي ډول افغانې ښځې په دوامدار ډول د سیاسي او اقتصادي بې ثباتۍ او د ازادیو د محدودیت سره مخ شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي: "په عین وخت کې منظمو ناورینونو خلک د سرچینو د موندلو او کډوالۍ لټې ته هڅولي دي".

د کډوالو نړیوال سازمان په دې راپور کې د افغانستان په اړه د نړیوال بانک راپور ته اشاره کړې چې په کې ویل شوي چې ددغه هیواد د نفوس نیمايي وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي، چې له امله یې ښځې په یو غیر متناسب ‌ډول اغیزمنې شوې دي او میلیونه کورنۍ د ژوندي پاتې کیدو لپاره د بشري مرستو په تادیاتو باندې متکي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان ویلي: "ددغو ګواښونو سره سره افغانان په خپل دغه سفر کې د کال په اوږدو کې د پام وړ انعطاف نندارې ته وړاندې کړی او میلیونه افغانان د حرکت په حال کې دي".

دغه سازمان ایران او پاکستان ته د افغان کډوالو د سفر د علتونو په اړه ویلي چې د نورو لنډو سفرونو سربیره اکثره افغانان د اقتصادي فرصتونو، خوندیتوب، روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی او په دغو هیوادونو کې د خپلو خپلوانو لیدلو لپاره تګ راتګ کوي.

د کډوالو نړیوال سازمان د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر د میاشتې د شمیرنو له مخې ویلي چې شاوخوا ۳.۷۵ میلیونه افغانان په ایران او ۲.۰۵ میلیونه نور په پاکستان کې ژوند کوي.

ددغه سازمان د معلوماتو له مخې په دغو هیوادونو کې میشت افغانان د اوسیدانې د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره د سفر په خاطر د ډیرو خطرناکو لارو او اکثره د انساني قاچاقبرانو په شبکو باندې اتکا کوي او کله چې دغو هیوادونو ته ورسیږي اکثره یې د کاروبار ترلاسه کولو په برخه کې د ناسم ګټې اخیستنې له امله زیانونه ګالي.

په دې راپور کې ویل شوي: "سږکال د آی او ایم د غبرګون ټیمونو ایران او پاکستان سره په څلورو سرحدي بندرونوکې وطن ته ۱.۲ میلیونو د اوسیدانې قانوني اسنادو نلرونکي افغان کډوالو سیندل او هم د کابل په هوايي ډګر کې د ۱۰۰ زره کسانو ستنیدل ثبت کړي دي".

د کډوالو نړیوال سازمان ویلي چې شاوخوا ۸۰ زره او ۵۰۰ افغان کډوال چې د پاکستان څخه ستانه شوي ورته یې ویلي چې افغانستان ته ددې لپاره راستانه شوي چې په پاکستان کې د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د شړلو د پالیسۍ له مخې دوامداره عاید نشو ترلاسه کولای.

دغه سازمان ویلي چې له ۱.۱ میلیونو څخه زیات د قانوني اسنادو نلرونکي افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي، چې ددغه شمیر ۶۶ فیصده یې له ایران څخه افغانستان ته شړل شوي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان ویلي چې اکثره دغه ستنیدونکي کډوال په داسې حال کې خپلو سیمو ته ستنیږي، چې هغوی د بیکارۍ او اقتصادي ګواښونو سره مخ دي.

د کډوالو نړیوال سازمان په دې راپور کې د جاوید په نوم د یو افغان کډوال کیسه هم شریکه کړې ده. دغه ځوان د کډوالو نړیوال سازمان ته ویلي، چې قاچاقبرانو ورڅخه پیسې غوښتې، خو هغه پیسې نلرلې چې وریې کړي نو قاچاقبرانو هغه شکنجه کاوه. هغه په دغه خطرناک سفر کې یو لاس هم له لاسه ورکړی دی.

د کډوالو نړیوال سازمان ویلي، چې د جاوید په څیر کډوال خپل هیواد ته په داسې حال کې ستنیږي چې د تیر وخت په اړه لږ څه په یاد لري او د یو نوي پیل په هیله دي. خو دغه سازمان ویلي چې ستنیدونکي کومه شتمني نلري او هم د ملاتړ لپاره ټولنیزې شبکې هم نشته دی چې ورسره مرسته وکړي.

ددغه سازمان د معلوماتو له مخې دغسې ستنیدونکي کډوال د تیر وضعیت څخه کړیږي او تر ډیره د ژوند د تیرولو لپاره په بشري مرستو باندې متکي دي. ددې سربیره د افغاسنتان سیاسي او اقتصادي مسایل د اقلیم د بدلون د ویجاړونکو اغیزو سره یوځای شوي او پر دوی یې اغیزې کړي دي.

دغه سازمان ویلي: "په حقیقت کې د اقلیم بدلون د بې ځایه کیدو د یو اساسي عامل په توګه د جګړې ځای نیولی دی او ناورینونه د بشري اړتیاو اساسي علتونه جوړوي".

د کډوالو نړیوال سازمان په دې راپور کې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د روان کال د اګست په میاشت کې سیلابونو راوتلو یادونه کړې او ویلي دي چې دغو سیلابونو د یوې خوا خلک بې کوره کړي او د بلې خوا د کرهڼیزو ځمکو په ویجاړولو سره یې په دغه هیواد کې د خوړو نه خوندیتوب لا پراخه کړی دی.

دغه سازمان ویلي چې وچکالۍ هم زرګونه افغانان د څښلو د اوبو د کمښت سره مخ کړي دي. همداشان دغه سازمان د افغانستان د هرات په ولایت کې د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د میاشتې زلزلو یادونه هم کړې او ویلي دي چې ناورینونه په پرله پسې ډول د افغانانو ژوند د ګډوډولو سره مخ کوي.

د کډوالو نړیوال سازمان په دغه راپور کې د افغانانو د ژوند ښه کیدو لپاره د دغه سازمان د هڅو یادونه هم کړې ده او ویلي دي چې دا سازمان خلکو سره د کورونو د بیا رغونې ترڅنګ هغوی ته د بدلیل معیشت او بیړنې مرستې برابروي. دغه سازمان ویلي چې جاوید غواړي چې یو دکان پرانیځي او د خبریالۍ مسلک په اړه خپل خوب رښتیا کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG