د لاس رسي وړ اتصالات

د سعودي یو ډاکټر جرمني کې د کرسمس په یو محفل کې خلک په موټر وهلي


په جرمني کې پولیسو جمعه ډسمبر ۲۰ ( لیندۍ ۳۰) د سعودي عربستان یو تبع وروسته تر هغه ونیوه چې د کرسمس په یو بازار کې یې خلک په موټر ووهل، دوه تنه یې ووژل او ۶۸ نور یې ووژل.

پولیسو ویلي چې په وژل شویو کې یو یې کمکی ماشوم و. پیښه د برلین څخه ۸۰ میله لیرې جنوب لویدیځ خوا کې د ماګدبورګ په ښار کې شویده.

چارواکو ویلي چې نیول شوی مشکوک برید ګر د سعودي عربستان تبع دی، طبي ډاګټر دی چې ۵۰ کاله عمر لري او د جرمني په ختیځ کې د سکساني – انهالت په ښار کې یې ژوند کاوه.

د ماګدبورک والي رینر هاسیلاف په خبري کنفرانس کې وویل، " مرتکب مو نیولی، د سعودي عربستان یو ډاکټر دی چې د ۲۰۰۶ راهیسې په جرمني کې دی".

هغه دا پیښه د خپل ښار او ټول هیواد لپاره "فاجعه" وبلله. د جرمني دې چارواکي زیاته کړه چې په برید کې د مشکوک شخص سره بل چا مرسته نده کړې.

سره لدې چې په جرمني کې چارواکو تر اوسه د نیول شوي مشکوک بریدګر په هکله نور معلومات ندي ورکړي خو پدې هیواد کې مطبوعاتو ویلي چې هغه طالب A نومیږي او د عقلی عصبي ډاکټر و.

په مطبوعاتو کې ویل شوي چې پیښه په سیمه ایز وخت د ماښام په ۷ بجو شوې او دا چې د برید پر مهال بازار له خلکو ډک و.

یو شمیر ویډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې پکې ښودل کیږي چې د پولیسو کمانډوګان د یو سخت خراب شوي موټر سره نږدې یو تن نیسي چې ږیره لري او عینکې یې په سترګو دي.

پولیسو همدارنګه ویلي چې دا موټر تقریباً ۴۰۰ مټره په بازار کې دننه په خلکو ورغی ، په وینو کې لت پت خلک، ماتې شوې ښیښې او ټوټې پرچې د ښار په مرکزي څلور لارې کې هرې خوا ته پرتې وې.
د جرمني صدراعظم اولف شولتز د X په شبکې کې لیکلي چې د ماګدبورګ په ښار کې پیښې تر ټولو ناوړه ویره خپره کړې.

ښاغلي شولتز د وژل شويو او ټپي شویو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د ژغورنې مامورینو څخه یې مننه کړې.

پولیسو ویلي چې په برید کې د BMW موټر څخه کار اخیستل شوی و.
پولیسو ویلي چې په برید کې د BMW موټر څخه کار اخیستل شوی و.


د جرمني د کورنیو چارو وزارت او داخلي امنیت خدماتو ادارو تازه خبرداری ورکړی و چې د کرسمس یا مسیحانو اختر په ورځو کې ډیر بیدار وي.

تر دې دمه د برید انګیزه نده معلومه او د جرمني چارواکو یې هم ملامتي په کومې ډلې نده اچولې خو تر دې وړاندې په جرمني کې یو شمیر پیښې شوې و چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې یې د کولو ادعاې کړې وې.

د روان میلادي کال د اګست په میاشت کې یو تن د شولینګن په ښار کې خلک په چاقو ووهل، درې تنه یې ووژل او اته نور یې ټپي کړل. پولیسو ددې پیښې په تړاو یو تن ونیوه او د برید کولو ادعا داعش کړې وه.

همدارنګه د جون په میاشت کې یو افغان د مانهیم په ښار کې یو پولیس په چاقو وواهه او وې واژه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG