ګوګل یو لیست خپور کړی چې ښيي په نړۍ کې خلکو په ۲۰۲۴ کال کې په دې انټرنیټي پاڼه کې تر ټولو زیات څه لټولي دي.
دا لیست ښيي چې په عمومي لټون کې خلکو تر ټولو زیات د فوټبال او کرکټ په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره ګوګل ته سر ورښکاره کړی دی.
د امریکا د کوپا سیالۍ یا د امریکا د براعظم د اتلولۍ جام، د اروپا د فوټبال د اتلولۍ جام (یوفا) او د نارینه وو د کرکټ نړیوال جام په ترتیب سره په ګوګل کې ډېر لټول شوي مسائیل دي.
د خبرونو په برخه کې د متحده ایالاتو انتخابات، سخته ګرمي او المپیک درې هغه عبارتونه و چې له بل هر څه زیات لټول شوي دي.
د شخصیتونو د لټون په برخه کې د متحده ایالاتو د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوم تر بل هر چا زیات لټول شوی دی. له ټرمپ وروسته د ویلز شهزادګۍ کترین، کاملا هریس، ایمان خلیف او جوبایډن نومونه په ګوګل کې زیات لټول شوي دي.
په هغو مشهورو کسانو کې چې سږکال مړه شوي دي تر بل هر چا د لیان پین، توبي کیټ او اوجي سیمپسون نومونه زیاتو کسانو لټولي دي.
د ګوګل د معلوماتو په اساس د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د لټون د نتایجو معلومول هم د لاسرسي وړ دي چې افغانستان په کې شامل نه دی. خو په هند او پاکستان کې کرکټ او د دې لوبې یو شمېر لوبغاړي د لیست په هغو نومونو کې شامل دي چې په اړه یې په ګوګل کې زیات لټون شوی دی.
ګوګل ویلي دي چې دا معلومات د روان عیسوي کال د جنوري له لومړۍ نېټې څخه د نومبر تر ۲۳مې پورې په دې شبک کې د ترسره شوي لټون له مخې راټول شوي دي.
فورم \ دبحث خونه