د تاجیکستان حکومت د ملي هویت د ساتلو په هڅه کې په دغه هېواد کې ښځو ته سپارښتنه کړې چې تر ډیره تاجکي جامې واغوندي او د غربي جامو او یا د اسلامي طرز له حجابه ډډه وکړي.
د اسکار فلمونو د جوایزو ورکولو ۹۷م جشن د یکشنبې په شپه مارچ دویمه (کب۱۲) د متحدو ایالتونو د کالیفورنیا په لاس انجلس کې وشو.
د بلوچستان ايالت د کوټې انتظامي مشر (مرستیال کمېشنر) په امر په دغه ښار کې په ناقانونه توګه د پښتو اکاډمۍ د تړلو پرضد د ليکوالانو او پښتنو ملتپالو ګوندونو تر سخت غبرګون وروسته بیرته پرانيستل شوه.
سريلانکا د انسانانو او وحشي فیلانو د نښتو د مخنیوي لپاره بیړني اقدامات په داسې حال کې اعلان کړي دي چې په دغو نښتو کې د یوې لسیزې راهیسې تقریبا ۱۲۰۰ کسان او ۳۵۰۰ فیلان وژل شوي دي.
د مراکش پاچا له خپل ولس څخه غوښتي دي، چې په لوی اختر کې قرباني ونه وکړي، ځکه چې د هغه په خبره وچکالۍ په دغه هېواد کې څاروي کم کړي او غوښه قیمته شوې ده.
د پاکستان په لاهور ښار کې د نرښځې (ټرانسجنډر) زده کوونکو لپاره د پخلي په یوه ځانګړی پروګرام کې ګډون، نه یوازې د پخلي مهارت زده کول دي، بلکې هغوی ته د نوي ژوند او ښه راتلونکي هیله هم ورکوي.
د پاکستان په بلوچستان کې يو شمېر پښتون ملتپاله سياسي ګوندونو او د پښتو ژبې ادبي تنظيمونو د مورنۍ ژبو نړيواله ورځ ونمانځله چې پکې ځوان سياسي فعالانو په پښتو ژبه د ښوونځیو د تعلیمي نصاب جوړولو غږښتنه وکړه.
د ننګرهار د جلال اباد ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د سیکانو او اهل هنود حکیمانو یو مهال په دغه ښار کې ښه درمل جوړول خو اوس د یوناني درملو کیفیت خراب شوی دی.
د جنوبي چیلي په سمندر کې یو نهنګ تېره اونۍ یو کس د هغه له کوچنۍ کښتۍ سره ژوندی تیر کړ، خو څو ثانیې وروسته یې روغ رمټ بیرته له خولې څخه وغورځاوه.
یو پاکستانی سړی او د هغه ښځه په دې تور محکمې ته حاضر کړل شوي چې یوه ۱۳ کلنه کارګره نجلۍ یې د یو چاکلیټ د غلا کولو په تور وهلې او وژلې ده.
د ترکیې په پلازمینه انقره کې چارواکي وايي د ککړو شرابو د څښلو له امله لږ تر لږه ۳۳ تنه مړه شوي او ۲۰ نور په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
په ۲۰۱۶ کال کې، هرشیل هپلر د ګوګل له لارې د لرغونو متنونو او کتیبو پلټنه کوله. په همدې وخت کې، هغه داسې یو عکس ولید چې ډېر اشنا و او د یو مهم تاریخي موندنې لامل وګرځېد.
نور پورته کول