د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: له تعلیم او روغتیايي خدمتونو څخه د افغان میرمنو محرومول انسانې کرامت ته سپکاوی دی


طالبانو د عامې روغتیا وزارت په کابل کې د طبي انستیتیوتونو مشرانو ته ویلي چې د ډسمبر درېیمې (لیندۍ ۱۳) وروسته په دغو انسیتیوتونو کې د نجونو زده کوونکو په شمولیت او درسونو بندیز لګول شوی دی.
طالبانو د عامې روغتیا وزارت په کابل کې د طبي انستیتیوتونو مشرانو ته ویلي چې د ډسمبر درېیمې (لیندۍ ۱۳) وروسته په دغو انسیتیوتونو کې د نجونو زده کوونکو په شمولیت او درسونو بندیز لګول شوی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو سفارت د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو پیغام کې ویلي چې افغانستان کې خلک په ځانګړي ډول ښځې او نجونې هره ورځ د بنسټیزو بشري حقونو د ترلاسه کولو په مبارزې کې له ستونزو سره مخامخ دي.

افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالتونو سفارت چې د قطر په پایتخت دوحه کې فعالیت کوي، د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۱۶( لیندۍ ۲۶) د ایکس په پاڼه د جنوبي افریقا د پخواني مشر او د نوبل د سولې د جایزې ګټونکي نیلسن مانډیلا یو نقل قول هم خپور کړی: "د وګړو د بشري حقونو څخه انکار کول د هغوې انسانیت تر پوښتنې لاندې راوستل دي."

د امریکا سفارت ویلي: " د افغانستان خلک، په ځانګړی ډول ښځې او نجونې هره ورځ د بنسټیزو بشري حقونو د ترلاسه کولو لپاره د مبارزې پر مهال له ننګوونو سره مخامخ دي. له تعلیم، روغتیایي خدمتونو او آزادۍ څخه د دوی محرومول د دوی انسانې کرامت ته سپکاوی دی."

د ډسمبر لسمه په نړۍ کې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي. د ۱۹۴۸ کال د ډسمبر په لسمه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ له خوا د بشري حقونو د اعلامیې د تصویب وروسته دا ورځ هرکال په نړۍ کې د ځانګرو غونډو او مراسمو په ترڅ کې نمانځل کیږي. افغانستان هم د ملګرو ملتونو د یوه غړي په توګه دغه اعلامیه تصویب او ورڅخه ملاتړ اعلان کړی وو.
په افغانستان کې سږکال بیا د طالبانو حکومت ددغې ورځې د نمانځلو لپاره د کومې رسمي غونډې د جوړیدو خبر نه دی ورکړی.

افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو سفارت په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار باندې د طالبانو د حکومت د بندیزونو د اغیزو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د بخښنې نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۱۶( لیندۍ ۲۶) یو ځل بیا په افغانستان کې په طبي انستیتیوتونو کې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز غندلی او ویلي دي چې دا بندیز به په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده کړو په برخه کې وروستۍ دروازه هم د هغوی پرمخ وتړي.

د راپورونو په اساس، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت معین بخت الرحمن شرافت د ډسمبر د روانې میاشتې په سر کې په کابل کې د طبي انستیتیوتونو د مشرانو سره په یوې غونډه کې هغوی ته ویلي چې د ډسمبر درېیمه (لیندۍ ۱۳) وروسته د نجونو زده کوونکو په شمولیت او درسونو بندیز لګول شوی دی. په دغو انستیتیوتونو کې نجونو د قابله ګۍ، د غاښونو پروتیز، نرسینګ او لابراتوار په برخو کې زده کړې کولې.

د طالبانو حکومت لا تر اوسه دا پریکړه، چې ویل کېږي د دغه ډلې د مشر، هبت‌الله اخندزاده په امر شوې، په رسمي ډول نه ده تائید کړې. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په دغو انسیتیوتونو کې په لسګونو زره ښځو او نجونو په کابل او یو شمیر ولایتونو کې زده کړې کولې.

د طالبانو د حکومت دا پریکړه د ملګرو ملتونو، امریکا او یو شمیر نورو هیوادونو او د بشري حقونو د نړیوالو بنسټونو له خوا غندل شوې او د افغاسنتان د حاکمو چارواکو غوښتل شوي چې خپله پریکړه دې بیرته لغوه کړي.

ملګرو ملتونو د ډسمبر ۱۲ (لیندۍ۲۲) خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې د نجونو په طبي زده کړو باندې د طالبانو بندیز به په دغه هېواد کې موجود ناسم بشري‌ کړکیچ لا پراخه کړي.

ملګري ملتونه وايي چې افغانستان د بشري کړکیچ له پلوه په نړۍ کې تر سودان وروسته دوېیم هېواد دی.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ټام فلیچر، چې د بشري او اضطراري مرستو د چارو تنظیم کوونکی هم دی، د تیرې پنجشنبې په ورځ د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره د امنیت شورا له خوا جوړې شوې غونډې ته وویل، چې په طبي انسیتیوتونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو باندې بندیز به ممکن د افغان میرمنو او نجونو روغتیا پالنې ته "جدي او دوامداره زیان" ورسوي.

نوموړي ویلي‌ دي چې په افغانستان کې د نجونو په زده کړو باندې له بندیز وروسته "دا وروستی سکتور و چې افغان ښځو په کې لوړې زده کړې کولای" شوای.

هغه زیاته کړه: "دا پرېکړه به په راتلونکو څو کلونو کې ۳۶۰۰۰ قابله ګانې او۲۸۰۰ نرسانې کاري ماحول (کار) ته له داخلېدو څخه راوګرځوي او تر زېږېدو مخکې، د نویو زیږیدلو ماشومانو او میندو د مړینې کچه به هم پام وړ ډول لوړه شي."

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی، د خپلې روانې واکمنۍ په تېرو دریو کلونو کې په ښځو باندې د کار، زده کړو او د ژوند په نورو برخو کې کلک بندیزونه لګولي دي. فعالان د طالبانو دا ډول کړنې د جنسیت په اساس تبعیض (جنسیتي اپارتاید) بولي.

د طالبانو حکومت تراوسه د هیڅ کوم هیواد یا نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG