د لاس رسي وړ اتصالات

 
سنتکام: په عراق کې د داعش د دوهم نمبر مشر وژنه تائید کړه

سنتکام: په عراق کې د داعش د دوهم نمبر مشر وژنه تائید کړه


 د عراق په انبار ولایت کې د داعش ضد د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ دقیق هوایي برید
د عراق په انبار ولایت کې د داعش ضد د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ دقیق هوایي برید

د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د شنبې په ورځ مارچ ۱۵ (کب ۲۵) وویل چې د اسلامي دولت (داعش) ډلې دوهم کس د عراق په انبار ولایت کې د دقیق هوایي برید په پایله کې وژل شوی دی.

سنتکام په خپل ایکس پاڼه کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا هوایي عملیات د مارچ په ۱۳ د عراق د استخباراتو او امنیتي ځواکونو په همکارۍ ترسره شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي: "د عراق په انبار ولایت کې په یو دقیق هوايي برید کې د داعش دوهم جګپوړی مقام او په نړیواله سطحه د دغې ډلې عملیاتي قوماندان عبدالله مکي مصلح الرفیعي چې په ابو خدیجه هم مشهور دی، د داعش له یو بل غړي سره یوځای وژل شوی دی."

د دغې اعلامیې په دوام کې ویل شوی دی چې ابو خدیجه د داعش ترهګرې ډلې د دویم مقام او د دغې ترهګرې ډلې د ترټولو ستر تصمیم نیونکی په توګه په نړیواله سطحه د دغې ډلې د عملیاتو، لوژستیک او پلان جوړونې مسئولیت په غاړه درلود او د داعش د مالیاتو د یوې مهمې برخې مدیریت یې کاړه.

د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ سنتکام زیاته کړه: "له دې حملې وروسته د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ځواکونو او عراقي ځواکونو د حملې په ځای کې د دواړو داعشي ترهګرو جسدونه وموندل. دواړو ترهګرو ناچاوده ځانمرګي واسکټونه اغوستي وو او ګڼې وسلې یې هم درلودې. د سنتکام ځواکونه او عراقي ځواکونه توانیدلي چې د DNA ازموینې له لارې د ابو خدیجه هویت وپیژني او تایید کړي."

د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ قوماندان مایکل کوریلا وویل: "ابو خدیجه په نړۍ کې د داعش یو له مهمو غړو څخه و. موږ به د ترهګرو وژلو او د هغوی د سازمانونو له منځه وړلو ته دوام ورکړو چې زموږ هیواد، د متحده ایالاتو پرسونل او په سیمه او بهر کې زموږ متحدینو ته ګواښ دی."

سره لدې چې په عراق او سوریه کې د داعش ډله ماته شوې خو لا هم ګڼ شمیر استخباراتي معلومات ښیي چې لا هم دا ډله پدې دواړو هیوادونو کې د ۱۵۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ پورې غړي لري چې په لیرې پرتو سیمو او دښتو کې پراته دي.

د امریکا پوځ د تیرې کال جولای په میاشت کې خبرداری ورکړی و چې ښایي د داعش ډله یو ځل بیا پدې سیمې کې سر راپورته کاندي او دا خبرداری یې هم ورکړی و چې د تیر کال په پرتله به په عراق او سوریه کې بریدونه دوه چنده ډیر شي.

امریکایي ځواکونو په سوریه او عراق کې پدې تیرو څو میاشتو کې د داعش په اهدافو هوایي بریدونه کړي خو ددې عملیاتو سر بیره، د ملګرو ملتونو استخباراتي معلومات ښیي چې داعش په سوریه کې د اسد رژیم له ړنګیدو او سیاسي ګډوډۍ څخه ګټه اخلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG