د لاس رسي وړ اتصالات

سنتکام: د امریکا په هوایي برید کې په سوریه کې د داعش یو مشر ووژل شو


د امریکا عوایي ځواک
د امریکا عوایي ځواک

د متحده ایالاتو پوځ د جمعې په ورځ ډسمبر ۲۰ (لیندۍ ۳۰) وویل چې د داعش یو مشر او د دې ډلې یو بل غړی په سوریه کې د امریکايي ځواکونو په برید کې وژل شوي دي.

د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) په ټولنیزو شبکو کې د جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي چې دا برید د پنجشنبې په ورځ د سوریې په ختیځ دیرالزور ولایت کې وشو او د داعش مشر ابو یوسف او د دې ډلې یو بل غړی پکې ووژل شول.

سنتکام وویل، "دا هوايي برید د سنتکام او د هغې د شریکانو د روانې ژمنې یوه برخه ده چې په سیمه کې د ترهګرو هڅې، د بریدونو پلان کول، تنظیم او ترسره کول ګډوډ او خنثی کوي."

د سنتکام په وینا، دا برید "په هغه سیمه کې شوی چې مخکې د سوریې د رژیم او روسیې تر کنټرول لاندې وه."

متحده ایالاتو د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم له پرځیدو وروسته، د داعش پر اهدافو هوايي بریدونه ډېر کړي، څو دغه ډله په سوریه کې له اوسني وضعیت څخه د ځان د بیا راژوندي کولو لپاره ګټه پورته نه کړي.

امریکا اوسمهال په سوریه کې د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو پر وړاندې د مبارزې لپاره ۹۰۰ سرتیري لري. خو د امریکا دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې امریکا په سوریه کې د بشارالاسد تر نسکورېدو مخکې د خپلو سرتېرو شمېر دوه برابره کړی دی.

د امریکا په مشرۍ پوځي ایتلاف په ۲۰۱۴ کال کې د اسلامي دولت ډلې (داعش) پر ضد د جګړې لپاره جوړ شو. په هغه کال کې، داعش د عراق او د سوریې د ځینو برخو نږدې یو پر دریمه برخه کنټرول درلود.

امریکا له څو کلونو راهیسې د داعش د بیا راپورته کېدو د مخنیوي لپاره پر دغې ډلې وخت په وخت بریدونه کوي، خو دا بریدونه د بشارالاسد له نسکورېدو وروسته څو چنده شوي دي.

د ډسمبر په اتمه، په هغه ورځ چې د هیات التحریر الشام ډلې په مشرۍ د سوریې یاغیانو دمشق ونیو، واشنګټن د داعش له ۷۵ څخه په زیاتو اهدافو باندې بریدونه وکړل، او سنتکام وویل، موخه یې دا وه ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې داعش د روسیې له اوسني وضعیت څخه د خپل ځان د بیا احیا کولو لپآره ګټه پورته نکړي.

سربیره پردې، سنتکام د دوشنبې په ورځ وویل چې امریکایي ځواکونو د داعش ۱۲ وسله وال په هغو سیمو کې چې په وینا یې "د پخواني رژیم او روسیې تر کنټرول لاندې وې" وژلي دي.

د سنتکام قوماندان مایکل ایریک کوریلا د دې بریدونو په اړه وویل: "په دې کې باید شک نه وي. موږ به داعش ته اجازه ورنکړو چې په سوریه کې له اوسني وضعیت څخه ګټه پورته کړي او بیا جوړ شي. په سوریه کې ټول سازمانونه او ډلې باید پوه شي چې که دوی له داعش سره ملګرتیا وکړي. که یې په هره طریقه یې ملاتړ وکړ، موږ به یې مسؤل وګڼو."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG