د ایران ستر روحاني مشر ایات الله علي خامنه یي، وایي په سوریه کې د بشارالاسد حکومت ړنګیدل ایران نشي کمزوری کولی او دا چې د "مقاومت محور" ندی ړنګ شوی.
خامنه اي سه شنبه ډسمبر ۱۷ (لیندي ۲۷) په یوې تلویزیوني وینا کې همدارنګه وویل چې متحده ایالات اسرائیل پدې هکله په "بشپړه توګه غلط" و چي فکر یي کاوه په سوریه کې د بشارالاسد د حکومت ړنګیدل د هغه مقاومت پای ته رسیدل دي چې ایران یې ملاتړ کوي.
د ایران دې جګپوړي مشر دا څرګندونې داسې مهال کړي چې د روانې ډسمبر میاشتې په ۸ مې په سوریې کې د بشارالاسد حکومت ړنګ او واک یاغیانو ته په لاس ورغی.
بشارالاسد چې اقلیت علوي شعیه دی، کورنۍ یې د تیرو څه باندې ۵۰ کالونو په سوریه کې پداسې هیواد حکومت کاوه چې اکثریت اوسیدونکي یې سنيان دي.
ایران په سوریې کې د کورنۍ جګړې پیل کیدو وروسته د بشارالاسد ټینګ ملاتړ وکړ خو شعیه نیابتي ډلې یې وروسته تر هغه تالا ترغه شوې چې د ترکیې له ملاتړ سني وسله والو پایتخت دمقش ونیوه.
پخپله بشارالسد د کورنۍ سره یو ځای روسیې ته وتښتید.
په سوریه کې د یو قوي ملګري او نیابتي ډلو تر لاسه ورکولو وروسته چې وخت ناوخته به یې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو بریدونه کول، په غزې کې د حماس او په لبنان کې د حزب الله ډلې هم چې ایران یې د مقاومت محور برخې بولي، د اسرائیل په هوایي او نورو بریدونو کې سختې ځپل شویدي.
د ایران روحاني مشر همدارنګه وویل که اسرائیل پدې ګمان وي چې د سوریې په کلابندۍ سره به د حزب الله وسله واله ډله له منځه یو نو پخپله له منځه ولاړ شي.
د خامنه اي تر څرګندونو دوه ورځې وړاندې د اسرائیل مشر ، بنیامین نتنیاهو ویلي و چې د متحده ایالاتو د منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې یې په منځني ختیځ کې د "ریښتیني توګه بدلولو" په هکله خبرې کړي.
نتنیاهو په غزې، سوریې او لبنان کې د بدلونونو تر څنګ ایران ته هم د اشارې په توګه ویلي چې د اسرائیل "اوسپنیز ځواک مزه یې څکلې" ده.
فورم \ دبحث خونه