د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د سوریې جګړه پای ته نده رسیدلې


سره لدې چې په سوریې کې د بشارالاسد حکومت ړنګ شوی او واک یاغیانو ته په لاس ورغلی خو د دې هیواد لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، ګایر پیډرسن سه شنبه ډسمبر ۱۷ ( لیندۍ ۲۷) د سوریې په شمال کې د کردانو او ترکیې له ملاتړ برمخمنو وسله والو تر منځ جګړو ته په اشارې سره ویلي چې لا هم پدې هیواد کې جګړه پای ته نده رسیدلې.

ښاغلي پیډرسن د امنیت شورا غونډې ته په وینا کې خبرداری ورکړ چې د سوریې په شمال کې د پنځه ورځني اوربند وړاندې د پام وړ جکړې شویدي.

هغه ویلي، "د پنځه ورځني اوربند موده پای ته ورسیده او زه د نظامي شخړو ډیروالي راپورونو په هکله جدي اندیښمن یم" او دا خبرداری یې هم ورکړی چې د جګړو ډیروالی به د ناورین سبب شي.

سره لدې چې متحده ایالاتو ویلي د مانبیج په ښارګوټي کې یې د کردي ډلو او نورو یاغیانو تر منځ د روانې اوونۍ تر پایه د اوربند موده غځولې ځو ملګرو ملتونو اندیښنه څرګنده ګړې کې د اوربند مودې پای ته رسیدو وروسته به یو ځل بیا ددې ډلې تر منځ جګړې پیل شي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ مشر ټام فلیچر ویلي چې یوازې پدې تیرو دوو اونیو کې چې د کردي ډلو او هغو وسله والو تر منځ جګړو کې چې ترکیه یې تر شا ولاړه ده، نږدې یو ملیون وګړي بې کوره شویدي.

ښاغلي فلیچر ویلي چې په سوریې کې نږدې ۱۳ ملیونه وګړي د خوراکي موادو نامصؤنیت سره مخ دي او تر څنګ یې دا هم ویلي چې د تازه جګړو له کبله د خلکو کړاو ډیر شوی.

د ملګرو ملتونو دې جګپوړي چارواکي زیاته کړه چې په سوریه کې د اوسنیو حاکمانو سره یې کتلي او خوښي یې څرګنده کړې چې نویو مشرانو د بشري مرستو په برخې کې د همکارۍ ژمنه کړې.

په سوریه کې د بشارلاسد د حکومت په ړنګېدلو باندې په دغه هیواد کې د اسد د واکمنۍ پر مهال ځورول شویو خلکو خوښي څرګنده کړې او دا یې د خپل هېواد د یو ښه راتلونکي نښه بللې ده.

د اسد مخالفو ډلو د سوریې له نیولو وروسته د زندانونو دروازې پرانیستي او ډیری داسې کسان یې خوشې کړي چې د رژیم سره د مخالفت په تور یې کلونه قید تیر کړی و.

په سوریه کې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې د سوریې په زندانونو کې د ۲۰۱۱ راهیسې له ۱۰۰ زرو زیات کسان مړه شوي دي.

ددغه سازمان د شمېرو له مخې، د بشارالاسد د حکومت خلاف د پاڅون کوونکو په ځپلو کې له ۵۰۰ زرو زیات کسان وژل شوي او د سوريې نیمايي نفوس د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوی دی

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG