تووانا لوني په ۱۹۹۹ کال کې خپله یو ګرده خپلې مور ته ورکړه او څو کاله وروسته یې د میندوارۍ د ستونزو له کبله دویمې ګردې کار پرېښوده.
خو د امریکا په نیویارک کې ډاکټرانو په جنیتکي ډول د خنزیر یوه ترمیم شوې ګرده د دغې ۵۳ کلنې ښځې په بدن کې پیوند کړه.
د نیویارک پوهنتون له دغو عملیاتو څخه درې اونۍ وروسته د ډسمبر په ۱۶ (لیندۍ۲۶) وویل چې دا «یو برکت» دی.
له ډېر وخت راهېسې د طب یو هدف دا دی، چې د حیواناتو د بدن ځينې غړي انسانانو ته پیوند کړي، خو په دې وروستیو کې د جینونو د ترمیم، مدیریت او روغتیايي معافیت د سیستم په برخو کې پرمختګ د دغه هدف ته رسېدل اسان کړي.
د دغه پروګرام ملاتړي په دې باور دي چې انسان ته د حیوان د بدن د غړو پیوند کول به د انسان د بدن د غړو د کموالي ستونزه حل کړي. دا مهال څه باندې ۱۰۰زره امریکایان د بدن ځینو غړو ته ضرورت لري او په دوی کې یې ۹۰زره ګردو ته اړتیا لري.
لوني له ۲۰۱۶ کال راهېسې د هیمودالیز په مرسته ژوند کاوه. د میندوارۍ په مهال د وینې لوړ فشار د دې ښځې یوازینۍ ګرده هم له کاره وغورځوله.
د لوني په بدن کې د مضرې انټي باډي د زیاتوالي له کبله هغې ته د داسې یوې ګردې موندل، چې بدن یې ورسره فعالیت وکړي، ډېر ستونزمن وو.
د لوني بدن ته د خنزیر د ګردې پیوند کول د خپل ډول درېیم عملیات دي.
یو بل ۶۲ کلن امریکايي، ریک سلیمن، د روان کال د مۍ په میاشت کې له دا ډول عملیاتو دوې میاشتې وروسته د ماساچوستس په عامې روغتیا کې مړ شو.
دویم کس، چې په نیویارک کې ورته د خنزیر ګرده پیوند شوه، لیزا پاسانو نومېدله. د پاسا په بدن کې په لومړیو کې د پرمختګ ښې نښې ښکاره شوې، خو وروسته یې دیالیز ته ړتیا پیدا شو او بالاخره له عملیاتو څخه ۴۷ ورځې وروسته مړه شوه.
بیا هم محققین په دې باور دي، چې د دغه بهیر په ښه کولو سره د هغو کسانو په بدنونو کې، چې ډېر سخت ناروغان نه وي، د خنزیر د ترمیم شوې ګردې پیوند کول به ګټور وي.
د دغه اوه ساعته عملیاتو سر جراح رابرټ مونتګمري له ټولو هغو کسانو څخه مننه وکړه، چې چمتو شوي وو تحقیقات پرې وشي. نوموړي تر دې دمه اوه ځلې انسانانو ته د حیواناتو د بدن د غړو د پیوند کولو عملیات کړي.
فورم \ دبحث خونه