د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره (یونیسف) وايي چې د تیر ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې یې په افغانستان کې ۲.۵ میلیونو نجونو ته د وینې د کمیدو د درملنې لپاره اوسپنې لرونکې تابلیټونه ورکړي دي.
په پاکستان کې د روغتيا چارواکي اندېښنه ښيي چې د ګوزڼ ناروغي یوځل بیا په چټکۍ سره خپرېږي چې له کبله یې هغه هیلې ټکنۍ شوې چې په نړۍ کې دغه ختمه شوې ناروغي به په دې هېواد کې هم ختمه شي.
د روغتیا د نړیوال سازمان یو چارواکي د چهارشنبې په ورځ جنوري ۲۹ (سلواغه لسمه) خبرداری ورکړ چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو مرستو بندېدل په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي پروګرام له ګواښ سره مخامخ کوي.
د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام په دغه هېواد کې په ماشومانو ګوزڼ په ویروس د یوې بلې ماشومې د اخته کېدو خبر ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ( اوچا) وايي چې په روان ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ۲۷۹.۷ میلیونو ډالرو بودیجې ته اړتیا لري.
د طالبانو د حکومت د عامې رروغتیا وزارت وايي چې د سږني ژمي د پیل راهیسې د کاربن مونوکسایډ پرګاز د مسمومیدو په پیښو کې په افغانستان کې تراوسه ۲۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې د سند ايالت د کراچي په ښار کې یو بل ماشومان د ګوزڼ په ویروس اخته شوی او په دې سره په پاکستان کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۷۰ ماشومانو ته رسېدلی دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" وايي چې د کابل په ښاري سیمو کې یې د ماشومانو د ورځینۍ پاملرنې په ۴۰ مرکزونو کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د پیژندلو لپاره د معاینې سربیره کورونو ته ددغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د خوړولو د چمتوکولو په اړه هم روزنه ورکول کیږي.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په افغانستان کې د روان ۲۰۲۴ کال د تیر نومبر په میاشت په ټول دغه هیواد کې افغانانو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د پرمختګ خبر ورکړی او ویلي دي چې په دغه میاشت کې یې څه باندې ۱۵۴ زره کسانو ته روغتیايي خدمتونه برابر کړي دي.
د وینې له ورکولو ښایي ځینې کسان وډاریږي، خو دا یو ساده عمل دی چې کولی شي وینې ته د اړمن کس ژوند وژغوري او همداشان د وینې او هغه د اجزاو ترلاسه کوونکي ته یې ګټې ډیرې دي.
د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د پوليو د مخنيوي پروګرام مشرانو اعلان کړی دی چې هلته به د ماشومانو د ګوزڼ پوليو واکسين کمپاين د روان ۲۰۲۴ کال د ډسمبر پر ۳۰ پيل شي.
تووانا لوني په ۱۹۹۹ کال کې خپله یو ګرده خپلې مور ته ورکړه او څو کاله وروسته یې د میندوارۍ د ستونزو له کبله دویمې ګردې کار پرېښوده.
نور پورته کول