د پاکستان د بلوچستان ايالت په بولان سيمه کې د مارچ ۱۱ (کب ۲۱) پر رېل ګاډي د بريد او د سلګونو کسانو د يرغملولو تر پېښې وروسته د اختر په رخصتیو کې خپلو کورونو ته تلونکي مساپر وايي، د ځمکنۍ لارو پرځای د الوتکو سفر خوندي بولي خو د ټکټونو اخیستو وس نه لري.
د مارچ ۱۴مه (کب ۲۴) د خوب د نړیوالې ورځې په توګه سږکال تر دې شعار لاندې نمانځل کیږي چې "د خوب روغتیا ته لومړیتوب ورکړئ."
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ مارچ ۱۴ (کب ۲۴) د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د مذاکراتو د پای ته رسیدلو او د سولې د هوکړې هرکلی وکړ.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ مارچ ۱۳ (کب۲۳) وویل چې ولسمشر ولادیمیرپوتین د اوکراین د احتمالي اوربند په اړه «ډېرې هیله بخښونکې څرګندونې کړې» خو په خبره یې «بشپړې نه» دي.
د متحده ایالاتو د خزانې وزارت په ایران باندې د فشار راوړلو د برخې په توګه د پنجشنبې په ورځ، مارچ ۱۳ (کب ۲۳)، د ایران د تیلو په وزیر محسن پاکنژاد او د بار وړونکو بیړیو په څو شرکتونو بندیزونه ولګول.
د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سلاکار یوري یوشاکوف ویلي، چې په اوکراین کې د اوربند لپاره د امریکا پلان یوازې د اوکراین دریځ څرګندوي او د هغه په وینا په دې پلان کار کول اړین دي او باید د روسیې دریځ په کې شامل شي.
د بشپړ خسوف له کبله به د پنجشنبې په شپه مارچ ۱۳ (کب ۲۳) د ځمکې په لویدیځه نیمه کره کې د سپوږمۍ رنګ سور وي.
د چین په یو مشهور رستورانت کې د خوړو په دیګ کې د یو کس لخوا د متیازو کولو ویډیو غبرګونونه پارولي او د رستورانت چلوونکو ویلي چې خپلو زرګونو مشتریانو ته تاوان ورکوي.
د بې پولې ډاکټرانو سازمان (MSF) په افغانستان کې د شري د ناروغۍ د پیښو د زیاتیدو خبر ورکړی او ویلي دي چې په دغه هیواد کې هره ورځ لږ ترلږه یو ماشوم پر دغې ناروغۍ خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ مارچ ۱۲ (کب۲۲) هیله څرګنده کړه امریکایي مذاکره کوونکي، چې مسکو ته ځي، د اوکراین د جګړې ختمېدو لپاره د روسیې هوکړه ترلاسه کړي.
د ملګرو ملتونو د مخدره توکو د څار ادارې د چهارشنبې په ورځ مارچ ۱۲ (کب ۲۲) وویل چې په افغانستان کې د اپینو بیې مخ په لوړېدو دي او د طالبانو د مقاماتو له خوا د کوکنارو په کښت د بندیز وروسته "لویه ګټه" جنایي ډلو ته رسیږي.
نور پورته کول