د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ دسمبر ۲۰ (لیندۍ ۳۰) وویل، د لوړ پوړو امریکايي ډیپلوماتانو یو پلاوی د سوریې پایتخت دمشق ته تللی چې د هیئت تحریر الشام ډلې په مشرۍ ددغه هېواد له نویو واکمنانو سره وګوري.
د روانې میاشتې په پیل کې د بشارالاسد د حکومت له ړنګېدو وروسته دا د واشنګټن او د سوریې د نويو واکمنانو ترمنځ لومړنۍ مخامخ خبرې اترې دي.
سوریې ته تللي امریکايي پلاوي کې د منځني ختیځ لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله باربرا لیف، د یرغمل شویو امریکایانو د ازادولو لپاره د ولسمشر لخوا ګومارل شوی مرکچي راجر کارسټنز، او لوړپوړی سلاکار ډنیل روبینسټاین چې اوس د سوریې سره د تعامل د چارو مشري کوي، شامل دي.
دا پلاوی په داسې حال کې سوریې ته تللی چې د لویدیځ حکومتونه د هیئت تحریر الشام او د ډلې مشر احمد الشرع سره تعامل پراخوي او په دې اړه بحثونه کوي چې ایا ددغه ډلې نوم د ترهګر تنظیمونو له نوملړ څخه لیرې کړي او که نه؟
له متحده ایالاتو وړاندې، د فرانسې او بریتانيې استازو د هیئت تحریر الشام له مشرتابه سره اړیکې نیولي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې استازي یې د هیئت تحریر الشام له مشرانو سره په کتنه کې په دې خبره ټینګار کوي چې پکار ده د سوریې راتلونکی حکومت ټولشموله او د لږکیو حقونه پکې خوندي وي.
امریکايي پلاوی همدارنګه د امریکايي خبریال اسټن ټایس او د هغه نورو امریکایانو په اړه د تازه معلوماتو ترلاسه کولو کوښښ کوي چې په سوریه کې لا درکه شوي دي. ټایس په ۲۰۱۲ کال کې سوریې ته د خبریالۍ په موخه د سفر په مهال نیول شوی دی.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وویل چې امریکايي استازي به د سوریې له ولس سره هم مخامخ خبرې اترې کوي، د مدني ټولنې او نورو بیلا بیلو ټولنو د غړو غږونه به اوري چې د سوریې د راتلونکي په اړه څه نظر لري او متحده ایالات يې څنګه ملاتړ کولی شي.
د بهرنیو چارو وزارت وویل چې امریکايی چارواکي به د هیئت تحریر الشام له مشرانو سره د یو سرپرست حکومت لپاره په هغه اصولو وغږیږي چې متحده ایالاتو او په سیمه کې د متحده ایالاتو متحدینو یې په اړه د اردن په عقبه ښار کې هوکړه کړې ده.
متحده ایالاتو په ۲۰۱۲ کې له سوریې سره ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې او په دمشق کې يې خپل سفارت وتاړه.
د دسمبر په اتمه د حکومت مخالفو باغیانو د بشارالاسد حکومت نسکور کړ او د ۱۳ کلونو کورنۍ جګړې وروسته یې اسد له هېواد څخه تیښتې ته مجبور کړ.
یاغیانو د دریو میاشتو دپاره سرپرست حکومت جوړ کړی دی چې مشري يې محمد البشیر کوي. هغه له دې وړاندې د ادلب ښار د انتظاميې مشر و.
واشنګټن په ۲۰۱۳ کې د الشرع نوم له القاعدې سره د تړاو په تور د ترهګرو په لست کې شامل کړ.
واشنګټن وویل د هیئت تحریر الشام وړاندې د النصره جبهې ځانمرګي بریدونه کړي چې ملکي خلک په کې وژل شوي او همدارنګه دغه ډلې د فرقه يي تشدد نظریات لرل.
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن او د هغه مرستیالانو د بشارالاسد حکومت ړنګېدل د سوریې د ولس د پاره چې د لسیزو راهسې یې د هغه د جابرانه حکومت لاندې ژوند کړی، یو تاریخي فرصت بللی، خو دا خبرداری يې هم ورکړی چې سوریه د خطراتو او ناڅرګند وضعیت له یوې دورې سره مخامخ ده.
واشنګټن په دې اړه اندېښنه لري چې داعش ښايي له دې فرصت څخه ګټه واخلي او بیا سر راپورته کړي. واشنګټن د سوریې په شمال ختیځ کې د ترکيې او د امریکا د ملاتړ لرونکو ډلو ترمنځ د جګړې پای ته رسېدل غواړي.
ددې مطلب د چمتو کولو لپاره د رویټرز، فرانس پرس او اسوشیتد پرس اژانسونو له معلوماتو استفاده شوې ده.
فورم \ دبحث خونه