په سوریه کې د یاغیانو مشر چې د بشارالاسد حکومت یې ړنګ او واک یې تر لاسه کړ، یکشنبه ډسمبر ۱۵ ( لیندۍ ۲۵) یې د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي سره کتلي دي.
یاغیانو په یوې اعلامیې کې چې په ټیلګرام کې یې خپره کړې ویلي چې د هیات تحریر الشام ډلې مشر، ابو محمد الجولاني چې اصلي نوم یې احمد الشرع دی د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي، ګایر پیډرسن سره پدې هیواد کې د سیاسي بدلونونو په هکله غږیدلی.
په اعلامیې کې همدارنګه راغلي چې جولاني او پیډرسن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه پریکړه لیک په هکله وغږیدل چې په ۲۰۱۵ کال کې په سوریه کې د سیاسي جوړجاړي په خاطر منظور شوی و.
دا ملاقات داسې مهال کیږي چې د متحده ایالاتو په ګډون نړیواله ټولنه د سوریې یاغیانو سره په ګډه کار کوي چې پدې هیواد کې د بشارالاسد رژیم ړنګیدو وروسته د راتلونکي حکومت په جوړیدو کې ورسره مرسته وکړي.
متحده ایالاتو تیره ورځ د لومړي ځل لپاره تائید کړه چې په مستقیمه توګه د سوریې د یاغیانو سره په اړیکه کې دي.
سره لدې چې د هيئة تحریر الشام ډله د متحده ایالاتو حکومت سره د ترهګر سازمان په توګه ثبت ده خو انټوني بلینکن د شنبې په ورځ په اردن کې په خبري کنفرانس کې په عامه توګه تائید کړه چې د متحده ایالاتو حکومت د دې ډلې سره په مستقیمه توګه اړیکه کې دی.
د امریکا دې تر ټولو لوړ پوړي دیپلومات پدې هکله وویل، " هو ، مونږ د هیئه تحریر الشام او نورو اړخونو سره په اړیکه کې یو. د سوریې ولس ته زمونږ پیغام دا دی چې غواړو هغوي بریالي شي او مونږ ورسره مرستې کولو ته چمتو یو".
انټوني بلینکن داسې مهال د سوریې یاغیانو سره د خپل هیواد د اړیکو موضوع تائید کړه چې اتو عربي هیوادونو، ترکیې، ملګرو ملتونو، اروپایي اتحادیې او متحده ایالاتو چارواکو د ټول شموله، سوله ایزې او غیر فرقه اي سوریې لپاره ملاتړ څرګند کړ.
د محمد الجولاني تر مشرۍ لاندې د هیات تحریر الشام ډله له القاعدې او داعش سره د روابطو سابقه لري، یو شمېر هېوادونه یې د ترهګرۍ سازمان په توګه پېژني او ملګرو ملتونو پرې بندیز لګولی دی.
د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هیله وښوده چې د سوریې د اقتصادي بیا رغونې لپاره دا بندیزونه ژر لېرې شي.
ښاغلي پیډرسن په دمشق کې د سوریې د موقت حکومت له چارواکو سره تر ملاقات وروسته وویل: "هیله لرو چې ژر د بندیزونو د لېرې کېدو شاهدان واوسو چې د سوریې د بیا رغونې لپاره راټول شوو."
د متحدو ایالتونو، ترکیې، اروپايي ټولنې او عربو هېوادونو لوړ پوړي دیپلوماتانو تېره ورځ غونډه وکړه او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل چې دغو هېوادونو موافقه وکړه، چې د سوریې نوی حکومت دې د اقلیتونو د حقونو درناوی وکړي.
فورم \ دبحث خونه