د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن وایي امریکایي چارواکي په سوریې کې د هغو یاغیانو سره مستقیمې اړیکې لري چې تیره اوونۍ یې د بشارالاسد حکومت ړنګ او واک یې تر لاسه کړ.
سره لدې چې د هيئة تحریر الشام ډله د متحده ایالاتو حکومت سره د ترهګر سازمان په توګه ثبت ده خو انټوني بلینکن شنبه ډسبمر ۱۴ ( لیندۍ ۲۴) په اردن کې په خبري کنفرانس کې په عامه توګه تائید کړه چې د متحده ایالاتو حکومت د دې ډلې سره په مستقیمه توګه اړیکه کې دی.
د امریکا دې تر ټولو لوړ پوړي دیپلومات پدې هکله وویل، " هو ، مونږ د هیئه تحریر الشام او نورو اړخونو سره په اړیکه کې یو. د سوریې ولس ته زمونږ پیغام دا دی چې غواړو هغوي بریالي شي او مونږ ورسره مرستې کولو ته چمتو یو".
انټوني بلینکن داسې مهال د سوریې یاغیانو سره د خپل هیواد د اړیکو موضوع تائید کړه چې اتو عربي هیوادونو، ترکیې، ملګرو ملتونو، اروپایي اتحادیې او متحده ایالاتو چارواکو د ټول شموله، سوله ایزې او غیر فرقه اي سوریې لپاره ملاتړ څرګند کړ.
ترکیې بیا په سوریې کې د بشارالاسد حکومت تر ړنګیدو تقریباً یوه اوونۍ وروسته په دمشق کې خپل سفارت بیرته پرانیست چې د تیرو څه باندې ۱۲ کالونو راهیسې تړل شوی و.
ترکیه لومړنی هیواد شو چې په دمشق کې خپل سفارت بیرته پرانیزي. متحده ایالاتو لا پدې هکله څه ندي ویلي چې آیا په دمشق کې به خپل سفارت پرانیزي که نه.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر پدې هکله نور معلومات ورنکړل چې هیواد یې په سوریې کې د یاغیانو سره څه ډول اړیکې لري خو زیاته یې کړه چې د اړیکو پالل ځکه مهم دي چې امریکا وکړی شي یاغیانو ته پیغام ورکړي او پوه شي چې دا ډله په سوریې کې څه ډول حکومتداري کوي.
د اتو عربي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په اردن کې یوې غونډ کې د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې په ملاتړ په سوریه کې د واک د سولهییز او ټولشموله انتقال غوښتنه وکړه.
د اردن، عراق، سعودي عربستان، مصر، لبنان، متحده عربي اماراتو، بحرین او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو د اردن د سرې بحیرې په عقبه بندر کې له خبرو وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې دوی په سوریه کې په سولهییزه توګه د واک د انتقال له یو داسې بهیر څخه ملاتړ کوي چې په کې "ټول سیاسي او ټولنیز اړخونه ګډون ولري".
د بشار الاسد ضد ځواکونه چې مشري یې د اسلامپالې ډلې هیات التحریر الشام کوي د یکشنبې په ورځ د دمشق په نیولو سره د اسد د اوږدې مودې واکمني نسکوره کړه.
په سوریه کې د یاغي وسلهوالو لخوا جوړ شوي انتقالي دولت ټینګار کړی چې د سوریې د ټولو وګړو حقونه او همداشان د قانون له حاکمیت څخه به ساتنه وشي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۱۸ کال کې د هیئه تحریر الشام ډله چې پخوا یې د القاعده شبکې سره اړیکې درلودې، د ترهګریزو سازمانونو په لیست کې شامله کړه چې دې ډلې او غړیو سره یې په مرستو کولو بندیز لګولی و.
د دې ډلې مشر ابو محمد الجولاني هم د شنبې په ورځ په دمشق کې په خبري کنفرانس کې د امریکایي چارواکو سره د اړیکو په باره کې څه ونه ویل خو دومره یادونه یې وکړله چې د لویدیځو هیوادونو د سفارتونو سره په اړیکه کې دي.
فورم \ دبحث خونه