د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن په عراق کې د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو ډلو پر ځپلو ټینګار کړی


بلینکن د دسمبر په ۱۳ په بغداد کې د عراق د صدراعظم محمد شیعه السوډاني سره د کتنې پر وخت
بلینکن د دسمبر په ۱۳ په بغداد کې د عراق د صدراعظم محمد شیعه السوډاني سره د کتنې پر وخت

د فرانسې خبري‌ اژانس د شنبې په ورځ ډسمبر ۱۴ (لیندۍ ۲۴) د یو امریکايي‌ چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پر عراق فشار راوستی ترڅو د ایران له ملاتړ څخه برخمنې وسله‌والې ډلې وځپي.

بلینکن د جمعې په ورځ سیمې ته د خپل سفر په ترڅ کې په بغداد کې د عراق له صدراعظم محمد شیعه السوډاني سره په داسې حال کې کتلي چې تېره اونۍ په سوریه کې اسلامپالو یاغیانو د ایران د لوی متحد بشارالاسد د کورنۍ د نیمې پیړۍ واکمني پای ته ورسوله.

د دغه امریکايي چارواکي په وینا بلینکن السوډاني ‌ته ویلي‌ چې ایران دا مهال په ډېر کمزوري حالت کې دی او عراق باید له دې فرصت څخه په استفادې په سیمه کې د تهران د نفوذ کچه راټیټه کړي.

دغه امریکايي چارواکي‌ چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي وویل بلینکن له السوډاني څخه غوښتي چې د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو هغو عراقي شیعه وسله والو ډلو مخه ونیسي چې له کلونو راهیسې پر امریکایي ځواکونو بریدونه کوي.

سرچینې دغه راز وویل بلینکن له السوډاني څخه غوښتي چې د عراق له لارې په سوریه کې د تهران له ملاتړ څخه برخمنو ډلو ته د ایراني وسلو د لېږدولو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

دغه امریکايي چارواکي په دې اړه چې السوډاني د بلینکن غوښتنې ته څه غبرګون ښودلی له ځواب ویلو ډډه وکړه خو زیاته یې کړه چې هغه هیله څرګنده کړه چې عراق به په جګړه کې له ښکېلېدو څخه ډډه وکړي.

بلنکین د عراق له صدراعظم سره له خبرو وروسته په بغداد کې وویل چې متحده ایالات د عراق د حاکمیت ساتلو هڅو ته ژمن دی.

هغه د ایران د نوم له اخیستلو پرته وویل: "زه فکر کوم چې دا د عراق لپاره هم یو فرصت دی چې خپل حاکمیت پیاوړی کړي او همدارنګه په ثبات، امنیت او بریالیتوب سره مخ په وړاندې ګام واخلي."

په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق باندې د امریکا له یرغل او د صدام حسین د رژیم له نسکورېدو وروسته په دغه هېواد کې چې د نفوس لویه برخه یې شیعه‌ګان دي د ایران نفوذ چټکه وده وکړه.

بلینکن دغه راز په سیمه کې د اسلامي دولت یا داعش سخت دریځې ډلې د بیا ظهور د مخنیوي په برخه کې له عراق سره د متحده ایالاتو د همکاریو ژمنه وکړه. داعش ډلې شاوخوا یوه لسیزه وړاندې د عراق او سوریې پراخې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستې او د اسلامي خلافت د تاسیس اعلان یې وکړ.

د عراق اوسنی حکومت له ایران سره نږدې اړیکې لري او د امریکا ولسمشر جوبایډن له بغداد سره توافق کړی چې په عراق کې د میشتو امریکايي پوځیانو شمېر کم کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG