د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن سه شنبه ډسمبر لسمه ( لیندۍ ۲۰) له ټولو هیوادونو وغوښتل چې په سوریه کې د "ټولشموله سیاسي پروسې" ملاتړ وکړي او دا یې هم ویلي چې که د سوریې نوی حکومت یو شمیر معیارونه پوره کړي، متحده ایالات به یې په رسمیت وپیژني.
ښاغلي بلینکن په اعلامیې کې ویلي، " د سوریې ولس به د سوریې د آیندې پریکړه کوي. ټول هیوادونه باید په سوریه کې د ټولشموله او شفافې پروسې د ملاتړ ژمنه وکړي او د بهرنۍ لاسوهنې دې اجتناب وکړي".
د متحده ایالاتو دې جګپوړي دیپلومات ویلي که د همدې پروسې په نتیجه کې په سوریه کې راتلونکی حکومت جوړ شي، واشنګټن به یې په رسمیاتو وپیژني او بشپړ ملاتړ به یې وکړي.
د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه ویلي چې د سوریې راتلونکی حکومت باید "اعتباري، ټولشموله او غیر فرقه اي" وي.
لا معلومه نده چې په سوریه کې به څه ډول حکومت جوړ شوي. بشارالاسد چې اقلیت علوي شعیه دی، کورنۍ یې د تیرو څه باندې ۵۰ کالونو په سوریه کې پداسې هیواد حکومت کاوه چې اکثریت اوسیدونکي یې سنيان دي.
انټوني بلینکن وړاندې وویل چې د متحده ایالاتو لپاره دا لومړیتوب لري چې د سوریې راتلونکی حکومت د ټولو اقلیتونو حقونو ته د بشپړ درناوي ژمنه وکړي او بشري مرستو ته د ورتګ اجازه ورکړي.
د امریکا دې تر ټولو لوړ پوړي دیپلومات همدارنګه وویل چې متحده ایالاتو د سوریې له نوي حکومت غواړي چې پرې نږدې دا هیواد د ترهګریزو فعالیتونو لپاره وکارول شي، ګاونډیو ته خطر پیښ کړي او ډاډ ورکړي چې د کیمیاوي او بیولوژیکې وسلو ذخیرې خوندي شي او په مصؤنه توګه له منځه یوړل شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتیو میلر بیا ویلي چې ښاغلي بلینکن د سه شنبې په ورځ د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر سره خبرې کړي چې د حیات تحریر الشام اصلي ملاتړی دی.
بلینکن همدارنګه د قطر، مصر، اردن او عربي متحده اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو سره هم په ټیلیفون کې خبرې کړیدي.
فورم \ دبحث خونه