د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د یکشنبې په ورځ ډسمبر اتمه (لیندۍ۱۸) په سوریې کې د اسد د رژیم نسکور کېدل "تاریخي شېبه"وبلله.
بایډن په سوریې کې د اسد او د هغه د پلار څه باندې ۵۰ کلنه واکمني "ظالمانه استبداد" وګڼله او ویې ویل چې د اسد رژیم سلګونه زره بې کناه سوریایان "شکنجه کړي او وژلي" دي او باید د خپلو اعمالو حساب ورکړي.
جوبایډن وویل: "اوس د سوریې کړېدلیو خلکو ته یو ښه فرصت دی، چې د خپل ویاړلي هېواد لپاره ښه اینده وټاکي." بایډن زیاته کړه، چې د خپلو شریکانو او د سوریې په قضیې کې له دخېلو هېوادونو او په خاص ډوله ګاونډیانو سره به ګډ کار وکړي چې له دغه فرصت څخه ښه ګټه واخیستل شي.
د ابو محمد الجولاني په مشرۍ د سوریې د حکومت د مخالف وسله وال ایتلاف ځواکونو د یکشنبې په سهار دمشق ونیوه او د بشار الاسد د اوږدې واکمنۍ د ختمېدو اعلان یې وکړ. په همدې حال کې د روسیې مطبوعاتو خبر ورکړی چې اسد او کورنۍ یې مسکو ته رسېدلي او د روسیې حکومت ورته پناه ورکړې ده.
د امریکا ولسمشر په خپلو خبرو کې وویل چې اسد د رژیم په پرځولو کې ځینې داسې ډلې هم دخېلې دي چې «د ترهګرۍ او د بشري حقونو د نقض بده ماضي» لري، خو هغه د کومې ډلې نوم وانخیست. بایډن زیاته کړه: «خو اوس چې هغوی لوی مسئولیت مني، موږ به یې د خبرو په اساس نه، بلکې د اعمالو په اساس ارزوو.»
متحده ایالتونه د یاغیانو مشر ابو محمد الجولاني په مشرۍ «حیات تحریر الشام» ترهګر سازمان بولي او د الجولاني په سر یې ۱۰ میلیارد ډالر جایزه اېښې.
بایډن همدغه راز د اسد د رژیم د ملاتړو- ایران، روسیه او حزب الله- په کمزوري کولو کې د متحدو ایالتونو او د هغه د متحدینو د عملي چارو ستاینه وکړه او ویې ویل چې ایران او روسیې په سوریې کې د اسد د رژیم ننګه ونه شوه کړای. هغه د روسیې او ایران د مرستو بندېدل او د حماس او حزب الله ځپل کېدل هم د اسد د رژیم په نسکورېدو کې دخېل وګڼل.
ایران او روسیې له څه باندې یوې لسیزې راهېسې د اسد د رژیم ملاتړي وو او د ځواکونو د استولو تر څنګ یې مالي او دیپلوماتیک ملاتړ هم کاوه.
په سوریې کې دا مهال د امریکا ۹۰۰ سرتېری مېشت دي، چې د اسد د مخالو کردي ځواکونو سره په ګډه د داعش د بیا څرګندېدو د مخنیوي لپاره فعالیت کوي. بایډن وویل چې دا ځواکونه به په سوریې کې ساتي، هغه وویل چې دغو ځواکونو د یکشنبې په ورځ د داعش په کمپونو باندې لسګونه دقیق هوايي بریدونه کړي دي.
په همدې حال کې د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو په سوریې کې د واک د سوله ایز انتقال او د جګړې د مخنیوي غوښتنه کړې ده.
فورم \ دبحث خونه