په سوریې کې د یاغیانو مشر ابو محمد الجولاني، چې ډلې یې د بشارالاسد رژیم نسکور کړ، له څو کالونو راهېسې عامو خلکو ته د خپل ځان د ښه ښودلو هڅه کړې، له القاعدې سره یې اړیکې پرې کړې او ځان یې د ګڼو عقیدو او مذهبونو د ساتنې او زغم اتل معرفي کړی دی.
په دې وروستیو کې یې اورپکو هغه ته په خپل اصلي نوم احمد الشرع غږ کوي او په مستعار نوم یې نه بولي. له یو جهادي افراطي څخه د یو دولت جوړوونکي په توګه د هغه څرګندېدل اوس له ازموینې سره مخامخ دي.
یاغیانو دمشق ونیوه، بشارالاسد نامعلوم ځای ته تللی او په تېرو ۵۰ کالونو کې په لومړي ځل د اسد د کورنۍ له واکمنۍ څخه وروسته اوس دا پوښتنه کېږي چې سوریه به څنګه اداره کېږي؟
سوریه د بېلا بېلو نژادونو او مذهبونو کور دی او د تېرو کلونو کې په جګړو کې دا نژادونه او مذهبونه د سوریې د رژیم له لوري د یو بل په مقابل کې درول شوي، چې اوس یې ډېر دا اندېښنه لري چې ممکن افراطي سنیان واک ترلاسه کړي.
سوریه همدغه راز په بېلا بېلو ډلو وېشل شوې او د روسیې او ایران او متحدو ایالتونو، ترکیې او اسرائيل په ګډون بهرني قدرتونه هم په کې دخېل دي.
د یکشنبې په سهار ډسمبر اتمه (لیندۍ۱۸) د دمشق له سقوط وروسته، ابو احمد الجولاني په عام محضر کې لیدل شوی نه دی- متحده ایالتونه الجولاني ترهګر پېژني-، خو هغه او د «حیات التحریز الشام» ډله یې په سوریې کې لوی لوبغاړي بلل کېږي.
الجولاني څو کاله په ادلیب کې د خپل واک په ټېنګولو لګیا و او د روسیې او ایران له ملاتړه د اسد د برخمن رژیم په مقابل کې جنګېده.
نوموړي د بېلا بېلو افراطي سازمانونو په منځ کې فعالیت کاوه او تر څنګ یې خپل غلیمان او ایتلافیان یې هم له مخې لېرې کول. هغه هڅه وکړه چې په ادلیب کې خپل د «نجات اعلان» شوي حکومت نوم او تصویر بدل کړي او د سوریې مذهبي او نژادي اقلیتونو ته ډاډ ورکړي.
نوموړي له بېلا بېلو قومونو او ډلو سره روابط ټېنګ کړل. الجولاني په دغه ترڅ کې د یو اسلامي چریکي لباس په تن کړ، خو له رسنیو سره د مرکو لپاره بیا په درېشۍ کې راڅرګندېده او د سوریې د تنوع او بېلا بېلو اړخونو د منعکس کولو لپاره یې د دولت د تاسیساتو د جوړولو او واک د غیر متمرکز کولو په اړه خبرې کولې.
نوموړي تېره اونۍ له سي ان ان سره په مرکې کې وویل: «سوریه د حکومتولۍ د یو داسې بنسټیز سیستم د لرلو مستحقه ده، چې هېڅوک په کې په خپل سر پرېکړه ونه شي کړای.» هغه دا امکان هم څرګند کړ چې د اسد له پرځېدو وروسته به «حیات التحریز الشام» هم مدغم شي. هغه وویل: «په خبرو قضاوت مه کوئ، په اعمالو قضاوت وکړئ.»
په عراق کې د الجولاني لومړي فعالیتونه
له القاعدې سره د الجولاني روابط په ۲۰۰۳ میلادي کال کې پیل شول، هغه وخت القاعده په عراق کې د متحدو ایالتونو د پوځ په وړاندې جنګېدله او الجولاني هم ورسره یو ځای شو.
امریکا په سوریې کې زېږېدلی الجولاني ونیوه، خو په عراق کې پاتې شو. په دغه وخت کې، القاعده نورې ډلې ختمې کړې او د ابوبکر البغدادي په مشرۍ یې په عراق کې اسلامي دولت جوړ کړ.
په ۲۰۱۱ کال کې د بشارالاسد د رژیم په ضد پاڅون په کلکه وځپل شو او همدغه کار په ټول هېواد کې جګړې ته لاره هواره کړه.
الجولاني له هغه وروسته ډېر مطرح او وپېژندل شو، چې ابوبکر البغدادي هغه سوریې ته واستوه، چې د نصره جبهې په نوم د القاعده ډله جوړه کړي. متحده ایالتونه دا ډله ترهګره بولي او د الجولاني په سر یې ۱۰ میلیارد ډالر جایزه اېښې.
د نصره جبهه او د سوریې جګړه
په سوریې کې په ۲۰۱۳ کال کې د جګړې د زیاتېدو سره د الجولاني توقعات هم لوړ شول. نوموړي د البغدادي هغه غوښتنه رد کړه، چې د نصره جبهه دې په عراق کې له القاعدې سره مدغمه شي، چې په عراق او سوریې کې اسلامي دولت جوړ شي.
الجولاني له القاعده سرې بیعت وکړ او وروسته یې بیا د داعش له ډلې څخه یې ځان جلا کړ. د نصره جبهې په سوریې او عراق کې د اسلامي دولت سره وجنګېده او خپل اکثریت غلیمان یې، چې د اسد د رژیم په ضد جنګېدل، ختم کړل.
نوموړي په ۲۰۱۴ کال کې له الجزیزې سره په خپلې لومړۍ مرکې کې مخ پټ کړی و او ویلي وو چې په ژینوا کې یې د جګړې د خمتولو لپاره د خبرو وړاندیز رد کړ.
هغه په دې مرکې کې ویلي وو چې هدف یې څرګند دی او غواړي سوریه د اسلامي شریعت تر واکمنۍ لاندې وویني او دا خبره یې واضح کړې وه چې په سوریې کې به د علويانو، شیعه ګانو، دروزیانو او مسیحیانو لپاره ځای نه وي.
د واک ټېنګول او د ځان سپینول
په ۲۰۱۶ کال کې الجولاني په لومړي ځل په یو ویدیويي پیغام کې خپل مخ ښکاره کړ او ویې ویل،د هغه ډلې خپل نوم «جبهه فتح الشام» ته واړوه او له القاعدې سره یې خپل روابط پرې کړل.
هغه ویلي وو: «نوی سازمان له هېڅ یو بهرني بنسټ سره تړاو نه لري.» له دغه اعلان څخه وروسته الجولاني په ځینو ماتېدونکو اورپکو ډلو بشپړ کنټرول ترلاسه کړ. یو کال وروسته دهغه ایتلاف «حیات تحریر الشام» شو او د نورو ډلو په یو ځای کېدو سره یې په ادلیب کې واک ټېنګ کړ.
«حیات تحریر الشام» بیا له هغو ډلو سره جګړې وکړې، چې نه یې غوښتل په دغه ایتلاف کې شاملې شي او دې کار د سوریې په شمال لویدیځ کې د الجولاني واک پراخ کړ او د هغه ډله یې مخکښه کړه.
کله یې چې واک پیاوړ شو، الجولاني د انتقال یو داسې بهیر پیل کړ چې ډېرو یې فکر نه کاوه. په اول قدم کې هغه خپل پوځي لباس په درېشي بدل کړ او د مذهبونو ترمنځ د زغم او یو بل د منلو غوښتنه وکړه.
هغه په ادلیب کې د دروز اقلیت د حق غوښتنه وکړه او د هغو کردي جنګیالیو کورنیو ته ورغی، چې د ترکیې له ملاتړه برخمنو اورپکو وژلي وو.
ابو محمد الجولاني په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا د پي بي اس له یو خبریال سره مرکه وکړه. په دې مرکې کې یې وویل چې ډله یې لویدیځ ته کوم ګواښ نه دی او پرې لګول شوي بندیزونه نا عادلانه دي.
هغه وویلي وو: «هو، موږ د لویدیځ په تګلارو انتقادونه کوو. خو دا چې له سوریې څخه به د متحدو ایالتونو او یا اروپا په ضد جګړه پیلوو، دا رښتیا نه دي. موږ نه وایو چې موږ جګړه غوښتله.»
فورم \ دبحث خونه