د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني د چهارشنبې په ورځ دسمبر ۱۱ (لیندۍ ۲۱) په وزارت کې دننه په یو ترهګریز برید ووژل شو.
د طالبانو د حکومت د ویاند دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې حقاني د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته د "خوارجو په یوه ناځوانمردانه برید کې" وژل شوی دی.
طالبان په عمومي توګه د خوارجو اصطلاح د اسلامي دولت (داعش) ډلې ته کاروي. پداسې حال کې چې د داعش ډلې تر اوسه ددې پیښې مسولیت ندی منلی، د افغانستان د چارو څارونکي، شنونکي او پخواني دولتي مقامات د خلیل الرحمان حقاني په وژنه ډول ډول نظرونه لري.
د چارو یو شمیر شنونکي پدې باور دي چې ښایي دا وژنه به د حقاني شبکې او په کندهار کې د طالبانو د مشرتابه ترمنځ اختلاف لاهم ژور کړي. د امنیتي او سیاسي چاررو شنونکي د حقاني شبکې د بل غړي د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر جلال الدین حقاني وروستیو څرګندونو ته اشاره کوي چې، د دسمبر په اتمه ( لیندۍ ۱۸مه) یې په غیرمستقیم ډول د خپل حکومت پر ځینو کړنو نیوکه وکړه.
هغه د کابل ولایت د ارغندې په سیمه کې د یوې دیني مدرسې د فراغت غونډې ته په وینا کې وویل چې، حکومت باید داسې کارونه ونه کړي چې د خلکو د نارضایتۍ سبب شي: "داسې فکر به نه کوئ چې، نن څخه وروسته زه واکمن یم، که مې خبره څوک مني و دې مني، که نه هیڅ اسمان نه پرې ړنګېږي. نه، ته خدای ته مسئول یې. الله (ج) له تانه پوښتنه کوي."
په ظاهره د ښاغلي حقاني اشاره د طالبانو مشرتابه ته وه. کارپوهان د هغه او یو شمیر نورو طالب مقاماتنو څرګندونې د دې ډلې ترمنځ د ژور اختلاف ښکارندوی ګڼي، خو ځنې بیا دا اختلاف سطحي بولي.
د افغانستان د پخواني حکومت د کورنیو چارو وزارت مرستیال میرزا محمد یارمند، د امریکاغږ ته وویل چې «د حقاني شبکه په کندهار کې د طالبانو له مشرتابه سره په ډیرو برخو کې د نظر اختلاف لري او د خلیلالرحمان حقاني وژنې د حقاني شبکې او د طالبانو د مشر ملا هبتالله، د اړخ ترمنځ ژور اختلاف ایجاد کړی.»
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په دې وروستیو وختونو کې هغه ته په منسوبو غږیزو ټیپونو کې د طالبانو مشران یووالي او پیوستون ته رابللي دي او د نفاق او اختلاف د پایلو په هکله یې خبرداری ورکړی دی.
د سیاسي چارو یو افغان شنونکی سنګر پیکار د ایکس په شبکه لیکلي چې: "د خلیل الرحمن حقاني وژنه د طالبانو په درې کلنه واکمنۍ کې یو مهم بدلون دی" چې د ده په باور "د افغانستان پر امنیت، سیاست او راتلونکې باندې به ټکان ورکوونکی اغیز ولري."
خو آزاد خبریال سمیع یوسفزی چې د طالبانو د ډلې په اړه ژور معلومات لري وایي، «د طالبانو ترمینځ د نظر اختلافات شته، خو دغه اختلافات سطحي دي اقلآ د اوس لپاره دا اختلافات دی حد ته ندي رسیدلې چې طالب مشران یو بل خلاف د قتل دسیسي جوړی کړي.»
سمیع یوسفزي همداشان لیکلي چې، خلیل حقاني داخله وزیر سراج حقاني ته د ښي لاس حیثیت لرلو او د نموړې مرګ سراج حقاني ډیرو چلنجونو ته تنها پریخودلو: «په ۲۰۲۱ کال حاجې خلیل حقاني د حکومت جوړونۍ په مهال د چنو په وقت حقانیانو ته په حکومت کی ستره ونډه ورکړه او کندهاریان یې مجبور کړل چې د حقانی شبکی اهمیت او قوت ته احترام وکي.»
د طالبانو حکومت په یوه اعلامیه کې د حقاني وژنه "لویه ضایعه" ګڼلې او ویلي یې دي چې "دسیسه جوړونکي" نشي کولای "په دې ډول بزدلانه عمل" د طالبانو د حکومت پر وړاندې خپلو اهدافو ته ورسیږي.
په افغانستان کې امنیت
په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو حکومت تل د امنیت ټینګښت د خپلې سترې لاسته راوړنې په توګه یاد کړی، خو د دې ډلې د وزیر وژل کېدل هغه هم د وزارت دننه او د وسله والو امنیت ساتونکو په شتون کې د امنیتي وضعیت په اړه پوښتنې را ولاړوی.
د پخوانۍ ولسي جرګې غړی خالد پښتون امریکا غږ ته په خبرو کې وویل چې:«د خلیل الرحمان وژنه د طالبانو لپاره ښه خبر ندي...دا برید د طالبانو د هغه ادعا خلاف دی چې وایي په افغانستان کې امنیت دی. همداشان دا ډول پيښې کولی د طالبانو په منځ کې بې اعتمادي رامنځ ته کړي.»
ښاغلي پښتون زیاته کړه، خلیل الرحمان او د هغه کورنۍ په تیرو کلونو کې ددغه ډول حملو ابتکار درلود او اوس خپله دوی ددې ډول بریدونو ښکار کیږي.
د امنیتي چارو شنونکی احمد خان اندړ بیا امریکا غږ ته وویل، «که څه هم په افغانستان کې جګړه ختمه شوي او زوراکي نشته خو په افغانستان کې واک د یوې ډلې سره دی او خلکو ته خپل حقوق نه ورکول کیږي.»
له بلې خوا طالبان چې تل ادعا کوي چې په افغانستان کې د داعش شتون "مبالغه" ده او ددې ډلې په وینا "داعش په افغانستان کې فزیکي حضور نه لري" خو د حقاني د وژنې پړه پر داعش اچوي.
وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغانستان واک تر لاسه کړ، دا ددې ډلې تر ټولو لوړپوړی دولتي چارواکی دی چې په داسې یوه پېښه کې وژل کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عدالت لپاره د انعام پروګرام د ۲۰۱۱ کال په فبرورۍ کې خلیل الرحمن حقاني د نړیوال ترهګر په توګه وپېژند او د هغه پر سر یې تر پنځو میلیونو ډالرو پورې انعام وټاکه.
ددې رپوټ په برابرولو کې د امریکاغږ خبریال سمیع جلالزي او احمد سیر ضیا هم مرسته کړې
فورم \ دبحث خونه