د طالبانو د حکومت ځینو مخالفو شخصیتونو او د پخواني رژیم د ځینو چارواکو په ګډون د "افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مجمع" په نوم یو نوی سیاسي خوځښت پیلیدل اعلان کړي او د طالبانو د حاکمیت پر وړاندې یې چې ددې خوځښت په وینا نامشروع او استبدادي دی، په مبارزه ټینګار کړی دی.
ددغه نوي سیاسي خوځښت موجودیت د جمعې په ورځ ډسمبرشپږم (لیندۍ ۱۶) په یوه انلاین غونډه کې اعلان شو.
په دې غونډه کې د طالبانو د حکومت ځینو مخالفو شخصیتونو عبدرب الرسول سیاف، احمد مسعود، سرور دانش، محمد محقق، محمد یونس قانوني، عطا محمد نور، عبدالرشید دوستم، محمد عمر داودزي، تادین خان اڅکزي، رحمت الله نبیل او د پخواني حکومت ځینو نورو پخوانیو چارواکو ګډون کړی و.
ددغه نوي خوځښت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د "افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مجمع" کې له ۳۰ څخه زیات سیاسي ګوندونه او جریانونونه غړیتوب لري او ترڅنګ یې محمد کریم خلیلي، صلاح الدین رباني او اسماعیل خان هم ددغه نوي ائتلاف څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی.
ددغه نوي سیاسي خوځښت اکثره غړي د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته د افغانستان بهر په ګاونډیو او د سیمې د هیوادونو په ګډون په بهرنیو هیوادونو کې پناه اخیستې او اکثره یې په ترکیه او متحده عربي اماراتو کې دیره دي.
ددې خوځښت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي: "د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مجمع د موجودیت اعلان د افغانستان د ژغورنې لپاره د مبارزې په برخه کې د پیاوړتیا او انسجام لپاره یو مهم او استثنايي واقعه ده چې استقلال، عدالت، ازادي او د افغاسنتان د خلکو د ارادې او رایې پر اساس به هیواد ته د سیاسي نظام د رامنځ ته کولو زیرې له ځان سره ولري".
دې انلاین غونډې ته محمد یونس قانوني ویلي: " تراوسه نړیوالې ټولنې ادعا کوله چې طالبان بدیل نلري او مخالفان یو واحد غږ نلري. د همدې له امله نن مونږ ددغه ستر سیاسي چتر په جوړولو چې ټول سیاسي جریانونه او ګوندونه په ګډون برخه لري د افغانستان په سیاسي ډګر کې د یوې تاریخي واقعې شاهدان یو".
همداشان دې غونډې ته د پخوانیو مجاهدینو یو مشر عبدرب الرسول سیاف وویل چې طالبان د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي او په تیرو درې کلنو کې دغې ډلې افغانانو ته زیاتې ستونزې را ولاړې کړي دي.
سیاف د سیمې له هیوادونو وغوښتل چې د طالبانو سره دې د تعامل څخه لاس واخلي. د هغه د وینا له مخې نړیواله ټولنه باید د "افغانستان د خلکو د ارادې او رایې پراساس" حکومت رامنځ ته کولو په برخه کې اقدام وکړي.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مجمع په نوم دغه نوي خوځښت ویلي چې د طالبانو د مخالفینو د یووالي او د افغانستان د روان کړکیچ د هوارولو لپاره د یوې هراړخیزې طرحې د ترتیبولو لپاره به هڅې وکړي.
ددغه خوځښت په اعلامیه کې ویل شوي: "په تعبید کې د انتقالي حکومت د جوړیدو لپاره اقدام، په ټول افغانستان کې د سازمان شوي او منسجم مقاومت پراخیدل، د مدني نافرمانۍ پلانول او ترسره کول، د یو تروریستي رژیم په توګه د رژیم د پیژندلو لپاره هڅې، د یوې تروریستي ډلې په توګه طالبانو ته د نړیوالې ټولنې د مرستو د انتقال مخنیوي لپاره هڅې او د ملي قیام لپاره د هراړخیز پلان ترتیبول او همغږي رامنځ ته کول ددغه ستر سیاسي ائتلاف د نورو کارونو په ډله کې شامل دي".
طالبانو تراوسه ددغه نوي خوځښت د موجودیت او د دغه خوځښت له خوا د خپرې شوې اعلامیې په اړه غبرګون نه دی ښودلی. خو د طالبانو چارواکو په پرله پسې ډول ویلي چې د افغانستان په خاوره بشپړ ډول حاکمیت لري او په دغه هیواد کې یې پر وړاندې هیڅ ډول مخالفت نشته دی. طالبانو ویلي چې په افغانستان کې یې د فساد ریښې له منځه وړي او په حکومت کې یې د ټولو قومونو استازي شتون لري.
د عبدرب الرسول سیاف، احمد مسعود، عبدالرشید دوستم، عطا محمد نور، محمد محقق او محمد یونس قانوني په ګډون د طالبانو مخالفو سیاسي مشرانو چې په دغه نوي سیاسي خوځښت کې برخه لري، دمخه یې هم د طالبانو پر خلاف د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې او د افغانستان د ملي مقاومت د عالي شورا په نوم سیاسي خوځښتونه جوړکړي وو او په بهر کې د طالبانو پرخلاف د غونډو او اعلامیو د خپرولو ترڅنګ یې د افغانستان په ځینو برخو کې د ترسره شویو پوځي عملیاتو مسوولیت هم په غاړه اخیستی و.
ددې دمخه د افغانستان د چارو ځینو سیاسي کارپوهانو د دغه هیواد بهر د ځینو سیاسي شخصیتونو او پخواني رژیم چارواکو له خوا د طالبانو پر خلاف د سیاسي خوځښتونو جوړیدلو په تړاو ویلي و چې اکثره دا سیاسي حرکتونه د پخواني رژیم د چارواکو له خوا چې په خپلو کړنو کې موفق نه و او په فساد کې د ککړتیا تورونه هم پرې شته اداره کیږي.
فورم \ دبحث خونه