د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو مشر د امنیتي ادارو له چارواکو څخه د نظامي تجهیزاتو د ویشلو صلاحیت اخیستی


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د یو فرمان په ترڅ کې په افغانستان کې ددغې ډلې تر واک لاندې د وسلو او مهماتو ذخایرو ته د دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او د استخباراتو د ریاست د چارواکو پرلاس رسی بندیز لګولی او د پوځي تجهیزاتو د ویشلو صلاحیت یې ورڅخه اخیستی دی.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د دغې ډلې تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون ته ویلي چې ملاهبت الله اخوندزاده پخپله د نظامي وسلو او تجهیزاتو د ویشلو او د ذخیرو د ساتلو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

هغه ویلي: "ددې حکم هدف دادی چې پوځي وسلې او تجهیزات په ښه ډول وساتل شي او همداشان د ځینو وسلو او تجهیزاتو څخه د غیر ضروري او ناسمې استفادې مخه ونیول شي او وخت پر وخت دا پوځي وسایل او تجهیزات په سم ډول ترمیم شي".

ددې حکم له مخې د طالبانو د مشر د اجازې پرته هیڅوک نشي کولای د دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او د استخباراتو د ریاست او د نورو حکومتي ادارو پوځي تجهیزات وویشي او یا یې و کاروي.

ددې حکم په یوه بله ماده دکې ویل شوي چې که چیرې امنیتي ادارې د وسلو، مهماتو، پوځي دوربینونو او نورو وسایلو په ګډون پوځي تجهیزاتو ته اړتیا ولري باید چې د تائید ترلاسه کولو لپاره خپل غوښتنلیک په کندهار کې د ملاهبت الله اخوندزاده د دفتر ته واستوي.

د طالبانو حکومت د ویاندویانو د وینا پراساس "د پوځي تجهیزاتو د ثبت، ساتنې او مراقبت" ریاست چې د ملاهبت الله اخوندزاده د دفتر ترڅارنې لاندې په کندهار کې فعالیت کوي، له دې وروسته به د پوځي تجهیزاتو د ساتنې مسولیت په غاړه ولري.

د طالبانو مشر همداشان د دفاع، کورنیو چارو وزارتونه او د اسخباراتو ریاست په دې مکلف کړي چې د هغه د دفتر د غوښتنلیک پر اساس د خپلو ټولو پوځي تجهیزاتو لیست دغه دفتر سره شریک کړي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونود وتلو او د جمهوري رژیم د ړنګیدو وروسته طالبانو پر دغه هیواد واک ترلاسه کړ او د میلیاردونو ډالرو په ارزښت امریکايي وسلې او پوځي تجهیزات ددغې ډلې وسله والو ته په لاس ورغلل.

د امریکا د دفاع وزارت تیر ۲۰۲۳ کال کې د یو راپور په خپرولو سره وویل چې د تېر حکومت تر نسکورېدو دمخه په افغانستان کې د امریکا له خوا له ۷.۱ میلیارد ډالرو زیات پوځي تجهیزات موجود وو.

د دغه راپور له مخې، د امریکا پوځ له وتلو مخکې امریکايي ځواکونو ټول هغه عمده تجهیزات چې په افغانستان کې یې کارول یا له منځه وړي او یا یې له دغه هیواد څخه بیرته ایستلي دي.

د چارو ځینې افغان کارپوهان د طالبانو د مشر ددغه فرمان د خپرولو یو علت د دغې ډلې د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ د اختلاف او بې باورۍ بیلګه ګڼي.

د سیاسي چارو یو کارپوه غلام فاروق علیم د شنبې په ورځ نومبرنهم (لړم ۱۹) امریکا غږ ته وویل چې په اکثرو هیوادونو کې د پوځي تجهیزاتو د ساتنې او ورڅخه د کار اخیستلو مسوولیت امنیتي ادارې په غاړه لري، چې د طالبانو د مشر دا اقدام ددغې ډلې ترمنځ اختلافات رابرسیره کوي چې پوښتنې یې هم راولاړې کړي دي.

هغه وویل: "دا ښيي چې د طالبانو د مشر او امنیتي سکټور ترمنځ بې اعتمادي اوج ته رسیدلې ده او هغوی پر یو بل باندې اعتماد نشي کولای. ملا هبت الله اخوندزاده په دې هکله اندیښمن دی چې کوم پوځي تجهیزات، وسلې او مهمات چې ددې ډلې په واک کې دي، پخپله د هغه پر خلاف ونه کارول شي او د همدې له امله یې دغسې فرمان صادر کړی دی".

ددې سره سره چې د طالبانو مشر په افغانستان کې د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو څخه پر پاتو وسلو او تجهیزاتو باندې خپل کنټرول زیات کړی، دمخه داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ځینې طالب قومندانان په مخامخ ډول په تور بازار کې د وسلو او پوځي تجهیزاتو په خرڅلاو کې لاس لري.

ددې دمخه د پاکستان د لوړ پوړو حکومتي چارواکو په ګډون ځینو هیوادونو اندیښنه ښودلې وه چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونوڅخه پاتې وسلې او مهمات د تند لارو ډلو لاس ته ورنه شي.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو او پدې هیواد کې د طالبانو د واکمن کیدو وروسته، د تحریک طالبان پاکستان یا (ټي پي پي) اړوند سخت دریځو په افغانستان کې له خپلو خوندي ځایونو څخه پر دې هیواد خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د ځانګړي استازي مرستیال عثمان جادون د تیر ۲۰۲۳ کال د دسمبر د میاشتې په وروستیو کې د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کې غوښتنه وکړه چې په دې اړه دې تحقیقات وشي چې د پاکستان تحریک طالبان په پاکستان کې د بریدونو لپاره پرمختللې وسلې څنګه ترلاسه کړي دي.

جادون ویلي وو: "ترهګر او جنایتکاران دا پرمختللې وسلې نه جوړوي، بلکې دوی د غیر قانوني لارو او هغو عناصرو له لارې ترلاسه کوي چې هدف یې د ځینو ځانګړو سیمو او هیوادونو بې ثباته کول دي."

جادون په مشخصه توګه د امریکا نوم وانخیست، خو د پاکستان موقت صدراعظم انوارالحق کاکړ د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په میاشت کې ویلي و چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال په هغه هیواد کې د پوځي وسلو پاتې کېدلو د تحریک طالبان پاکستان او د پاکستان ضد نورو ډلو لپاره "په پراخه کچه د جګړې وړتیا" زیاته کړې ده.

خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو څخه پاتې وسلو او تجهیزاتو ته د سخت دریځو ډلو د لاس رسي په اړه راپورونه د طالبانو حکومت په کلکه رد کړي دي.

همداشان د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د ډسمبر ۲۰ (لیندۍ ۲۸) هغه ادعاوې "مسخره" وبللې چې وایي د امریکا پوځ د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د وتلو پر مهال وسلې او پوځي تجهیزات پریښي دي او د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

کربي ویلي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د طالبانو په پرمختګ سره افغان ځواکونو پرېکړه وکړه چې جګړه ونه کړي او خپلې وسلې کېږدي، او دا چې نن ورځ په افغانستان کې د هغو وسلو په اړه خبرې کېږي "د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو پورې اړوند" دي، نه د متحده ایالاتو پورې.

کربي ټینګار وکړ، هغه ادعاوې چې ګواکې امریکا په افغانستان کې د وسلو زېرمې پرېښودې، ناسمې دي

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG