د لاس رسي وړ اتصالات

څیړنه: طالبان د امریکايي ځواکونو څخه د پاتې شویو وسلو په قاچاق کې لاس لري


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

له افغانستان څخه د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د وتلو وروسته امریکايي وسلې چې د طالبانو لاس ته ولویدلې اوس ددغه هیواد څخه بهر لیدل شوي.

یو اسرائیلي قومندان، چې ویې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي تیره میاشت د نیوزویک مجلې ته وویل، چې د امریکا د متحده ایالاتو یوه اندازه سپکې وسلې چې په افغانستان پاتې شوې وې د غزې په تړانګه کې د فلسطینیانو لاس ته ورغلي دي.

د رسنیو د رپوټونو له مخې طالبان په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو څخه د پاتې شویو وسلو او مهماتو له قاچاق څخه ګټه ترلاسه کوي او یو شمیر څیړونکي وایي، چې طالبان د وسلو د تور بازار کنټرول په خپل لاس کې لري.

د راپورونو له مخې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو څخه د پاتې شویو وسلو یوه اندازه پاکستان او ځینو نورو هیوادونو ته هم انتقال شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جولای په لسم د وسلو د قاچاق په اړه یو راپور ته په غبرګون کې د خپل ټویټر په پاڼه د امریکايي ځواکونو څخه د پاتې شویو وسلو په قاچاق کې د طالبانو لاس لرل رد کړي دي.

ښاغلي مجاهد ویلي:" ټولې وسلې، تجهیزات او وسائط د هیواد په ډیپوګانو او ذخائرو کې محفوظ شوي او هیچاته اجازه نشته چې آن یو میل وسله هم قاچاق او یا وپلوري. دا ډول پروپاګند د هغو تنش طلبه او مغرضو کړیو دسیسه ده چې په افغانستان کې روان ثبات او کنترول نشي زغملای او په وړاندې یې پروپاګند کوي".

ددې باوجود چې طالبانو د امریکايي وسلو په ذخیرو باندې خپل کنټرول زیات کړی، رپوټونه وايي، چې د طالبانو د ډلې غړي په مستقیم ډول د وسلو په تور بازار کې د امریکايي وسلو په پلورلو کې لاس لري.

وروسته له هغې، چې د امریکا د متحده ایالاتو په مشرۍ نړیوالو ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې د دوو لسیزو جنګ جګړو وروسته له افغانستان څخه ووتل افغان امنیتي ځواکونه هم وپاشل شو. دې کار طالبانو ته، چې پر افغانستان باندې حاکم شوي و، ددې اجازه ورکړه چې په لویه کچه سپکې وسلې او نور پوځي تجهیزات ترلاسه کړي.

د ۲۰۲۲ کال د اګسټ په میاشت کې د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت له خوا د یو شوي اټکل له مخې د افغانستان د پخواني رژیم د ړنګیدو پرمهال په دغه هیواد کې د ۷.۱۲ ملیاردو ډالرو په ارزښت امریکايي وسلې او تجهیزات موجود و، چې ددغو وسلو او تجهیزاتو لویه برخه د طالبانو لاس ته ورغله. په دغو تجهیزاتو کې پوځي الوتکې، نقلیه وسایط، وسلې او نورپوځي تجهیزات شامل و.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ۲۰۲۱ کال د نومبر په میاشت کې په کندهار کې د وسلو د دلالانو سره خبرې کړې وې او ددغې ورځپاڼې د راپور له مخې دلالانو په ښکاره امریکايي وسلې خرڅولې.

د وسله د خرڅولو یو شمیر دلالانو وویل، چې طالبانو خپلو ځینو وسله والو ته ددې اجازه ورکړې، چې کولی شي هغوی هغه سپکې وسلې، چې د پخواني افغان حکومت د امنیتي ځواکونو څخه یې د پوځي مرکزونو د تصرف پر مهال ترلاسه کړي وپلوري.

نیویارک ټایمز ددغو دلالانو له قوله ویلي، چې ډیرې پلورل شوي امریکايي وسلې پاکستان ته قاچاق شوي ‎دی. د طالبانو یو پخوانی قومندان، چې په کندهار کې اوسیږي وویل، چې هغه د وسلو یو پاکستانی دلال، چې د تومانچو، د شپې د لیدلو عینکو او نورو امریکايي تجهیزاتو پسې ګرځیده د وسلو یو سوداګر ته معرفي کړی و.

د راپورونو پر اساس دغسې وسلې او پوځي تجهیزات د پاکستان د حکومت وسله والو مخالفانو لاس ته هم ورغلي دي.

د ازادې اروپا راډیو/ د ازادۍ رادیو د روان کال ۲۰۲۳ د مارچ په میاشت کې په یو راپور کې وویل، چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ډلې ایم ۱۶ ماشیندارې، ایم ۴ ټوپکونه د شپې د لیدنې عینکې او نور تجهیزات ترلاسه کړي دي.

نږدې دوه اونۍ دمخه د سپکو وسلو سروې په نامه (Small Arms Survey) په سویس کې مېشت بنسټ او د افغانستان سولې څار په نوم یو بل بنسټ په خپل راپور کې ویلي وو، چې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د وسلو پیر او پلور روان دي.

دغو دوو بنسټونو ویلي، چې دغه څېړنیز راپور د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې په هلمند، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې چمتو شوی او د دوی څېړونکو په دغو درېیو ولایتونو کې د وسلو شپږ بازارونه لیدلي او داسې اسناد یې ترلاسه کړي، چې ولسي وګړو او سیمه ییزو وسلو پلورونکو ته صادر شوي دي.

همدارنګه د دغه څېړنیز راپور لپاره د افغانستان د سولې د څار ادارې د وسلو له قاچاقبرانو، د ټیټې کچې طالب جنګیالیو، د دغې ډلې له سیمه ییزو مقاماتو، د افغان امنیتي ځواکونو له پخوانیو غړو او امنیتي کارپوهانو سره خبرې کړې دي.

په راپور کې راغلي: "دغه سازمان په سرحدي سیمو کې د وسلو مارکیټونه یا بازارونه په نښه کړي چې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو په رضایت سره فعالیت کوي... داسې څیړنیزې موندنې شته چې په سرحدي سیمو کې د وسلو د بازارونو شتون تائیدوي او سره له دې چې د طالبانو د استخباراتو له خوا د وسلو نیول زیات شوي دي، بهر ته د وسلو قاچاق دوام لري. "

په راپور کې ویل شوي چې د آدم خیلو په دره او پیښور کې د وسلو پلورونکو له دغو څیړنیزو بنسټونو سره په تماس کې ادعا کړې چې د امریکا پوځي تجهیزات د خرڅلاو لپاره وړاندې کوي.

راپور همداشان وایي، په داسې حال کې چې طالبانو د دلالانو د ځینو کوچنیو قاچاقونو مخه نیولې ده، خو له سیمه ییزو تروریستي شبکو سره د دې ډلې ثابتو اړیکو زیاتې اندیښنې رامنځته کړي دي.

د امریکا د سولې په انستیتوت کې د جنوبي اسیا د چارو کارپوه اسفندیار میر د امریکا فاړین پالیسۍ په نوم مجلې ته ویلي، چې ممکن طالبان د وسله نوی تور بازار په خپل کنټرول کې ولري او ورڅخه مالیات راټول کړي.

د راپورونو له مخې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو څخه پاتې شوې وسلې کشمیر ته هم انتقال شوي دي.

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې چارواکو د روان کال ۲۰۲۳ د جنورۍ په میاشت کې د امریکا سي این این تلویزیوني شبکې ته وویل، چې د ایم۱۶ او ایم ۴ ماشیندارو او ټوپکونو په ګډون امریکايي وسلې د جیش محمد او لشکر طیبه سخت دریځه ډلې، چې په پاکستان کې دیره دي او دواړه د دغه هیواد تر نفوذ لاندې په کشمیر کې د هندي ځواکونو په وړاندې جنګیږي هم لاس ته ورغلي دي.

ددغو دواړو سخت دریځو ډلو جیش محمد او لشکر طیبه په افغانستان کې د طالبانو د ځواکونو ترڅنګ د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې جنګ کې برخه اخسیتې او پوځي روزنه یې ترلاسه کړې ده.

XS
SM
MD
LG